د ماهرو کارګرو لپاره د جرمني ويزه

څه ډول کولای شم د جرمني د کار ويزه ترلاسه کړم؟
جرمني ماهرو کارګرو ته اړتيا لري. که جرمني ته راتګ او کار کولای غواړئ، بايد د استوګنې اړونده اجازه ترلاسه کړئ. دې اجازې ته د مسلکي دندې لپاره د استوګنې اجازه (Aufenthaltserlaubnis zur Ausübung einer qualifizierten Beschäftigung) وايي او د استوګنې قانون د ۱۸ ب مادې د لومړي بند له مخې ورکول کيږي. له اروپايي ټولنې پرته د نورو هېوادونو وګړي بايد د دې اجازې له ترلاسه کولو وړاندې د جرمني ويزه ترلاسه کړي او بيا جرمني ته له رارسېدو وروسته اړونده اجازه واخلي او کار پيل کړي. دلته د دې ويزې او استوګنې د اجازې په اړه بشپړ مالومات درکوو.
په څه بايد ځان وپوهوم؟
که غواړئ په جرمني کې د يوه مسلکي کس په توګه کار وکړئ او په جرمني کې له کوم شرکت څخه د کار وړانديز يا تړون (قرارداد) ولرئ، کولای شئ د استوګنې د اجازې غوښتنه هم وکړئ. مسلکي کسان هغو کسانو ته ويل کيږي چې د جرمني د مسلکي زدهکړو او د لوړو زدهکړو د فراغت معادل او يا دلته رسمي شوی سند ولري. تخصصي دندې هغو دندو ته ویل کيږي چې د حرفوي زدهکړو يا د پوهنتون د فراغت سند ته اړتيا لري.
که د جرمني ويزې ته اړتيا لرئ، بايد خپل هېواد يا سيمه کې د جرمني سفارت يا کنسولګرۍ سره وخت واخلئ او د ورتګ پر مهال اړين سندونه له ځان سره يوسئ. په ياد مو وي چې د ويزې ترلاسه کول ښايي ډېر وخت ونيسي.
که ويزې ته اړتيا نه لرئ، جرمني ته له راتګ وروسته بايد د بهرنيانو چارو په اړونده اداره (Ausländerbehörde) کې د کار لپاره د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ.
دا چې د کومو هېوادونو وګړي جرمني ته د تګ لپاره ويزې ته اړتيا لري، د جرمني د بهرنيو چارو وزارت پر وېبسایټ (auswaertiges-amt.de) يې کتلای شئ.
زموږ په بل څپرکي (د جرمني اوږدمهاله ويزه) کې د ټولو هغو سندونو لړ موندلای شئ چې د جرمني د ويزې ترلاسه کولو لپاره ورته اړتيا ده.
د اصولو له مخې د استوګنې د دې ډول اجازې ترلاسه کولو لپاره بايد لاندې اضافي سندونه هم ولرئ:
- د مسلکي او حرفوي يا لوړو زدهکړو د فراغت داسې سند ولرئ چې په جرمني کې په رسمي توګه ومنل شي.
- په جرمني کې د کار قرارداد لرئ او يا يې يو روښانه او ډاډمن وړنديز لرئ.
- که عمر مو له ۴۵ کالو زيات وي، بايد ثابته کړئ چې په زړواليکې کافي تقاعد لرئ او يا مو معاش د هېواد د فدرالي وزارت له لوري له ټاکل شوي حداقل معاش څخه زيات او يا په هماغه اندازه دی. اوس مهال (۲۰۲۳ کال) د دې معاش ناخالصه کلنۍ اندازه ۴۸٫۱۸۰ يورو ده.
د اصولو له مخې بايد د جرمني د کار ادارې يا (Bundesagentur für Arbeit) تاييد هم ولرئ. دا کار به د هغه سفارت له لارې وشي، کوم چې تاسې د ويزې غوښتنه ترې کوئ. ځکه نو تاسې ته اړتيا نشته چې خپله دا کار وکړئ.
جرمني ته له راتګ وروسته بايد د دريو مياشتو په موده کې د بهرنيانو چارو په اړونده اداره (Ausländerbehörde) کې ځان ثبت کړئ او د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ. د دې کار لپاره بايد د پورته يادو شوو سندونو تر څنګ، په جرمني کې د ثبت او کرايي کور د سندونو په ګډون ټول سندونه له ځان سره ولرئ. په ياد مو وي چې د دې ادارې کارکوونکي ستاسې غوښتنه ارزوي او دا ارزونه ښايي څو مياشتې وخت ونيسي.
د اصولو له مخې د کار لپاره د استوګنې اجازه د ۴ کالونو لپاره ورکول کيږي. که د کار د قرارداد موده مو لنډه وي، د استوګنې اجازه هم د همدې مودې له مخې تنظيميږي.
که چېرته کار له لاسه ورکړئ؛ د استوګنې اجازه مو هم باطليږي. البته په داسې وختونو کې بايد هر څومره ژر بله دنده ومومئ او بيا د استوګنې اجازې غوښتنه وکړئ.
مهم
د کار په اړه نور مالومات زموږ په نورو مالوماتي څپرکيو (د کار تړون) او (د کارکوونکو حقونه) کې موندلای شئ.