د پناغوښتونکو، منل شوو کډوالو، فرعي خونديتوب يا پر ډيپورټ بنديز لرونکو سندونو او ورته نورو کسانو لپاره د جرمني د دايمي استوګنې اجازې ترلاسه کولو په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي (د کډوالو لپاره د جرمني د دايمي استوګنې اجازه) کې موندلای شئ.
په جرمني کې د دايمي استوګنې اجازه
کولای شم په جرمني کې د دايمي استوګنې اجازه ترلاسه کړم؟

د دايمي استوګنې اجازه (Niederlassungserlaubnis) يا (unbefristete Aufenthaltserlaubnis) په جرمني کې د نامحدودې مودې لپاره د ژوند کولو اجازه ده. د استوګنې د اجازې د نورو ډولونو پر خلاف، دا اجازه د تل لپاره معتبره ده او نوي کولو ته اړتيا نه لري. د دې اجازې په وسيله کولای شئ په جرمني کې له محدوديت پرته کار وکړئ.
د دايمي استوګنې د اجازې ترلاسه کولو لپاره بايد لاندې شرطونه پوره کړئ:
- له لږ تر لږه ۵ کالونو راهیسې په جرمني کې د ژوند کولو اجازه لرئ.
- د خپل ځان او کورنۍ د ژوند لګښتونه خپله برابرولای شئ. په بله وينا، له جابسنټر يا سوسيال څخه مرسته نه ترلاسه کوئ.
- له دريو کالوو وروسته د جرمني ژبې د C1 سند درلودل؛ که له پينځو کالونو وروسته د اوسېدو د مودې د تمديد غوښتنه کوئ؛ A2 سند بسنه کوي.
- د لږ تر لږه ۶۰ مياشتو لپاره مو د تقاعد د بيمې ونډه ورکړې وي. د دې ونډې اندازه مهمه نه ده. د تقاعد د بيمې په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي (په جرمني کې د تقاعد بيمه) کې ولولئ.
- د ځان او کورنۍ د غړو لپاره د اوسېدو د کافي ځای درلودل بل شرط دی. د کور د مساحت اندازه هم په هر ايالت کې توپير کوي. د ډېرو مالوماتو لپاره د خپلې سيمې اوسلنډربېهورده ادارې يا يوه مشورتي مرکز ته ورشئ.
- د کار اجازه لرئ.
- په برياليتوب د بلدتيا (Orientierungskurs) کورس بشپړول هم له دې شرطونو يو دی. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (انټګراڅيون کورسونه) کې لوستلای شئ.
- بايد کومه جرمي سابقه ونه لرئ. د وړو جرمونو لپاره د ۹۰ ورځو د عايد په اندازه جريمه او تر درېيو مياشتو ځنډول شوې جزاوې ستاسې حالت نه اغېزمنوي.
البته د ځينو کسانو لپاره ښايي د دايمي استوګنې اجازې ترلاسه کول اسانه وي.
د چا لپاره د دايمي استوګنې اجازې ترلاسه کول اسانه دي؟
نور په څه بايد وپوهېږم؟
مهم
ماشومان کولای شي له ۱۶ کلنۍ وروسته د دايمي استوګنې اجازه ترلاسه کړي. غوښتنليک بايد د مور، پلار او يا کوم سرپرست له لوري وړاندې کړل شي.