اوسبیلډونګ‌زډولډونګ

اوسمهالیز 06.09.2023

څنګه کولای شو له رد وروسته هم په جرمني کې پاته شو؟

ډېر پناغوښتونکي فکر کوي چې که کار وکړي؛ د مثبت ځواب ترلاسه کولو چانس به يې ډېر شي. خو په اصل کې دا خبره ناسمه ده. د پناغوښتنې په پروسه کې يوازې دا مهمه ده چې تاسې په وطن کې له څه ډول حالت سره مخ وئ. دا چې په جرمني کې کار کوئ او يا مو ښه جرمني ژبه زده ده؛ د مهاجرت او کډوالۍ فدرالي ادارې (BAMF) ته مهمه نه ده. البته د جرمني ژبې ښه زده‌کړه کولای شي له تاسې سره د پناغوښتنې له پروسې پرته په نور ژوند کې مرسته وکړي. هغه کسان چې د پنا غوښتنه يې رديږي او يا ډولډونګ لري؛ ښايي د اوسبیلډونګ‌ډولډونګ (Ausbildungsduldung) په نوم سند ترلاسه کړي. دا ډول ډولډونګ هغه چا ته ورکول کيږي چې اوسبیلډونګ پیل کړي او يا يې له مخکې پیل کړی وي. له دې ډولډونګ سره کولای شئ د اوسبیلډونګ تر بشپړېدو پورې په جرمني کې پاته شئ. که په برياليتوب د د اوسبیلډونګ له پای ته رسولو وروسته کار ومومئ؛ تاسې ته به د دوو نورو کالونو لپاره په جرمني کې د استوګنې اجازه درکړل شي (۲+۳ قانون).

 دې خبرې ته په کتو غوره ده چې جرمني ته له رارسېدو سملاسي وروسته د جرمني ژبې په زده‌کړه تمرکز وکړئ او اوسبیلډونګ پیل کړئ. په دې ډول که وروسته مو د پنا غوښتنه رد شي؛ کولای شئ د اوسبیلډونګ‌ډولډونګ ترلاسه کولو غوښتنه وکړئ. که د پنا غوښتنه مو پخوا رد شوي وي او اوس ډولډونګ ولرئ؛ ښايي د اوسبیلډونګ پیلولو ګټور درته تمام شي.

په څه بايد ځان وپوهوم؟

اوسبیلډونګ ډولډونګ څه ته وايي؟

اوسبیډونګ‌ډولډونګ (Ausbildungsduldung) د استوګنې قانون (§60c AufenthG) له مخې ورکول کيږي. دا د ډولډونګ يو ځانګړی ډول دی چې د لږ تر لږه دوه‌کلن اوسبیډونګ له ترسره کولو سره ورکول کيږي. د دې سند درلودونکي له ډيپورټه معاف دي.

د اوسبيلډونګ پيلولو لپاره د اوسبیلډونګ ډولډونګ درلودل اړين نه دي، بلکې خبره سرچپه ده. په دې مانا چې که څوک اوسبيلډونګ ترسره کوي او يا يې تازه پیل کړی وي، کولای شي د ځينو نورو شرطونو په پوره کولو سره اوسبیلډونګ ډولډونګ ترلاسه کړي.

آيا زه اوسبیلډونګ‌ډولډونګ ترلاسه کولای شم؟

رد شوي کسان د لاندې شرطونو په پوره کولو سره د اوسبیلډونګ ډوډونګ غوښتنه کولای شي:

-        لږ تر لږه له درې مياشتو راهيسې د استوګنې قانون د ۶۰ الف مادې له مخې ډولډونګ ولري او يا يې د خپلې پنا غوښتنې د پروسې پر مهال اوسبيلډونګ پيل کړی وي او غواړي  د پناغوښتنې له ردېدلو وروسته هم هغه ته ادامه ورکړي. هغه کسان چې لنډمهالی اوسوايس يا (Aufenthaltsgestattung) لري؛  اوسبیلډونګ‌ډولډونګ نه شي ترلاسه کولای. البته کولای شئ خپل اوسبیلډونګ مخکې له مخې پيل کړئ.-        د اوسبیلډونګ لپاره يو ځای ومومي. دا کسان کولای شي د ښوونځيو يا کاري اوسبیلډونګ پیل کړي. البته دا اوسبیلډونګ بايد حرفوي او مسلکي وي او لږ تر لږه دوه کاله دوام وکړي.

 

-        د هويت ثابتولو لپاره د پاسپورت، تذکرې، لايسنس يا نورو په شان يو معتبر سند ولري. يا هم داسې سند وړاندې کړای شي چې وښيي له خپل هېواده يا سفارتونو اړوند سند نه شي ترلاسه کولای.

-        د کار اجازه ولري او يا وکړای شي د کار د اجازې غوښتنه وکړي. د کار د اجازې په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د کار اجازه) کې لوستلای شئ.

هغه کسان چې په لاندې يادو شوو حالتونو کې وي؛ نه شي کولای د اوسېدو دا ډول اجازه ترلاسه کړي:

-        د بهرنيانو چارو ادارې يې له مخکې ډيپورټ پلان کړی وي. هغه کسان چې د ډيپورټ نېټه يې مالومه وي؛ له خپل هېواد څخه يې د دوی لپاره د غيابي پاسپورت غوښتنه کيږي. همدا شان هغه کسان چې د دوبلين له مقرراتو لاندې راغلي وي؛ نه شي کولای د دې ډولډونګ غوښتنه وکړي.

-        په جرمني کې يې جرم ترسره کړی وي. البته د بې‌ټکټه سفر په شان واړه جرمونه نه حسابيږي خو د سترو جرمونو ترسره کوونکي د اوسبیلډونګ‌ډولډنګ غوښتنه نه شي کولای.

-        هغه کسان چې په جرمني کې د استوګنې لنډمهالی سند يا (Aufenthaltsgestattung) لري؛ نه شي کولای د اوسبیلډونګ‌ډولډونګ غوښتنه وکړي.

که ټول شرطونه مو پوره کړي وي‌ او د رد دوه شرطونه هم له تاسې سره اړه ونه لري، کولای شئ د اوسبيلډونګ د ټولې دورې لپاره د اوسبیلډونګ ډولډونګ غوښتنه وکړئ. که غوښتنه مو د اوسلنډربېهورده له لوري رد شي، کولای شئ اعتراض وکړئ او په دې اړه له يوه مشورتي‌ مرکز يا وکيل سره خبرې وکړئ.

يادونه: هغه کسان چې له خوندي يا امن هېوادونو راغلي دي‌ او لا بمف يې لا هم د پنا غوښتنې په اړه پرېکړه نه ده کړې او کولای شي اوسبيلډونګ پيلولای شي، غوره ده چې د خپلې پنا غوښتنه بېرته واخلي او بيا له ډولډونګ سره اوسبيلډونګ ډولډونګ ترلاسه کړي. دا ځکه چې د امن هېوادونو رد شوي کسان له در وروسته بيا د اوسبيلډونګ ترسره کولو اجازه نه لري او دلته پاته کېدل ورته سختيږي. په دې اړه له يوه وکيل يا مشورتي مرکز سره هم خبرې کولای شئ.

تر څه وخته بايد خپل هويت ثابت کړم؟

هغه کسان چې د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ مياشتې له لومړۍ نېټې بيا د ۲۰۲۰ کال د جنوري مياشتې تر لومړۍ نېټې پورې جرمني ته راغلي وي او غواړي چې اوس يا وروسته اوسبیلډونګ ډولډونګ ترلاسه کړي، بايد د ۲۰۲۰ کال د جون مياشتې تر پايه پورې خپل هويت روښانه کړي. دا مهلت هغه وخت په پام کې نيول کيږي چې اړوند کس د هويت روښانولو لپاره ټول اړين کارونه ترسره کړې وي، که پاسپورت بيا وروسته واخلي او يا يې هويت وروسته هم روښانه شي، پروا نه لري.

هغه کسان چې د ۲۰۲۰ کال له جنورۍ مياشتې وروسته جرمني ته راغلي وي، بايد د ۶ مياشتو په موده کې خپل هويت ثابت کړي.

هغه کسان چې د ۲۰۱۶ کال د دسمبر مياشتې له یودېرشمې نېټې وړاندې جرمني ته راغلي وي بايد د اوسبیلډونګ غوښتلو پر مهال خپل هويت روښانه کړي.

که څوک د خپل هويت روښانولو لپاره ټوله هڅه وکړي خو بريالي نه شي، بيا هم کولای شي اوسبيلډونګ ډولډونګ ترلاسه کړي. البته په دې اړه اړونده اوسلنډربېهورده اداره پرېکړه کوي او څوک يې د يوه حق په توګه غوښتنه نه شي کولای.

مهم: د هويت مالومولو د هڅو په لړ کې د تذکرې يا پاسپورت ترلاسه کولو په شان د خپلو هڅو ثبوتونه وساتئ. د بېلګې په توګه هر ځل چې سفارت ته ځئ، برېښناليک ورته لېږئ، وخت اخلئ او يا نور سندونه ترلاسه کوئ؛ ټول له ځان سره وساتئ. همدا شان کولای شئ ويډيوګانې او عکسونه واخلئ. که له ډيپورټ کېدلو وېرېږئ، کولای شئ په خپل شاوخوا کې يوه مشورتي مرکز ته ورشئ. پر (proasyl.de) او (rechtberaterkonferenz.de) وېبسایټونو يو مشورتي مرکز موندلای شئ.

مسلکي کاري اوسبیلډونګ (qualifizierte Berufsausbildung) څه ته وايي؟

مسلکي اوسبیلډونګ هغه اوسبیلډونګ ته وايي چې اړونده دنده يې په رسميت پېژندل شوې وي او لږ تر لږه دوه کاله دوام وکړي. د دې ډول اوسبیلډونګونو د دندو لست پر (bibb.de) وېبسایټ موندلای شئ. د دندو ل‍پاره د تياري کورسونه او نور ورته روزنيز پروګرامونه په اوسبیلډونګ کې نه حسابيږي. په داسې حالت کې اړوند کسان کولای شي د استوګنې قانون د ۶۰ الف مادې د درېيمې مادې له مخې د (Ermessensduldung) غوښتنه وکړي. په دې ډول دوی وروسته کولای شي يو مسلکي اوسبیلډونګ پیل کړي. په ياد مو وي چې يوازې له مسلکي اوسبیلډونګ سره د (۲+۳) له قانونه ګټه اخستلای شئ.

يادونه: اوس کولای شئ د ځانګړو يوکلنو مرستندويو اوسبیلډونګونو (Assistenz- und Helferausbildungen) لپاره هم اوسبیلډونګ ډولډونګ ترلاسه کړئ. د دې کار لپاره بايد لاندې شرطونه پوره کړئ:

-        له دې يوه‌کلن اوسبیلډونګ وروسته يوه مسلکي دوه کلن اوسبیلډونګ ته د شاملېدو تعهد لرئ.

-        دا اوسبیلډونګ په هغه برخه کې وي چې په جرمني کې ورته ډېره اړتيا ده. د بېلګې په ډول د پرستارۍ په برخه کې مسلکي روزنه.

د اوسبیلډونګ ځای چېرته موندلای شم؟

په دې اړه زموږ نور څپرکي (کاري اوسبیلډونګ) او (د ښوونځيو اوسبیلډونګ) لوستلای شئ. د اوسبیلډونګ د لټون په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (څوک زما سره د اوسبیلډونګ په موندلو کې مرسته کوي؟) موندلای شئ.

د اوسبیلډونګ ډولډونګ ترلاسه کول څومره وخت نيسي؟

تاسې کولای شئ د اوسبيلډونګ له پيل ۷ مياشتې وړاندې د اوسبیلډونګ‌ډولډونګ غوښتنه وکړئ. په دې ډول د اوسبیلډونګ له پیل ۶ مياشتې وړاندې اوسبیلډونګ‌ډولډونګ ترلاسه کولای شئ. له اوسبیلډونګ‌ډولډونګ سره تاسې له ډيپورټه ژغورل کېږئ.

که د اوسبیلډونګ د پیل نېټه له اوو مياشتو زيآته شي؛ کولای شئ د بهرنيانو چارو له ادارې څخه د دې مودې لپاره د (Ermessensduldung) په نوم د يو بل ډول ډولډونګ غوښتنه وکړئ. له دې ډولډونګ سره کولای شئ د اوسبیلډونګ‌‌ډولډونګ تر ترلاسه کولو پورې پاته شئ.

چېرته او څنګه د اوسبیلډونګ ډولډونګ غوښتنه کولای شم؟

تورينګن د مهاجرو شورا پر وېبسایټ د دې غوښتنليک يوه بېلګه موندلای شئ. د دې کار لپاره رسمي عريضې ته اړتيا نشته. البته کولای شئ د همدې موخې لپاره يو ټاکل شوی فورم وکاروئ. د دې تر څنګ بايد لاندې سندونه هم له ځان سره ولرئ:

-        د دوه‌ګوني اوسبیلډونګ لپاره: د خپل اوسبیلډونګ اصلي قرارداد او د هغه کاپي او همدا شان د کار له ادارې څخه د اوسبیلډونګ د ثبت تاييدليک.

-        د ښوونيز اوسبيلدونګ لپاره: له ښوونځي څخه د اوسبیلډونګ ترسره کولو سند.

 

که زه اوسبیلډونګ پرېږدم؛ څه پېښيږي؟

که څوک اوسبیلډوګ په نيمايي کې پرېږدي؛ بايد د يوې اونۍ په دوران کې د بهرنيانو چارو ادارې ته خبر ورکړي. که دا کار ونه کړي؛ ښايي جريمه شي او يا له نورو ستونزو سره مخ شي. له خبرتيا وروسته د بهرنيانو چارو اداره تاسې ته د شپږو مياشتو لپاره ډولډونګ درکړل شي. که په دې موده کې بيا کوم اوسبیلډونګ ومومئ؛ کولای شئ بيا د اوسبیلدونګ ډولدونګ غوښتنه وکړئ. له دې پرته به مو ډولډونګ ختم شي او ښايي د ډيپورټ له ګواښ سره مخ شئ.

که په اوسبیلډونګ کې ناکام شم څه کيږي؟

که چېرې څوک د اوسبیلدونګ په وروستۍ ازموينه کې پاتيالي (ناکام) شي؛ کولای شي بيا ځلې دا ازموينه ورکړي. په دې حالت کې به ستاسې د اوسبيلډونګ موده هم تر بلې ازموينې وغزيږي. په دې حالت کې هم بايد اوسلنډبېهورده ته خبر ورکړئ څو ستاسې د اوسبیلډونګ ډولډونګ موده هم وغزول شي.

له اوسبیلډونګ وروسته څه کيږي؟

هغه کسان چې خپل اوسبیلډونګ په بريالۍ توګه پای ته ورسوي؛ کولای شي د استوګنې د دوه‌کلنې اجازې غوښتنه وکړي. البته مخکې بايد لاندې شرطونه پوره کړي:

-       په هماغه څانګه کې کار ومومي په کومه کې يې چې اوسبیلډونګ ترسره کړی دی.

-       له دولت څخه مالي مرسته ترلاسه نه کړي.

-       لږ تر لږه د جرمني ژبې په B1 کچه خبرې وکړای شي.

-       له کمپ د باندې په خپل يا کرايي کور يا اپارتمان کې ژوند وکړي.

که څوک له اوسبیلډونګ سملاسي وروسته دنده پيدا نه کړي؛ د شپږو مياشتو لپاره به ډولډونګ ورکړل شي. په دې موده کې بايد د کار لټون وکړي. د دندې له موندلو وروسته کولای شي د کاري قرارداد، د کور د کرايې قراردداد او د جرمني ژبې د سند له وړاندې کولو سره د بهرنيانو چارو له ادارې (اوسلنډربېهورده) څخه د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړي. که څوک کار ته دوام ورکړي؛ د استوګنې اجازه به يې له دوو کالو وروسته بيا وغزول شي.

که د چا د اوسبیلډونګ‌ډولډونګ غوښتنه رد شي؛ څه پېښيږي؟

که د اوسبیلډونګ‌‌ډولډنګ ترلاسه کولو لپاره د چا غوښتنه رد شي؛ د بهرنيانو چارو اداره به يو پرېکړه‌ليک وروليږي. د دې پرېکړې پر وړاندې په محکمه کې اعتراض کولای شئ. د دې اعتراض وړاندې کولو پر مهال بايد د بېړني تعليق د اغېز (Eilantrag auf aufschiebende Wirkung) غوښتنه هم وړاندې کړئ. که دا اعتراض ومنل شي؛ کولای شئ په جرمني کې پاته شئ. البته غوره ده چې پر دې مهال له يوه مشورتي مرکز يا وکيل څخه مرسته وغواړئ.

له اوسبیلډونګ‌ډولډونګ سره له جرمني بهر د سفر اجازه شته؟

نه. د ډولډونګ يا اوسبیلډونګ ډولډونګ لرونکي کسان بهر ته د سفر اجازه نه لري. دا اجازه بيا د استوګنې د اجازې له ترلاسه کولو وروسته ترلاسه کولای شي.

آيا زما د کورنۍ غړي هم دا ډول سند ترلاسه کولای شي؟

هغه کسان چې اوسبیلډونګ ډولډونګ ترلاسه کوي؛ د بچيانو، مېرمنې/مېړه يا د لږ عمر لرونکو کډوالو لپاره د هغوی ميندې او پلرونه يا وړې خويندې او واړه ورونه هم کولای شي د (Ermessensduldung) په نوم د يوه ځانګړي ډولډونګ غوښتنه وکړي. البته په ځينو ايالتونو کې دا غوښتنه رديږي. ښه به وي چې په دې اړه له يوه مشورتي مرکز يا وکيل سره اړيکه ونیسئ.

ما د اوسبیلډونګ‌ډولډونګ ترلاسه کولو شرطونه نه دي پوره کړي؛ څه بايد وکړم؟

که مو د پنا غوښتنه رد شوې وي او اوسبیلډونګ‌ډولډونګ مو هم نه وي ترلاسه کړی؛ لا هم په جرمني کې د پاته کېدو چانس لرئ. په دې اړه زيات مالومات زموږ په بل څپرکي (په جرمني کې د پناغوښتنې ردېدل) کې لوستلای شئ.

آيا د کار له لارې هم ډولډونګ ترلاسه کولای شم؟
له کومه ځايه مرسته او مشوره ترلاسه کولای شم؟

که د اوسبیلډونګ ډولډونګ په اړه پوښتنې لرئ او يا مشورې ته اړتيا لرئ؛ کولای شئ په خپل شاوخوا کې يوه نږدې مشورتي مرکز ته ورشئ. د (Pro Asyl) پر وېبسایټ او همدا شان د (Flüchtlingsrats) پر وېبسایټونو د خپلې سيمې اړوند نږدې مشورتي مرکزونه موندلای شئ. همدا شان د ځوانو مهاجرو د خدمتونو او د کډوالو د مشورتي ادارو له لارې هم مرسته ترلاسه کولای شئ.

زموږ د سيمه‌ييزو مالوماتو پر پاڼه د پلټونکي ماشين په مرسته په خپله سيمه کې وکيلان او مشورتي مرکزونه موندلای شئ. هلته د خپل ښار نوم او د (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) په شان کلمې وليکئ او پلټنه وکړئ.

مهم

له اوسبیلډونګ‌ډولډونګ سره کولای شئ د خپلو زده‌کړو تر پايه په جرمني کې پاته شئ. که له فراغت وروسته په خپل مسلک کې دنده ومومئ؛ کولای شئ د دوو نورو کالو لپاره د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: