د حرفوي زده‌کړو لپاره د استوګنې اجازه (§16g AufenthG)

Jemand arbeitet an einer Leiterplatte.
اوسمهالیز 11.06.2024

د استوګنې قانون د (§ 16g AufenthG) مادې  سره سم د حرفوي زده‌کړو لپاره د استوګنې اجازه (Aufenthaltserlaubnis zur Berufsausbildung) د ۲۰۲۴ کال د مارچ له پيل څخه د هغو کسانو لپاره چې بايد له جرمني ووځي، د اوسبيلډونګزډولډونګ بديل دی. دا دواړه ټاکنې د اوسبيلډونګ يا حرفوي زده‌کړو لپاره په جرمني کې ستاسې پاتې کیدل تضمینوي. البته اوسبيلډونګزډولډونګ لا هم ورکول کيږي. د حرفوي زده‌کړو لپاره د استوګنې اجازه څو ګټې لري. دلته د دې اجازې د ترلاسه کولو په اړه بشپړ مالومات ولولئ.

په څه بايد ځان وپوهوم؟

د حرفوي زده‌کړو لپاره د استوګنې اجازه څه ده؟

د حرفوي زده‌کړو لپاره د استوګنې اجازه د هغو کسانو لپاره د استوګنې يا پاته کېدو یو غوراوی دی، چې د پناغوښتنې پروسې په جریان کې یې مسلکي زده‌کړې پیل کړې وي او غواړي چې دا زده‌کړې د پناغوښتنې د پروسې له ردیدو وروسته هم دوام وکړي یا د هغو کسانو لپاره چې ډولډونګ لري. تاسې کولی شئ تر ځانګړو شرایطو لاندې مسلکي زده‌کړې پیل کړئ. البته اوسبيلډونګ باید د دولت لخوا منل شوي مسلکي سند ترلاسه کولو ته لاره هواره کړي. د حرفوي زده‌کړو لپاره د استوګنې اجازه یوه داسې غوښتنه ده چې که تاسې ټول شرایط پوره کړئ، نو د بهرنیانو چارو يا اوسلنډربېهورده ادارې باید دا اجازه درکړي.

يادونه: اوسبيلډونګزډولډونګ لا هم ورکول کيږي. که تاسې د حرفوي زده‌کړو لپاره د استوګنې اجازه یا اوسبيلډونګزډولډونګ ترلاسه کوئ، په دې پورې اړه لري چې تاسې د روزنې پر مهال د خپل ژوند لګښتونه څه ډول پوره کوئ. نور مالومات د اوسبيلډونګزډولډونګ په څپرکي کې هم موندلی شئ.

 

  • د اوسبیلډونګزډولډونګ پر خلاف، د حرفوي يا مسلکي زده‌کړو د استوګنې اجازه لرونکي اجازه لري چې بهر ته سفر وکړي.

 يادونه: تاسې باید د پاسپورت درلودلو او ویزې مقررات مراعات کړئ. سربېره پر دې، د اروپايي ټولنې په بل هېواد کې پرته له اجازې کار کول منع دي.

  • د مسلکي زده‌کړو د استوګنې اجازه د استوګنې په ځای کې د پاته کېدو د مکلفيت شرط د لرې کولو پروسه اسانه کوي.

يادونه: په ګډو استوګنځایونو کې مېشت کسان کولی شي د مسلکي زده‌کړو د استوګنې اجازې سره يوه کور ته کډه وکړي، خو د ډولډونګ لرونکي باید همالته پاتې شي. د بهرنیانو ادارې يا اوسلنډربېهورده ډولډونګ لرونکو ته ‍ډېر کم د کډه کولو اجازه ورکوي.

  • د استوګنې د اجازې موده به د دايمي استوګنې لپاره د ۵ کالونو په شرط کې حساب شي.
  • تاسې د مسلکي زده‌کړو ترڅنګ، په اونۍ کۍ د ۲۰ ساعتونو خپلواک کار کولو اجازه ترلاسه کوئ.
  • ښايي دا اجازه د استوګنې د اجازې نورو ډولونو ته بدله کړئ.
ایا زه د حرفوي زده‌کړو لپاره د استوګنې اجازه ترلاسه کولی شم؟

د لاندې شرطونو په پوره کولو سره د استوګنې دا ډول اجازه ترلاسه کولی شئ:

  • لږ تر لږه درې میاشتې د استوګنې قانون د ۶۰ الف مادې له مخې ډولډونګ لرئ.
  • یا د پناه غوښتونکی یاست او ستاسې د پناه غوښتنه د هغه وخت په جریان کې رد شوې وي چې تاسې مسلکي زده‌کړې يا اوسبيلډونګ ترسره کوئ.

که پر دې د پاسه؛

  • د دولت له لوري په يوه رسمي منل کېدونکې يا ورته برخه کې مو مسلکي زده‌کړې يا کاري اوسبيلدونګ پیل کړې وي.

يا

  • د دولت له لوري په يوه رسمي منل کېدونکې يا ورته برخه کې مو د مرستيال په توګه مسلکي زده‌کړې يا کاري اوسبيلدونګ پیل کړې وي او بيا وروسته کاري اوسبيلډونګ پيلوئ.

 

يادونه: د کار فدرالي اداره باید تایید کړي چې زده‌کړه ضروري ده (دا کار هغه وخت کیږي کله چې کمښت وي، لکه د یوه مسلک لپاره کافي کاري ځواک نه وي). سربېره پر دې، ستاسې د زده‌کړې ځای باید تایید کړي چې تاسې هلته خپله زده‌کړه ترسره کوئ.

 

د ژوند د لګښتونو پوره کولو لپاره لاندې ټکي مهم دي:

  • که  د SGB III له مخې د مسلکي زده کړې مرستې (Berufsausbildungsbeihilfe) ترلاسه کوئ، نو تاسې ته د استوګنې اجازه درکول کیږي. که څه هم د ژوند د لګښت پوره کولو لپاره نورې مرستې ته اړتيا ولرئ.
  • که  د SGB III له مخې د مسلکي زده کړې مرستې نه ترلاسه کولئ، نو باید هره میاشت یو ټاکلی خالص عاید ثابت کړئ:
    • که له خپلو والدینو سره نه اوسیږئ: تاسې باید هره میاشت ۶۳۲ یورو خالص عاید ولرئ. که لا د مخه د اوسبیلډونګ په زده کړه بوخت یاست او یو منځني ښوونځی (Aufbauschule) ته ځئ، نو دا اندازه ۷۳۶ یورو ده.
    • که لا هم د خپلو والدینو سره (یا په داسې کور کې چې ستاسو په والدینو پورې اړه لري) اوسیږئ: بیا ۲۶۲ یورو عاید کافي دی. که لا د مخه د اوسبیلډونګ په زده کړه بوخت یاست او یو منځني ښوونځی (Aufbauschule) ته ځئ، نو دا اندازه ۴۷۴ یورو ده.

يادونه: د مسلکي زده‌کړې لپاره د استوګنې اجازې په اړه تر اوسه پورې د ژبې اړتیاوو په اړه کره معلومات نشته. په عمومي ډول، د یوې مسلکي زده‌کړې له مخې د استوګنې اجازې ترلاسه کولو لپاره (د §16a AufenthG له مخې) تاسو ته د B1  په کچه د ژبې زده‌کړې سند ته اړتیا لرئ. د يوه په بدیل توګه، د زده‌کړې بنسټ کولی شي تأیید کړي چې ستاسو د ژبې کچه کافي ده. دا هم کیدی شي چې د زده‌کړې اړوند بنسټ په خپله د زده‌کړې په جریان کې د ژبې زده کړې لپاره ستاسې ملاتړ وکړي. په غیر اوسبيلډونګونو کې هم په ځانګړو حالتونو کې د A2 کچه کافي بلل کيږي (16 a Abs. 3 AufenthG).

په کومو حالاتو کې د استوګنې دا ډول اجازه نه شم ترلاسه کولی؟

 په ځینو ځانګړو حالاتو کې کیدای شي تاسې ته د استوګنې اجازه درنه کړل شي. د بېلګې په توګه، که:

  • د استوګنې اجازې په اړه د ناوړه ګټې اخیستنې څرګندې قضیې موجودې وي،
  • تاسې له یو خوندي اصلي هیواد څخه راغلي یاست او ستاسو د پناغوښتنې غوښتنلیک، چې د ۲۰۱۵ کال د اګست له ۳۱مې نېټې وروسته وړاندې شوی و، رد شوی یا بیرته اخیستل شوی وي،
  • کله چې تاسې خپل غوښتنلیک وسپارئ، درې میاشتنی ډولډونګ نه لرئ،
  • ستاسو هويت روښانه نه وي،
  • د ايستلو حکم موجود وي، یا د ډيپورټ امر شوی وي،
  • یا که د پاتې کیدو د پای ته رسولو لپاره ځانګړي اقدامات لا دمخه تنظیم شوي وي. دې کې لاندې ټکي شاملېدای شي:

الف: د سفر وړتیا معلومولو لپاره طبي معاینه تنظیم شوې وي، 

ب: تاسې د دولتي مرستو په کارولو سره، د رضاکارانه وتلو لپاره یو غوښتنلیک وړاندې کړی وي، 

ج: د ډيپورټ لپاره د ټرانسپورټ‍ي وسایلو بوک کول پیل شوي وي.

تر کومې مودې پورې باید زما هويت روښانه شوی وي؟

د هويت د روښانه کولو لپاره لاندې قواعد او نیټې معتبرې دي:

  • که تاسې د ۲۰۱۶ کال د دسمبر مياشتې له ۳۱مې نېټې څخه مخکې راغلي یاست، نو ستاسو هويت باید د غوښتنلیک سپارلو تر وخت پورې روښانه شوی وي.

یا

  • که تاسې د ۲۰۱۷ کال د جنوري د لومړۍ او د ۲۰۲۰ کال د جنوري د دوهمې نېټې ترمنځ راغلي یاست، نو باید ستاسې  هويت د غوښتنلیک سپارلو تر وخت پورې (تر ټولو وروستۍ نیټه د ۲۰۲۰کال د جون ۳۰) روښانه شوی وي.

یا

  • که تاسې د ۲۰۱۹ کال د دسمبر مياشتې له ۳۱مې نېټې وروسته راغلي یاست، نو باید ستاسو هويت بايد د راتګ د لومړیو شپږو میاشتو د ننه روښانه شوی وي.

مهم: د دې مهلتونو په ترڅ کې تاسې باید ثابته کړئ چې تاسې خپلې ټولې ممکنې او معقولې هڅې کړې دي، څو خپل هويت روښانه کړئ.

رسمي حرفوي يا مسلکي زده‌کړه څه ته وايي؟

مسلکي زده‌کړه هغه زده‌کړه ده چې د دولت له خوا منل شوې وي یا د ورته رسمي قواعدو لاندې ترسره کېږي او لږ تر لږه دوه کاله دوام لري. د ټولو مسلکي زده‌کړو اړوند مسلکونو لیست پر bibb.de وېبسایټ موندلی شئ.

پاملرنه: تاسې کولی شئ په یوه دولتي منل شوې یا تر ورته رسمي قاعدې لاندې برخو کې د مرستيال مسلکي زده‌کړه (Assistenz- oder Helfer*innenausbildung)  پيل او وروسته مسلکي زده‌کړې پیل کړئ.

د مسلکي زده‌کړې ځای څنګه پیدا کولی شم؟

په دې اړه نور څپرکي "دوه‌ګوني اوسبيلډونګ" او "ښوونیز اوسبيلډونګ" ولولئ. د مسلکي زده‌کړې د موندلو د ملاتړ په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي "څوک د اوسبيلډونګ په لټون کې زما سره مرسته کوي؟" کې پیدا کولی شئ.

د مسلکي زده‌کړې لپاره د استوګنې اجازه څومره ژر ترلاسه کولی شم؟

تاسې کولی شئ د مسلکي زده‌کړې له پیل څخه تر اوو میاشتو مخکې پورې د استوګنې اجازې غوښتنلیک وړاندې کړئ. د استوګنې اجازه تر شپږو میاشتو مخکې ورکول کېدی شي.

پاملرنه: تاسې باید د غوښتنلیک وړاندې کولو څخه مخکې د مسلکي زده‌کړې قرارداد ترلاسه کړئ. که له یوه دولتي یا بل منل شوي تعلیمي بنسټ څخه د قرارداد موافقه ترلاسه کړئ، هم کافي ده.

ځینې وختونه د مسلکي زده‌کړې قرارداد باید په اړونده اداره کې، د مسلکي زده‌کړې د اړیکو په لیست کې ثبت شي. دا هم کافي ده چې ثبتولو غوښتنلیک وړاندې شوی وي.

د مسلکي زده‌کړې لپاره د استوګنې اجازه د څومره وخت لپاره معتبره ده؟

د استوګنې اجازه تر هغه وخت پورې اعتبار لري چې په قرارداد کې د مسلکي زده‌کړې وخت ټاکل شوی وي.

که ما مسلکي زده‌کړه مخکې له وخت څخه پای ته ورسوله یا پرېښوده، څه پېښېږي؟

که تاسې مسلکي زده‌کړه مخکې له وخت څخه پای ته ورسوله یا پرېښوده، باید د مسلکي زده‌کړې ځای په دوو اونیو کې اړوند بهرنیانو ادارې ته په لیکلي یا برېښنايي بڼه خبر ورکړي. په خبرتیا کې د پای لامل، د مسلکي زده‌کړې پیل وخت، ستاسو بشپړ نوم او تابعیت شامل وي.

که د مسلکي زده‌کړې اړیکه مخکې له ټاکل شوي وخت څخه پای ته ورسېږي یا پرېښودل شي، د استوګنې اجازه د شپږو میاشتو لپاره یو ځل غځول کېدی شي، ترڅو تاسو د مسلکي زده‌کړې بل ځای پیدا کړئ. په دې شپږو میاشتو کې تاسې اړتیا نه لرئ چې د ژوند لګښتونو د پوره کولو ثبوت وړاندې کړئ (د § 16 g Abs. 10 S. 3 AufenthG).

د مسلکي زده‌کړې له پای ته رسولو وروسته څه پېښېږي؟

که  مسلکي زده‌کړه پای ته ورسوئ، ممکن ستاسې د زده‌کړې ځای تاسې استخدام کړي. بیا کولی شئ په هماغه ځای کې کار وکړئ، چیرې چې مو زده‌کړه ترسره کړې ده. که داسې نه وي (ځکه چې هلته  خالي ځای نه وي)، باید بل کار پیدا کړئ. په دې حالت کې به ستاسې د استوګنې اجازه د کار موندلو لپاره شپږ مياشتې غځول کېږي. له دې زيات نور غځول ممکن نه دي.

ایا زه ممکن د استوګنې اجازه له لاسه ورکړم؟

 که ستاسو د کار اړیکه پای ته ورسېږي او تاسو پکې مسؤل یاست، د بهرنیانو اداره يا اوسلنډربېهورده ستاسې د استوګنې اجازه بېرته اخیستی يا لغوه کولی شي. په داسې حالتونو کې ژر تر ژره  یوه مشورتي مرکز ته مراجعه وکړئ. که د مشورتي مرکز موندلو لپاره مرستې ته اړتیا لرئ، پر "Together in Germany" زموږ د ټولنې له مدیرانو سره په اړیکه ونیسئ.

چیرته او څنګه د مسلکي زده‌کړې لپاره د استوګنې اجازه غوښتنه وکړم؟

تاسو کولی شئ د مسلکي زده‌کړې لپاره د استوګنې اجازې غوښتنه په خپله له اړونده بهرنیانو ادارې يا اوسلنډربیهورده څخه وکړئ. د دې کار لپاره ترمين يا وخت واخلئ او خپل اسناد، چې پورته شرایط ثابتوي، او یوه ډکه شوی فورمه له ځان سره ولرئ. د نورو معلوماتو لپاره له خپلې اړونده بهرنیانو ادارې یا یو مشورتي مرکز سره اړیکه ونیسئ. که د مشورتي مرکز موندلو لپاره مرستې ته اړتیا لرئ، پر "Together in Germany" زموږ د ټولنې له مدیرانو سره په اړیکه ونیسئ.

زما غوښتنلیک رد شو؛ څه کولی شم؟

په دې حالت کې تاسې کولی شئ د مسلکي زده‌کړې لپاره د ډولډونګ (Ausbildungsduldung) غوښتنه وکړئ. دا کار کولی شي ستاسې سره مرسته وکړي، څو د زده‌کړې له پای ته رسولو وروسته د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ.  نور مالومات د اوسبيلډونګزډولډونګ په څپرکي کې موندلی شئ.

ایا زه کولی شم د مسلکي زده‌کړې استوګنې له اجازې سره بهر ته سفر وکړم؟

د اوسبیلډونګزډولډونګ پر خلاف، د حرفوي يا مسلکي زده‌کړو د استوګنې اجازه لرونکي اجازه لري چې بهر ته سفر وکړي. تاسې باید د پاسپورت درلودلو او ویزې مقررات مراعات کړئ. سربېره پر دې، د اروپايي ټولنې په بل هېواد کې پرته له اجازې کار کول منع دي.

ایا زه د مسلکي زده‌کړې ترڅنګ بل کار کولی شم؟

هو. تاسو کولی شئ په اونۍ کې تر شل ساعتونو پورې یو بل داسې کار هم ترسره کړئ چې ستاسو له مسلکي زده‌کړې څخه بېل وي.

زه اوسبيلډونګزډولډونګ لرم او اوس غواړم د نوي مسلکي زده‌کړې استوګنې اجازه ترلاسه کړم؛ څه باید وکړم؟

که اوس مهال اوسبيلډونګزډولډونګ لرئ او غواړئ د نوي مسلکي زده‌کړې استوګنې اجازه ترلاسه کړئ، بايد لاندې شرایط پوره کړئ:

که اوسبيلډونګزډولډونګ لرئ، نو تاسې لا دمخه د نوي مسلکي زده‌کړې استوګنې اجازې ډېری شرایط پوره کړي دي. مهمه دا ده چې وکتل شي چې ایا تاسو د ژوند لګښتونو پوره کولو شرایط پوره کوئ او که نه.

تاسو کولی شئ دا شرطونه په لاندې برخه کې ومومئ: "ایا زه کولی شم د حرفوي زده کړو لپاره د استوګنې اجازه ترلاسه کړم؟"

که  د اوسبيلډونګ په جریان کې کافي عاید لرئ او دا اړتیاوې پوره کوئ، کولی شئ د نوي مسلکي زده‌کړې استوګنې اجازې لپاره غیر رسمي غوښتنلیک د اوسلنډربېهورده چارواکو ته وسپارئ.

د ځوانانو د مهاجرت خدمتونه اداره هم کولی شي ستاسې سره د غوښتنلیک په پروسه کې مرسته وکړي.

چیرته مشوره او مرسته ترلاسه کولی شم؟

که تاسې د خپلو حقونو او چانسونو په اړه پوښتنې لرئ، نو نږدې مشورتي مرکز ته مراجعه وکړئ. مشورتي مرکز د پروازول پر وېبسایټ او یا د کډوالو شورا پر ویبپاڼه موندلی شئ. همدا شان د ځوانانو د مهاجرو خدمتونو یا د لویانو مهاجرو مشورتي مرکزونو څخه مرسته او مشوره ترلاسه کولی شئ. که د مشورتي مرکز موندلو لپاره مرستې ته اړتیا لرئ، پر "Together in Germany" زموږ د ټولنې له مدیرانو سره په اړیکه ونیسئ.

 سربېره پر دې، کولی شئ زموږ د سيمه‌ييزو مالوماتو پر پاڼه هم  هغه وکیلان پیدا کړئ چې د کډوالو او پناه غوښتونکو په برخه کې تخصص لري. دلته د خپل ښار نوم او (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) توري وليکئ او پلټنه ترسره کړئ. 

Klarstellung

Die asylbezogenen Inhalte auf unserer Website sind im Rahmen von Projektförderungen entstanden, welche ausschließlich durch die Beauftragte der Bundesregierung für Migration, Flüchtlinge und Integration gefördert wurden. Diese Förderungen fanden im Zeitraum vom 01.09.2016 bis zum 31.12.2022 statt. Aufgrund eines Redaktionsfehlers wurden einzelne Themenseiten mit asylbezogenen Inhalten mit unzutreffenden Förderlogos (BMI, AMIF EU sowie IRC) versehen - diese Förderlogos beziehen sich auf die seit dem 01.01.2023 laufende Förderung für das Projekt "Handbook Germany : Together – zentrale, digitale Anlaufstelle". Die Korrektur der Logos auf Themenseiten mit asylbezogenen Inhalten wurde am 02.09.2024 vorgenommen.

Ein Projekt von: