له اروپايي ټولنې پرته د نورو ډېری هېوادونو وګړي د جرمني د ويزې غوښتنه کوي، بايد د خپل سفر او په جرمني کې د پاته کېدو پر مهال د خپل ژوند د لګښتونو پوره کولو د وړتيا لپاره د کافي پیسو يا شتمنۍ ثبوت وړاندې کړي. که څوک خپله کافي پیسې ونه لري، په جرمني کې يو بل څوک کولای شي د ځانګړو ويزو (د زدهکړو ويزه، واده ويزه...) لپاره د هغه د ژوند د لګښتونو ورکولو ژمنليک (Verpflichtungserklärung) وړاندې کړي. له دې ژمنليک سره بيا دا کس اړ دی چې د اړتيا پر مهال د اړوند کس د ژوند ټول لګښتونه پر غاړه واخلي. د دې تر څنګ بايد دا کس د درملنې او د شونتيا پر مهال د ډيپورټ لګښتونه هم ورکړي.
د جرمني د اوږدمهاله ويزې لپاره ژمنليک
کولای شم د يو چا د ويزې لپاره ژمنليک وړاندې کړم؟

له اروپايي ټولنې پرته د نورو ډېری هېوادونو وګړي د جرمني د اوږدمهاله ويزې يا ملي ويزې (Nationales Visum) غوښتنه کوي، بايد په جرمني کې د پاته کېدو پر مهال د خپل ژوند د لګښتونو پوره کولو د وړتيا لپاره د کافي پیسو يا شتمنۍ ثبوت وړاندې کړي. که څوک خپله کافي پیسې ونه لري، په جرمني کې يو بل څوک کولای شي تر ځانګړو شرطونو لاندې د ده لپاره د ژوند د لګښتونو ورکولو ژمنليک وړاندې کړي. دا کس ښايي ستاسې يو داسې خپل، ملګری، شرکت او يا کومه اداره يا بنسټ وي چې د کافي پیسو درلودلو ثبوت وړاندې کولای شي. دې ډول ثبوت يا تضمين ته ژمنليک (Verpflichtungserklärung) وايي. دا ژمنليک بيا د ويزې غوښتلو پر مهال د مالي ملاتړ د ثبوت په توګه وړاندې کولای شئ. البته دا ژمنليک د ټولو ويزو لپاره نه دی او يوازې د لاندې اوږدمهاله ويزو لپاره وړاندې کيږي:
- د زدهکړو ويزه
- د حرفوي زدهکړو يا اوسبيلډونګ ويزه
- د کار د لټون ويزه
- د واده کولو ويزه
- د ژبې د کورس يا ښوونځي ويزه
دلته به د دې ډول ويزو لپاره د ژمنليک په اړه ټول مالومات ولولئ. د اوږدمهاله ويزو ترلاسه کولو په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي (د جرمني اوږدمهاله ويزه) کې لوستلای شئ. د لنډمهاله ويزو لپاره د ژمنليک وړاندې کولو په اړه نور مالومات بيا په بل مالوماتي څپرکي (د ليدلو ويزې لپاره ژمنليک) کې ولولئ.
په څه بايد وپوهېږم؟
مهم
د ژمنليک وړاندې کولو پر مهال، په قصدي توګه د ناسمو مالوماتو وړاندې کول جرم دی او ښايي اړوند کس نغدي جريمه او يا زنداني شي.