کورنی تاوتريخوالی

د کورني تاوتريخوالي پر مهال څه کولای شم؟

دلته موږ د {videoservice} د منځپانګې لرونکي يو. د نورو مالوماتو لپاره {socialhintlink_end}(دلته){socialhintlink_begin} کلېک وکړئ.

که چېرې څوک مو د ژوند ملګرې/ی، پلار، ورور، يا بل څوک چې تاسې ژوند ورسره کوئ يا مو پخوا ژوند ورسره کړی وي؛ په فزيکي، جنسي يا ذهني توګه تاسې ځوروي؛ دې کار ته کورنی تاوتريخوالی ويل کيږي. کورنی تاوتريخوالی په معمول ډول د کور د ننه ترسره کيږي خو ښايي له دې پرته بل ځای هم ترسره شي. ډېر کسان د کورني تاوتريخوالي پر مهال د فزيکي يا جنسي زورزياتي يا وهلو ټکولو په فکر کې کيږي خو له دې پرته د کورني تاوتريخوالي نور شکلونه هم شته: که چاته سپکاوی يا ګواښ وشي؛ له بد چلند سره مخ شي او يا کنټرول شي؛ له کورني تاورتريخوالي سره مخ ګنل کيږي. همدا شان مخنيوی، څارل او تعقيبول د کورني تاوتريخوالي نورې بڼې دي.

په جرمني کې د تاوتريخوالي هره بڼه سزا لري. د دې مانا دا ده چې که پوليس تاسې په دې حالت کې وويني او يا شاهد ولري؛ مداخله به وکړي.

که تاسې د کورني تاوتريخوالي قرباني ياست؛ يوازې نه ياست. څېړنې ښيي چې په جرمني کې هرې څلورمې ښځې کورنی تاوتريخوالی تجربه کړی دی. ډېرو قربانيانو ته سخته ده چې له پوليسو يا مشورتي مرکزونو سره حال شريک کړي. ډېر قربانيان بيا شرميږي او يا په دې تمه وي چې حالت به بدل شي. دوی فکر کوي چې ځوروونکی کس به سم او چلند به بدل کړي. په ځينو حالتونو کې بيا د وخت په تېرېدلو د تاوتريخوالي شدت زياتيږي او د تکرار وختونه يې لنډيږي.

په جرمني کې د تاوتريخوالي له قربانيانو سره د مرستې لپاره ‌ډېر مرکزونه شته او که څوک له ورته حالت سره مخ وي؛ بايد ونه شرميږي او له وېرې پرته د دې مرکزونو له ډلې له يوه سره اړيکه ونيسي.

د تاوتريخوالي پر مهال څه کولای شم؟

له کومه ځايه مرسته ترلاسه کولای شو؟

پوليسان څه مرسته کولای شي؟

له سملاسي پنا وروسته څه کولای شم؟

آيا زه وکیل نيولو ته اړتيا لرم؟

د ماشومانو لپاره کوم ډول مرسته ترلاسه کولای شم؟

که نارينه د کورني تاوتريخوالي قرباني شي؛ څه بايد وکړي؟

مهم

که څوک له کورني تاوتريخوالي سره مخ وي؛ حق لري چې د بېلو اوسېدو د مودې له پورې کېدو وړاندې د خپل ژوند له ملګري/ې بېل شي. په دې اړه زيات مالومات د بېلېدنې په څپرکي کې موندلای شئ.