د اروپايي ټولنې شين کارت

Blaue Karte EU
اوسمهالیز 17.03.2024

د اروپايي ټولنې شين کارت څه ډول ترلاسه کولای شو

د اروپايي ټولنې شين يا آسماني کارت (Blaue Karte EU) د امريکا د متحده‌ ايالتونو زرغون کارت ته ورته دی. د دې کارت ترلاسه کوونکي د کارت د ترلاسه کولو له نېټې څخه په جرمني کې د لږ تر لږه څلورو کالونو ژوند کولو اجازه لري او هغو اکاډميکو کسانو ته ورکول کيږي چې په جرمني کې کار کول غواړي. د دې کارت مقررات د استوګنې په قانون او اروپايي ټولنې په قوانينو کې روښانه شوي دي.  دا کارت په جرمني کې اوسېدونکي او يا له جرمني بهر دواړه کسان ترلاسه کولای شي.

مهم: د اروپايي ټولنې د شنه کارت تعديل شوي قوانين د ۲۰۲۳ کال د نومبر مياشتې له اتلسمې نېټې راهيسې پلي کيږي او له مخې يې د نوي شنه کارت ترلاسه کولو شرطونه اسانه شوي دي.

د شنه کارت ترلاسه کوونکي کولای شي د اسوګنې قانون د 18g مادې له مخې د استوګنې د ملي اجازې غوښتنه وکړي. دا کارت د اکاډميکو متخصصينو، د فراغت سند نه درلودونکو خو تجربه لرونکو  IT ماهرينو او لوړو زده‌کړو د محصلينو (tertiären Bildungsprogrammen) لپاره په زړه دی.

د اروپايي ټولنې د نوي شنه کارت ګټې: په نويو مقرراتو کې ډېر مسلکونه ځای پر ځای شوي دي او د تر ټولو لږ معاش حد راټيت شوی دی. اوس د دې کارت لپاره د جرمني ژبې د زده‌کړې سند هم نه غوښتل کيږي. دا خبره د دې کسانو د کورنۍ د غړو راوستلو په اړه هم صدق کوي. يوه مهمه خبره د ديمي استوګنې اجازې اسانه ترلاسه کول دي. په دې برخه کې د ټولنيزو بيمو د ونډو اړوند کار لپاره لږ موده په پام کې نيول کيږي. د دې تر څنګ د استوګنې د دايمي اجازې لپاره د جرمني ژبې د زده‌کړې حد هم راټيت شوی دی او يوازې د A1 سند کفايت کوي.

يادونه: له ډنمارک او ايرلنډ پرته د اروپايي ټولنې په ټولو هېوادونو کې د شنه کارت غوښتنه کولای شئ. البته د کلني معاش د اندازې په شان ځينې شرطونه ښايي توپير ولري.

که په دې اړه نورې پوښتنې لرئ، کولای شئ زموږ د ټولنيز پلټفورم ټوګېدر اېن جرمني له لارې يې پوښتئ او ځوابونه ترلاسه کړئ.

په څه بايد وپوهېږم؟

څوک جرمني لپاره د اروپايي ټولنې شين کارت ترلاسه کولای شي؟

د ۲۰۲۳ کال د نومبر مياشتې له ۱۸مې نېټې راهيسې د ډېرو ماهرو کارګرو او متخصصو کسانو لپاره د شنه کارت ترلاسه کول اسانه شوي دي. په دې کې د بېلګې په توګه د معاش د حد ټيټيدل يادولای شو د دې تر څنګ اوس ډېر کسان د دې کارت غوښتنه کولای شي. د دوی له ډلې:

  • هغه کسان چې د جرمني له پوهنتونو څخه د فراغت سند ولري او يا يې په بهر کې د فراغت سند په جرمني کې رسمي شوی يا معادل شوی وي. همدا شان هغه کسان چې د جرمني د فراغت له سندونو سره معادل سند ولري. دا ټول کسان بايد په جرمني کې، په خپله څانګه کې د ثابتې دندې وړانديز او يا هم د کار داسې قرارداد ولري چې لږ تر لږه کلنی خالص معاش يې په جرمني کې ۴۳٫۸۰۰ یورو یا د تقاعد د بيمې د ونډې له مخې ۵۰ سلنه وي.
  • هغه کسان چې د پوهنتون د فراغت معادل، درې کلنې مسلکي او تخنيکي ثانوي زده‌کړې يې ترسره کړې وي، کومې چې د نړيوال زده‌کړو له معيار (ISCED 2011) سره برابرې وي او يا هم د اروپايي سندونو په چوکاټ کې لږ تر لږه شپږم لېول ته ورسيږي. که نه پوهېږئ چې دا معيار پوره کولای شئ او که نه، د (چېرته مرسته او مشوره ترلاسه کولای شم؟) برخه ولولئ. په دې ډله اوس د بیلګې په توګه، متخصص اقتصاد پوهان، د لاسي صنايعو (Handwerk) په برخو کې ماهران، تخنیکي - سوداګریز، کرهنیز یا هنري مسلکيان، ښوونکي او د پالندويان يا نرسان هم شامل دي. د دې کسانو د مسلکي زده‌کړو پروسه يا سند بايد د جرمني له روزنې او زده‌کړو سره پرتله شي، له همدې امله معمولا ازموینه اړینه ده.
  • هغه مسلکي کسان چې د کارګرو د کمښت اړوند دندو (Mangelbrufe) کې کار کوي او په تېرو درې کالونو کې له پوهنتون څخه فارغ شوي‌ وي. دوی بايد د شنه کارت ترلاسه کولو لپاره د کار داسې قرارداد ولري چې لږ تر لږه کلنی خالص معاش يې  ۴۱٫۰۴۱٬ اعشاريه ۸۰ او يا په جرمني کې د تقاعد د بيمې د ونډې له مخې ۴۵٬۳ سلنه وي. د يادونې وړ ده چې د شنه کارت ترلاسه کولو لپاره د جرمني د کار ادارې توافق مهم دی.
  • هغه کسان چې د آی ټي (IT) په ځانګړو برخو کې کار کوي؛که د فراغت سندونه هم ونه لري، ښايي د جرمني‌ د کار ادارې په توافق شين کارت ترلاسه کړي. دوی هم بايد د شنه کارت ترلاسه کولو لپاره د کار داسې قرارداد ولري چې لږ تر لږه کلنی خالص معاش يې  ۴۱٫۰۴۱٬ اعشاريه ۸۰ او يا  په جرمني کې د تقاعد د بيمې د ونډې له مخې ۴۵٬۳ سلنه وي. دا کسان بايد ثابته کړي چې ځانګړي مهارتونه او پوهه لري او په تېرو ۷ کالونو کې يې لږ تر لږه درې کاله د کار تجربه درلودلې ده.

مهم: ځان ډاډه کړئ چې راتلونکې دنده مو له شرایطو سره برابره (qualifikationsadäquat) ده. په دې مانا چې کار مو بايد له زده‌کړو سره مناسب او په خپله رشته کې وي. ځکه نو دا بايد يوازې د استوګنې قانون د ۱۸ ب مادې له مخې يوه روزنيزه دنده نه وي.

مهم: هغه مسلکي کسان چې د کارګرو د کمښت اړوند دندو (Mangelbrufe) کې کار پيلوي، د اروپايي ټولنې د شنه کارت ترلاسه کولو لپاره د کار ادارې تاييد ته اړتيا لري. دا کار د دې لپاره کيږي چې ډاډ ترلاسه شي چې بهرني کارکوونکي د جرمني کارکوونکو په پرتله له ناسمو شريطو لاندې کار نه کوي، دنده د له مسلک سره سمه ده او د جرمني له کاري محيط سره اړيکه شته. د کارګرو د مښت اړوند دندو لړ پر www.make-it-in-germany.com  وېبسایټ کتلی شئ.

 د تاييد پروسې د چټکۍ لپاره، جرمني ته له راتګ وړاندې ستاسې راتلونکې کار درکوونکې ادره پر (www.arbeitsagentur.de) وېبسایټ د منلو غوښتنه وړاندې کولای شي.

مهم: هغه مسلکي کسان چې د کارګرو د کمښت اړوند دندو (Mangelbrufe) کې کار پيلوي، د اروپايي ټولنې د شنه کارت ترلاسه کولو لپاره د کار ادارې تاييد ته اړتيا لري. دا کار د دې لپاره کيږي چې ډاډ ترلاسه شي چې بهرني کارکوونکي د جرمني کارکوونکو په پرتله له ناسمو شريطو لاندې کار نه کوي. د تاييد پروسې د چټکۍ لپاره، جرمني ته له راتګ وړاندې ستاسې راتلونکې کار درکوونکې ادره پر (www.arbeitsagentur.de) وېبسایټ د منلو غوښتنه وړاندې کولای شي.

په ياد ولرئ: د ډاکټرانو او وکيلانو او ځينو نورو دندو لپاره د سندونو له معادل کېدلو پرته، يو ځانګړی کاري جواز ترلاسه کول هم اړين دي. په دې اړه نور مالومات په بل څپرکي (د بهرنيو سندونو رسمي کول) کې ولولئ.

د دې لپاره چې د شنه کارت لپاره ستاسې د منلو موده او پروسه لنډه شي، ستاسې کار درکوونکی کولای شي ستاسې سندونه جرمني ته راتګ مخکې د (ZAV) په نوم اړوند ادارې ته ولېږي.

 

په ياد مو وي چې د اروپايي ټولنې د شنه کارت ترلاسه کولو لپاره د کار قرارداد بايد لږ تر لږه د شپږو مياشتو لپاره وي.

چېرته د اروپايي ټولنې د شنه کارت غوښتنه کولای شم؟

د اصولو له مخې د جرمني د کډوالو اداره (Ausländerbehörde) د اروپايي ټولنې د شنه کارت ورکولو مسؤوليت لري.

  • که په جرمني کې ژوند کوئ، د خپلې سيمې له اوسلنډربېهورده څخه د شنه کارت ترلاسه کولو غوښتنه وکړئ.
  • که د لږ تر لږه اتلس مياشتو لپاره د اروپايي ټولنې د بل هېواد اړوند د اروپايي ټولنې شين کارت لرئ، کولای شئ جرمني ته د کار ويزې له غوښتلو پرته راشئ، خو په‌ يوه مياشت کې د ننه بايد د جرمني لپاره د اورپايي ټولنې د شنه کارت غوښتنه وکړئ. د جرمني د کډوالو چارو ادارې له تاييد پرته د کار اجازه نه لرئ.
  • که له اروپايي ټولنې د باندې ژوند کوئ، بايد همالته د جرمني له سفارت څخه د کار ويزې غوښتنه وکړئ. جرمني ته راتګ وروسته او د ويزې له ختمېدلو وړاندې د اړوند ښار له اوسلنډربېهورده ادارې څخه د اروپايي ټولنې د شنه کارت غوښتنه وکړئ.
  • که جرمني ته په شېنګن ويزه راغلي ياست او دلته د خپلې لنډې مودې استوګنې پر مهال د شنه کارت له مقرراتو سره برابر کار پيدا کړئ، کولی شئ له اوسلنډربېهورده ادارې څخه د کار اجازې غوښتنه وکړئ. په دې اړه اړوند مالومات په (§ 39 Satz 1 Nr. 3 AufenthV, § 4 AufenthG) کې ځای پر ځای شوي دي.

پام مو وي: په دې حالت کې د شنه کارت ترلاسه کولو تضمين نشته. که ټول شرطونه پوره هم کړئ، ښايي د بهرنيانو چارو اداره (Ausländerbehörde) مو غوښتنه رد کړي. په دې ډول ښايي اړ شئ چې بېرته خپل هېواد ته ولاړ شئ او له هغه ځايه د شنه کارت ترلاسه کولو غوښتنه وکړئ. البته غوره ده چې په دې حالت کې له کوم وکيل سره مشوره وکړئ.

په شاوخوا کې د اوسلنډربېهوده ادارې يوه څانګه پر (bamf-navi.bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ.

 

چېرته د ويزې غوښتنه کولای شم؟

که د جرمني ويزې ته اړتيا لرئ، بايد‌ خپل هېواد يا سيمه کې د جرمني سفارت يا کنسولګرۍ سره وخت واخلئ او د ورتګ پر مهال اړين سندونه له ځان سره يوسئ. په ياد مو وي چې د ويزې ترلاسه کول ښايي ډېر وخت ونيسي. د ويزې ترلاسه کولو په اړه نور مالومات د ماهرو کسانو لپاره د جرمني ويزه په څپرکي کې لوستلای شئ.

مهم: د ويزې ترلاسه کول ښايي څو مياشتې وخت ونيسي. که جرمني ته د ماهر کارګر په توګه راتلل غواړئ، په چټکۍ د ويزې ترلاسه کولو فرصت لرئ (§ 81a AufenthG). د دې کار لپاره بايد ستاسې راتلونکی کار درکوونکی په جرمني کې له اوسلنډربېهورده څخه د چټکې ويزې د پروسې (beschleunigtes Visumverfahren) غوښتنه وکړي.

 

دا چې د کومو هېوادونو وګړي جرمني ته د تګ لپاره ويزې ته اړتيا لري، د جرمني د بهرنيو چارو وزارت پر وېبسایټ (auswaertiges-amt.de) يې کتلای شئ.

يادونه: د جاپان، کاناډا، اسټراليا، انګليس، شمالي ايرلنډ، امريکا، جنوبي کوريا، اسراييلو او نيوزيلنډ وګړي کولای شي جرمني ته له ويزې پرته راشي خو دلته له رارسېدو وروسته اړ دي چې د کار اجازې غوښتنه وکړي.

د دې کارت ترلاسه کولو لپاره کوم سندونه غوښتل کيږي؟

زموږ په بل څپرکي (د ماهرو کسانو لپاره د جرمني ويزه) کې د ټولو هغو سندونو لړ موندلای شئ چې د جرمني د ويزې ترلاسه کولو لپاره ورته اړتيا ده. د ځينو هېوادونو له وګړو ښايي د نورو اضافي سندونو غوښتنه هم وشي. ښه به وي چې په سيمه کې د جرمني له سفارت يا کنسولګرۍ څخه په دې اړه مالومات ترلاسه شي.

د اروپايي تولنې د شنه کارت ترلاسه کولو لپاره لاندې اضافي سندونه هم بايد ولرئ:

 

  • د پوهنتون د فراغت تاييد شوی سند
  • په جرمني کې د کار داسې تړون او يا هم د کار وړانديز چې کلنۍ معاش يې له اړينو شرايطو سره برابر وي. د کار درکوونکی اړ دی چې د کار د ورکړې يو سند (Erklärung zum Beschäftigungsverhältnis) لاسليک کړي.

يادونه: په بهر کې ترلاسه شوي اکاډميک سندونه بايد په جرمني کې رسمي شي. په دې اړه نور مالومات د بهرنيو سندونو رسمي کول په څپرکي کې لوستلای شئ

جرمني ته له تګ وروسته څه کيږي؟

جرمني ته له راتګ وروسته بايد لومړی خپله پته ثبت کړئ او بيا‌ د دريو مياشتو په موده کې د بهرنيانو چارو په اړونده اداره (Ausländerbehörde) کې ځان ثبت کړئ او د اروپايي ټولنې د شنه کارت غوښتنه وکړئ. د دې کار لپاره بايد د پورته يادو شوو سندونو تر څنګ، په جرمني کې د ثبت او کرايي کور د سندونو په ګډون ټول سندونه له ځان سره ولرئ. په ياد مو وي چې د دې ادارې کارکوونکي ستاسې غوښتنه ارزوي او دا ارزونه ښايي څو مياشتې وخت ونيسي.

د اروپايي ټولنې شين کارت، د اصولو له مخې د يوه کال لپاره ورکول کيږي. که کاري تړون مو له دې د لنډې مودې لپاره وي، کارت به هم د هماغه مودې جمع درې مياشتو لپاره درکړل شي. د اصولو له مخې دا وخت بيا د کار له نوي تړون سره وروسته غځېدای شي.

کولای شم خپله دنده بدله کړم؟

هو، کولای شئ. د ۲۰۲۳ کال د نومبر مياشتې له ۱۸مې نېټې وړاندې که مو غوښتي وای د کار په لومړيو دوو کالونو کې خپله دنده بدله کړئ، بايد له اړونده اوسلنډربېهورده ادارې مو اجازه اخيستې وای. اوس دا شرط نشته.

د اروپايي ټولنې د شنه کارت ترلاسه کولو وروسته په لومړيو ۱۲ مياشتو کې د کار يا مسلک بدلولو لپاره د جرمني د کډوالو ادارې اجازې ته اړتيا نه لرئ خو بايد خبر ورکړئ. په داسې وخت کې اوسلنډربېهورده ۳۰ ورځې وخت لري چې د بدلون غوښتنه وځنډوي. په دې مانا چې که دوی وغواړي، ۳۰ ورځې د نوي کار د پيلېدو اجازه نه لرئ (که څه هم کار مو له وړاندې په خپل سر پيل کړی وي). البته که نوې دنده مو د اروپايي ټولنې د شنه کارت پر معيارونو برابره نه وي، ښايي د کډوالو چارو اداره مو د مسلک بدلون رد کړي. دا کار د دې لپاره کيږي چې بهرني کارکوونکي د جرمني کارکوونکو په پرتله، په ناسمو شرايطو کار ونه کړي.

مهم: که څوک د کار د بدلون په اړه اوسلنډربېهورده ته پر وخت خبر ورنه کړي او نوی کار يې د اروپايي ټولنې د شنه کارت له مقرراتو سره په ټکر کې وي، اوسلنډربېهورده کولی شي د دې کس او د هغه د کورنۍ د غړو د شنه کارت اجازه لغوه کړي ((§52 Abs. 2b AufenthG).

د اروپايي ټولنې د شنه کارت ګټې څه دي؟

د اروپايي ټولنې د شنه کارت درلودونکو ته د کورنۍ د غړو راوستل اسانه دي. د بېلګې په توګه ستاسې د کورنۍ غړي اړ نه دي چې د جرمني ژبې د زده‌کړې ثبوت وړاندې کړي. له دې پرته دوی کولای شي جرمني ته له راتګ سره سملاسي کار پيل کړي.

که د اروپايي ټولنې د شنه کار غوښتنه د کورنۍ د غړو راوستلو سره یوځای وړاندې کړئ، دواړه غوښتنې به پر يوه وخت وکتل شي. جرمني ته له راتګ وروسته، ستاسې د کورنۍ غړي بايد له اوسلنډربېهورده څخه د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړي. په دې حالت بيا دا اړتيا نشته چې ثابته کړئ چې کور مو کافي دی او کنه او يا د ژوند د لګښتونو پوره کولو لپاره کافي پیسې لرئ او که نه.

مهم: د کورنۍ هغه غړي مو چې جرمني ته راځي، د دولتي يا سوسيال مرستو ترلاسه کولو اجازه نه لري (SGB 2 oder SGB 12).

د اروپايي ټولنې له شنه کارت سره کولای شئ له ۳۳ مياشتو وروسته په جرمني کې د استوګنې دايمي اجازه ترلاسه کړئ. په داسې حالت کې د جرمني ژبې د (A1) سند غوښتل کيږي. که څوک د (B1) سند ولري، يوازې ۲۱ مياشتې وروسته کولای شي د جرمني د استوګنې دايمي اجازه ترلاسه کړي.

  • په بل اروپايي هېواد کې د اروپايي‌ ټولنې د شنه کارت ترلاسه کوونکي کولای شي د ۱۸۰ ورځو په موده کې ۹۰ ورځې په جرمني کې د کار يا مهاجرت ادارو له اجازې پرته کار وکړي. البته د دوی دا کار بايد د اروپايي ټولنې د شنه کارت ترلاسه کولو لپاره له قرارداد سره سم وي.

مهم: که شين کارت له شېنګن هېوادونو پرته د اروپايي ټولنې د بل اړوند هېواد له لوري ورکول شوی وي، ښايي د نورو سندونو غوښتنه هم وشي.

  • د اروپايي ټولنې د شنه کارت هغه درلودونکي چې په د اروپايي ټولنې په اړوند بل هېواد کې له شنه کارت سره ۱۲ مياشتې تېرې کړي، کولای شي جرمني ته د کار لپاره راشي. د اصولو له مخې دوی بايد په جرمني کې د اروپايي ټولنې د شنه کارت ترلاسه کولو معيارونه پوره کړي خو ځينې استثناوې بيا هم شته.
له کومه ځايه مرسته او مشوره ترلاسه کولای شم؟

که پوښتنه لرئ، کولای شئ د ټوګېدر اېن جرمني پر پلټفورم يې په خپله ژبه ځواب ترلاسه کړئ. د سندونو د رسمي کولو يا معادل کولو په اړه نور مالومات پر (www.anerkennung-in-deutschland.de) وېبسایټ ولولئ. همدا شان د (بمف) اداره هم په دې اړه ستاسې پوښتنو ته د ټليفون يا برېښناليک له لارې په انګليسي او جرمني ژبو ځواب درکوي.

مهم

د اروپايي ټولنې د شنه کارت درلودونکي کولای شي يوازې ۳۳ مياشتې وروسته د دايمي استوګنې اجازه (Niederlassungserlaubnis) ترلاسه کړي. د ۲۰۲۴ کال د مارچ مياشتې له لومړۍ نېټې دا موده ۲۷ مياشتو ته راټيټيږي. که څوک د جرمني ژبې د B1 سند ولري، دا موده ۲۱ مياشتې کيږي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د دايمي استوګنې اجازه) کې لوستلای شئ.

Gefördert durch:

Gefördert durch:

Ein Projekt von: