زموږ په بل څپرکي (د جرمني اوږدمهاله ويزه) کې د ټولو هغو سندونو لړ موندلای شئ چې د جرمني د ويزې ترلاسه کولو لپاره ورته اړتيا ده. د زدهکړو ويزې ترلاسه کولو لپاره لاندې اضافي سندونه هم بايد تيار کړئ:
- په پوهنتون يا بل اړوند تحصيلي بنسټ کې د منل کېدو سند (Immatrikulationsbescheinigung) او که يوازې پوهنتون ته د شاملېدو ويزه غواړئ، د لوړو زدهکړو بنسټونو ته د داخلېدو سند يا شهادتنامه (Hochschulzugangsberechtigung)؛ دا سند د ښوونځي د فراغت هغه سند ته وايي چې له مخې يې د لوړو زدهکړو په بنسټونو کې د زدهکړو اجازه لرئ.
- د ژوند د چارو د تمويل ثبوت. دا کار د يوه بلاک اکونټ يا بند شوي بانکي حساب (Sperrkonto) په مرسته کولای شئ. په دې اکونټ کې بايد د يوه کال لپاره ۱۰٫۳۳۲ يورو ولرئ. که خپله کافي پیسې نه لرئ، يو بل کس کولای شي ستاسې يو ژمنليک (Verpflichtungserklärung) وړاندې کړي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د اوږدمهاله ويزې لپاره ژمنليک) کې لوستلای شئ.
- روغتيايي بيمه.
- د جرمني ژبې د زدکړې د مهارت سند (که پوهنتون يا کالج مخکې له مخکې ستاسې د ژبې سندونه نه وي تاييد کړی). په عمومي توګه د لوړو زدهکړو لپاره بايد د B2 سند ولرئ.