په جرمني کې د حرفوي زده‌کړو د لټون ويزه

Das Bild zeigt ein Klassenzimmer mit zwei Studentin und zwei Studenten. Alle heben die Hand. Vor ihnen liegen dicke Bücher und sie sitzen vor Maschinen, an denen bunte Kabel hängen.
اوسمهالیز 06.09.2023

کولای شم په جرمني کې حرفوي‌ زده‌کړې ترسره کړم؟

په جرمني کې د حرفوي زده‌کړو بشپړول ستاسې لپاره د کار غوره چانسونه رامنځته کوي. البته له بهر څخه ډېر وخت په جرمني‌کې د اوسبيلډونګ موندل اسان نه دي. د دې کار لپاره د استوګنې قانون د ۱۷مې مادې له مخې د استوګنې اجازه اخستل اړين دي. له دې اجازې سره په قانوني ډول جرمني ته راتلای شئ او دلته د ځان لپاره يو اوسبيلدونګ پلټلای شئ. دلته به د اوسبيلدونګ موندلو لپاره د استوګنې اجازې ترلاسه کولو د شرطونو په اړه بشپړ مالومات ترلاسه کړئ.

په څه بايد وپوهېږم؟

کولای شم د اوسبيلډونګ د لټون ويزه ترلاسه کړم؟

که څوک د خپل وطن د ښوونځيو د فراغت داسې سند ولرئ چې په وسيله يې په پوهنتون کې د زده‌کړو اجازه ولرئ؛ کولای شئ په جرمني کې د اوسبیلډونګ موندلو لپاره د استوګنې اجازې غوښتنه وکړئ. د دې تر څنګ مو عمر بايد له ۲۵ کالونو لوړ نه وي.

چېرته د ويزې غوښتنه کولای شم؟

که د جرمني ويزې ته اړتيا لرئ، بايد‌ خپل هېواد يا سيمه کې د جرمني سفارت يا کنسولګرۍ سره وخت واخلئ او د ورتګ پر مهال اړين سندونه له ځان سره يوسئ. په ياد مو وي چې د ويزې ترلاسه کول ښايي ډېر وخت ونيسي.

که ويزې ته اړتيا نه لرئ، جرمني ته له راتګ وروسته بايد د بهرنيانو چارو په اړونده اداره (Ausländerbehörde) کې د اوسبيلډونګ د لټون لپاره د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ.

دا چې د کومو هېوادونو وګړي جرمني ته د تګ لپاره ويزې ته اړتيا لري، د جرمني د بهرنيو چارو وزارت پر وېبسایټ (auswaertiges-amt.de) يې کتلای شئ.

د ويزې/استوګنې اجازې لپاره کوم سندونه غوښتل کيږي؟

زموږ په بل څپرکي (د جرمني اوږدمهاله ويزه) کې د ټولو هغو سندونو لړ موندلای شئ چې د جرمني د ويزې ترلاسه کولو لپاره ورته اړتيا ده.

د اوسبيلډونګ د لټون د ويزې ترلاسه کولو لپاره لاندې اضافي سندونه هم بايد ولرئ:

 

-        له خپل هېواد څخه د ښوونځيو د فراغت داسې سند ولرئ چې په وسيله يې پوهنتون ته تلای شئ (لکه د دوولسم ټولګي شهادتنامه)؛

 

-        د جرمني ژبې د زده‌کړې سند  درلودل؛ د دې کار لپاره بايد لږ ترلږه د جرمني ژبې B2 سند ولرئ؛

 

-        د اوسبيلدونګ د لټون په موده کې د ژوند د لګښتونو پوره کولو د توان ثبوت.

جرمني ته له تګ وروسته څه کيږي؟

جرمني ته له راتګ وروسته بايد‌ د دريو مياشتو په موده کې د بهرنيانو چارو په اړونده اداره (Ausländerbehörde) کې ځان ثبت کړئ او د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ. د دې کار لپاره بايد د پورته يادو شوو سندونو تر څنګ، په جرمني کې د ثبت او کرايي کور د سندونو په ګډون ټول سندونه له ځان سره ولرئ. په ياد مو وي چې د دې ادارې کارکوونکي ستاسې غوښتنه ارزوي او دا ارزونه ښايي څو مياشتې وخت ونيسي.

د اوسبيلدونګ په لټون پسې راغلي خلک په جرمني کې د شپږ مياشتو پاته کېدلو اجازه لري. په دې شپږو مياشتو کې د خپلې خوښې  او وړ اوسبيلډونګ پلټنه وکړئ. د دې مودې پر مهال د کار اجازه نه لرئ. کله چې وړ اوسبيلډونګ ومومئ، بايد له اوسلنډربېهورده ادارې څخه د اوسبيلډونګ لپاره (Aufenthaltserlaubnis zum Zweck der Ausbildung) د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ. د دې اجازې له ترلاسه کولو وروسته کولای شئ په جرمني کې اوسبيلډونګ ترسره کړئ.

که اوسبيلډونګ ونه مومم څه پېښيږي؟

که د ټاکل شوو شپږو مياشتو په موده کې اوسبيلډونګ ونه مومئ، بايد جرمني پرېږدئ او خپل هېواد ته ولاړ شئي. د بلې ويزې ترلاسه کولو لپاره بايد په خپل وطن کې  شپږ مياشتې انتظار وکړئ. له دې مودې تېرېدو وروسته، د اوسبيلدونګ د لټون لپاره د جرمني له سفارت څخه د بلې ويزې ترلاسه کولو غوښتنه کولای شئ.

مهم

د اوسبيلډونګ په اړه نور مالومات زموږ په نورو مالوماتي څپرکيو (د ښوونځيو اوسبيلډونګ) او (دوه‌ګونی اوسبيلډونګ) کې لوستلای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: