منځپانګې ته لاړ شئ

د مسلکي کارکوونکي په توګه په جرمني کې شخصي کاوربار پیلول

څنګه د ازاد مسلکي په توګه یو شرکت تاسیس کړم؟

ایا د خپل ازاد مسلکي کار پیل کول غواړئ؟ په دې پاڼه کې به تاسو د "ازادو مسلکونو"، د تاسیس، اړتیاوو او د ملاتړ وړاندیزونو په اړه ټول مهم معلومات ومومئ. دلته به پوه شئ چې د تاسیس پر مهال څه باید په پام کې ونیسئ او کوم ګامونه وروسته راځي.

دا چې په ټوله کې کاروبار پیل کولی شئ او که نه او د اوسېدو کومې اجازې ته اړتیا لرئ، زموږ په بل څپرکي (کاروبار څه ډول پيل کولی شم) کې ولولئ.

د سوداګریز شرکت د پرانستلو (Gründung als Gewerbetreibende) په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (په جرمني کې کاروبار)کې ولولئ.

عمومي مالومات

څوک چې د ازاد مسلکي کس په توګه په خپلواکه توګه کار کول غواړي، باید یو علمي، هنري، ښوونیز یا د لیکوالۍ خدمت وړاندې کړي.

لاندې مسلکونه (کله چې د ازاد کار په توګه ترسره شي) د "ازادو مسلکونو" په توګه ګڼل کېږي:

  1. ډاکټر، وترنر، د غاښونو ډاکټر، وکيل، د ماليې مشاور، نوتار، انجينير، مهندس او ژباړن (دا دندې د Katalogberufe په نوم هم ياديږي.)

  2. د ښوونځيو ښوونکی، د پوهنتون استاد، ژورنالست، د موسيقۍ جوړوونکی، ليکوال، ډيزاينر، هنرمند او همدا شان نورې علمي، ادبي، هنري او يا تدريسې دندې (دا دندې د Tätigkeitsberufe په نوم ياديږي.)

  3. ډيزاينر، د ودانيو انجينیر ، عکاس، ګرافيکر او دې ته ورته نورې تخنيکي دندې (دا دندې د Ähnliche Berufe  دندو په نوم ياديږي.

په لومړي سر کې د ماليې اداره پرېکړه کوي چې تاسې ته د آزاد کارکوونکي جواز درکړي او که نه. که نه پوهېږئ چې ستاسې راتلونکی کار په کومه کته‌ګورۍ کې راځي؛ د خپلې سيمې د مالیې له ادارې پوښتنه وکړئ. د دې ادارې کارکوونکي له تاسې سره مرسته کوي چې خپل کاروبار ته غوره چوکاټ وټاکئ. د خپلې سيمې اړوند د ماليې اداره د دفترونو موندونکي وېبسایټ پر پاڼه موندلای شئ. پر دې پاڼه د ماليې اداره يا (Finanzamt) نوم او خپله پوستي پته ورکړئ او اړونده اداره ومومئ.

يادونه: که په غلطۍ کې ځان د آزاد کارکوونکي په توګه ثبت کړئ؛ خو په اصل کې سوداګريز کاروبار ترسره کوئ؛ بايد سوداګريزه ماليه ورکړئ. د سوداګرۍ يا تجارت پیلولو په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د سوداګرۍ او کاروبار پیلول) کې ولولئ.

    د دې لپاره چې د ازاد مسلکي کس په توګه ازاد کار پیل کړئ، د استوګنې قانون (AufenthG) ۲۱مې مادې د ۵مې فقرې له مخې د اوسېدو اجازې ته اړتیا لرئ. سربېره پر دې نورې اړتیاوې هم باید پوره شي. نور مالومات زموږ په بل څپرکي (کولی شم خپل کاروبار پيل کړم) کې ولولئ.

      کاروباري پلان (Businessplan) د ازاد کار پيلولو لپاره بنسټ دی. د ادارو او بانکونو سره د معاملو لپاره اړین دی. دا چې څنګه یو ښه او قانع کوونکی کاروباري پلان جوړ کړئ، پر wir-gruenden-in-deutschland.de  وېبسایت يې زده کولی شئ. د کاروباري پلان وړيا بېلګې پر (unternehmenswelt.de) وېبسایټ هم شته.

      سربېره پر دې باید دا روښانه وي چې ایا ستاسو مسلک په رښتیا د "ازاد مسلک" په توګه پېژندل کېږي او که نه. نور مالومات د ازاد مسلک څه ته وايي؟ برخه کې ترلاسه کولی شئ.

      يادونه: د ډېرو ازادو مسلکونو لپاره، مسلکي جواز (Berufszulassung) او د سندونو رسمي کولو ته اړتیا ده. دا کار په ځانګړي ډول هغه وخت مهم دی، کله چې تاسې زده‌کړې په بهر کې کړې وي. ځینې مسلکي کارونه لکه ډاکټر یا وکیل یوازې هغه وخت ترسره کولی شئ، کله چې رسمي اجازه ولرئ. نور مالومات زموږ په بل څپرکي "ایا زه کولی شم ازاد کاروبار پیل کړم؟" کې موندل کېږي.

        • ستاسې لومړنی مالوماتي تمځای "Wir gründen in Deutschland" دی. دا څو ژبنۍ وېب‌پاڼه په ځانګړي ډول د هغو مهاجرینو لپاره ده چې غواړي په جرمني کې کاروبار پیل کړي. دلته به تاسې له ۱۰ څخه په ډېرو ژبو ګټور مالومات ومومئ. برسېره پر دې، په دې وېب‌پاڼه کې د وړیا مشورې ورکولو شبکه هم شته چې ستاسې په فدرالي ایالت کې د مشورې مرکزونه لري.

        • د اقتصاد او انرژۍ د فدرالي وزارت د Existenzgründungsportal  په نوم وېب‌پاڼه د ځانګرېتوب په اړه ډېرې پوهې او مشورې وړاندې کوي. برسېره پر دې، دلته د وړیا مشورې لپاره د معلوماتي ټیلیفون خدمت هم شته.

        • د آزادو دندو انستيتيوت له ادارې څخه په وړيا ډول مشوره ترلاسه کولای شئ. د دې ادارې کارکوونکي کولای شي له تاسې سره د خپلواک کاروبار د ټولو اړخونو په ارزولو او پوښتنو په ځوابولو کې مرسته وکړي.

        • د اقتصاد او انرژۍ د فدرالي وزارت د Existenzgründungsportal په نوم وېب‌پاڼه د کاروبار په اړه ډېر مالومات او مشورې وړاندې کوي. برسېره پر دې، دلته د وړیا مشورې لپاره د معلوماتي ټیلیفون خدمت هم شته.

        • د دې تر څنګ په ځينې ايالتونو کې کولای شئ د ځينو مرستندويو دفترونو له وړيا مشورو هم ګټه واخلئ. دا چې په کوم ايالت کې دا ډول خدمتونه شته؛ (deutschland-startet.de) وېبسایټ ته سر ورښکاره کړئ او په خپله سيمه کې د کاروبار يو مشورتي مرکز ومومئ.

        • د کاروبار په اړه انلاين سيمينارونه پر (gruenderplattform.de) وېبسایټ ومومئ.

        • که اوس مهال بېکاره ياست او د خپل کار پيلولو په فکر کې ياست؛ کولای شئ د کار له ادارې څخه د فعاليت او ځای پر ځای کېدلو د کوپون (AVGS nach §45 I 1 Nr. 4 SGB III - MAT) غوښتنه وکړئ. د دې کوپون په ترلاسه کولو کولای شئ د کاروبار پيلولو لپاره وړيا مشوره ترلاسه کړئ؛ د مارکېټېنګ او حسابدارۍ په سيمينارونو کې ګډون وکړئ او يا د خپل تجارت يا سوداګريز پلان لپاره له يوه لارښود څخه مشوره واخلئ. دا چې دا کوپون چا ته ورکول کيږي؛ د هر کس له اړوند مامور سره اړه لري. په ياد مو وي چې يوازې هغه وخت د دې کوپون غوښتنه کولای شئ چې لږ تر لږه د شپږو اونيو لپاره د بېکارۍ لومړی ډول (Arbeitslosengeld 1) پیسې ترلاسه کړئ. د دې کوپون ترلاسه کولو لپاره د کار په اداره کې مخامخ خپل اړوند مامور ته ويلای شئ او يا کولای شئ په ليکلي ډول دې ادارې ته غوښتنه ولېږئ. البته د خپلې بېکارۍ ټاکل شوې شمېره او د بېکارۍ د وخت يادونه بايد وکړئ. په ياد مو وي چې دا کوپون بايد د خپل کاروبار له پيلولو مخکې وکاروئ. 

          د ټول هېواد په کچه د bundesweite Gründerinnenagentur (bga)  بنسټ، د شرکت د تاسیس، رهبري او پرمختګ په برخه کې ښځو ملاتړ کوي. دا اداره په ټولو فدرالي ایالتونو کې فعاله ده او ښځینه مؤسسې له ۵۰۰ څخه په زیاتو مشورتي مرکزونو، ۱۳۰۰ متخصصینو او ۳۵۰ شبکو له لارې سره نښلوي. د دې وړاندیزونو لړۍ، په ټولو برخو کې، له لومړنۍ مشورې څخه نیولې بيا تر تخصصي مسلکي مشورې پورې رسېږي.

          د بېلګې په توګه ځينې موضوعات: د شرکت میراث، لاسي کارونه او کورني خدمتونو دي. 

          نور مالومات زموږ په بل څپرکي "ایا زه کولی شم ازاد کاروبار پیل کړم؟" کې موندل کېږي.

            د ازاد کار پيلولو پر مهال مالي‌ ملاتړ ترلاسه کول

            که غواړئ شخصي کاروبار پیل کړئ خو د پانګونې لپاره شخصي سرمايه نه لرئ؛ کولای شئ له ځينو ځايونو قرضه واخلئ. د قرضو بېلابېل ډولونه شته. تاسې کولای شئ له دولت يا له شخصي بانکونو د دې ډول قرضو غوښتنه وکړئ. د دې ډول  قرضو ترلاسه کولو لپاره ښايي د کاروباري پلان غوښتنه وشي. دا چې څنګه یو ښه او قانع کوونکی کاروباري پلان جوړ کړئ، پر wir-gruenden-in-deutschland.de  وېبسایت يې زده کولی شئ. د کاروباري پلان وړيا بېلګې پر (unternehmenswelt.de) وېبسایټ هم شته.

            د نورو مالي مرستو په اړه مالومات پر (unternehmenswelt.de) وېبسایټ ولولئ.

            د پانګونې لپاره مالي مرسته يا قرضه (Gründungszuschuss)

            که څوک لږ تر لږه د يوې ورځې لپاره بېکاره شي او لږ تر لږه د راتلونکو ۱۵۰ ورځو لپاره د بېکارۍ د لومړي ډول پیسو يا د کار له ادارې څخه د ترلاسه کېدونکو پیسو (Arbeitslosengeld I) مستحق وي او همدا شان وغواړي چې خپل کاروبار پیل کړي؛ کولای شي د کار له ادارې څخه د کاروبار پیلولو يا پانګونې د مالي مرستې (Gründungszuschuss) غوښتنه وکړي. دا غوښتنه د خپلې اړوندې کار له ادارې څخه کولای شئ. د دې مرستې ترلاسه کولو لپاره بايد يو ښه سوداګريز پلان (Businessplan)، د ماليې له ادارې سره د ثبت د پاڼې کاپي او د (Tragfähigkeitsbescheinigung) په نوم سند ولري. دا سند کاروبار د مشاورينو له لوري ورکول کيږي او په ګوته کوي چې ستاسې سوداګريز پلان کارنده دی. د دې تر څنګ بايد خپله سي‌وي او نور ټول هغه سندونه چې ستاسې مسلک او وړتياوې ثابتوي؛ له ځان سره اړوند مامور ته يوسئ. که تاسې د شرکتونو لپاره دا مرسته ترلاسه کړئ؛ تر شپږو نورو مياشتو هم د بېکارۍ پیسې ترلاسه کولای شئ. د دې تر څنګ به د روغتيايي او تقاعد بيمې لپاره هم ۳۰۰ اضافه یورو درکول کيږي. همدا شان تاسې کولای شئ د حسابدارۍ او بازارموندنې په شان مسایلو په اړه په وړيا ورکشاپونو کې هم برخه واخلئ. له دې شپږمياشتنۍ مودې وروسته يو بل فرصت هم شته چې له مخې يې کولای شئ هره مياشت تر ۳۰۰ يورو پورې مالي مرسته ترلاسه کړئ. دا چې تاسې دا مرسته ترلاسه کوئ او که نه؛ ستاسې له اړوند مامور سره اړه لري. په دې اړه ټوله پرېکړه د هغه په لاس کې ده او که رد يې کړي؛ پر وړاندې يې اعتراض نه شئ کولای.

             

            لومړنۍ مالي‌مرسته (Einstiegsgeld)

            هغه کسان چې د د جاب‌سنټر پیسې ترلاسه کوي او غواړي چې د بشپړ وخت لپاره آزاد کار پيل کړي؛ کولای شي د پيل د پیسو (Einstiegsgeld) په نامه د مالي ملاتړ غوښتنه وکړي. د دې پيسو ترلاسه کولو لپاره بايد يو ښه سوداګريز پلان، خپله سي‌وي او د ماليې په اداره کې د ثبت سندونه له ځان سره ولرئ. د دې تر څنګ ښايي اړوند مامور پر سوداګريز پلان د يوه متخصص کس د نظر غوښتنه هم وکړي. د دې پيسو اندازه د هر چا لپاره توپير کوي او ستاسې د بېکارۍ له مودې او پر تاسې د نورو تکيه کسانو (Bedarfsgemeinschaft) له شمېر سره تړلې ده. پر دې د پاسه د کار لپاره د کمپيوټر په شان د نورو اړينو توکو د پیسو غوښتنه هم کولای شئ. په ټوليز ډول تر ۲۴ مياشتو پورې له دې مرستې څخه ګټه اخستلای شئ. دا چې تاسې دا مرسته ترلاسه کوئ او که نه؛ ستاسې له اړوند مامور سره لري. په دې اړه ټوله پرېکړه د هغه په لاس کې ده او که رد يې کړي؛ پر وړاندې يې اعتراض نه شئ کولای.

              له پرمختيايي بانکونو ارزانه قرضه ترلاسه کول

              د (KfW) په شان له پرمختيايي بانکونو څخه قرضه ترلاسه کول، د نورمالو بانکونو د قرضو په پرتله ارزانه دي او سود يې لږ دی. د دې تر څنګ کولای شئ د پیسو د بېرته ورکړې لپاره يوه داسې نېټه وټاکئ چې د قرضې له ترلاسه کولو يو څه وخت وروسته پيل شي. په دې ډول اړ نه ياست چې د قرضې له ترلاسه کولو سملاسي وروسته د قسطونو ورکول پيل کړئ. په ياد مو وي چې د دې قرضې ترلاسه کولو لپاره بايد وختي غوښتنه وکړئ. د دې کار لپاره اړتيا نشته چې مخامخ پرمختيايي بانک ته ورشئ. کولای شئ له خپل نورمال بانک سره اړيکه ونيسئ. وروسته به ستاسې بانک د کرېدت ترلاسه کولو لپاره پرمختيايي بانک ته ستاسې غوښتنه وليږي. 

              له تضمينوونکو بانکونو څخه د قرضې تضمين ترلاسه کول

              تضموونکی بانک (Bürgschaftsbank) کولای شي ستاسې د قرضې لپاره ستاسې پر ځای مسؤوليت پر غاړه واخلي. د قرض اخستلو پر مهال بايد ثابته کړئ چې که فرض کړه کاروبار مو ناکام هم شي؛ کولای شئ قرضه بېرته ورکړئ. که خپله څه پشتوانه ونه لرئ؛ کېدای شي يو تضمينوونکی بانک مو ضمانت وکړي. په دې ډول د قرضې ترلاسه کولو لپاره ستاسې چانس لوړيږي. د دې تضمين غوښتنه هم په مخامخ ډول خپله نه شئ کولای او بايد د خپل نورمال بانک له لارې مخته ولاړ شئ. 

                پر (fuer-gruender.de) او (deutschland-startet.de) وېبسایټونو کې د خپل کاروبار د نظريې لپاره د قرضې ترلاسه کولو چانسونه کتلای شئ. هر ايالت او ستاسې حالت ته په کتو، د هر کس لپاره د تمويل بېلابېل پروګرامونه شته. پر دواړو وېبسایټونو لنډ پوښتنليکونه موندلای شئ چې له ډکولو وروسته يې د تمويل د وړيا پروګرام په اړه ځواب ترلاسه کولای شئپر (deutschland-startet.de) وېبسایټ هم د مالي ملاتړ او قرضې د بانکونو په اړه نور مالومات موندلای شئ. 

                  • -  د ښځو لپاره ځانګړې سپارښتنې او د ملاتړ وړاندیزونه د برابرو حقونو د فدرالي  وزارت پر  (Perspektiven schaffen) وېب‌پاڼه کې موندل کېږي.

                  • -  د عمومي ملاتړ تر څنګ د ښځو لپاره ځانګړي پروګرامونه هم شته، لکه د برلین د بنسټ اېښودونکو ښځو بونس   (Gründerinnenbonus)  نور سیمه‌ییز وړاندیزونه هم ممکن دي – لکه د Trading Twins له لارې.

                  • - د (Founderland) بنسټ د BIPoC يا رنګه پوستو ښځې د مالي تمویل په برخه کې کار کوي. د بیلګې په توګه لارښوونې او خبرو اترو او روزنې له لارې، څو پانګه‌والو یا Business Angels ته لاسرسی ومومي.

                  • يادونه: سوداګريزې پرښتې (Business Angels) هغه شتمن کسان دي چې په ځوانو شرکتونو کې د پیسو، پوهې او اړیکو پانګونه کوي.

                    د ازاد کاروبار پيل

                    د آزاد کارکوونکي په توګه د ځان ثبتولو لپاره د خپلې سيمې د ماليې ادارې يا (Finanzamt) ته ورشئ. د دې ادارو تر ټولو نږدې څانګه د (Behördenwegweiser) پر وېبسایټ موندلای شئ. هلته په د خالي ځايونو په ښۍ خوا کې خپله پوستي پته او په چپه خوا کې (Finanzamt) وليکئ. کله چې دا اداره ومومئ؛ کولای شئ يو ليک ورته ولېږئ او د ځان د ثبتولو په اړه خبر ورکړئ. دا کار بايد د پر خپلو پښو ولاړ کس په توګه له کار پیلولو وروسته د څلورو اونيو د ننه کې وکړئ. له دې وروسته به د ماليې اداره تاسې د ماليې ټولولو لپاره پوښتنليک وليږي او په هغه کې ليکل شوې ټولې پوښتنې بايد ځواب کړئ. هلته بايد دا هم څرګنده کړئ د کوچنيو کاروبارونو قوانين کارول غواړئ او که نه. د ماليې ټولولو پوښتنليک په مخامخ ډول د ماليې له ادارې اخستلای او بېرته د برېښناليک له لارې ياد وزارت ته لېږلای شئ. په دې ډول به ډېر وخت وسپموئ. د دې پوښتنليک له لېږلو وروسته به د ماليې اداره تاسې ته د ماليې يوه شمېره (Steuernummer) راوليږي. د پوښتنليک ډکولو لپاره مرسته د (www.fuer-gruender.de) په شان وېبسایټونو له لارې ترلاسه کولای شئ. د دې تر څنګ د ماليې له مشاور څخه مرسته غوښتلای شئ. البته د ماليې د مشاور مرسته ترلاسه کول لګښت لري. په خپله سيمه کې د ماليې يو مشاور د (steuerberater.de) وېبسایټ له لارې موندلای شئ.

                    د ماليې ټولولو د پوښتنليک ډکولو لپاره تاسې د ماليې د پېژند شمېرې (Steueridentifikationsnummer) ته اړتيا لرئ. د ماليې د پېژند دا شمېره په اتومات ډول هر هغه چا ته راځي چې په لومړي ځل په جرمني کې د اوسېدونکي په توګه ثبت شي او بيا د ژوند تر پايه پاته کيږي. همدا شان هغه ماشومان چې په جرمني کې نړۍ ته راځي؛ همدا ډول شمېره په اتومات ډول ترلاسه کوي. که څوک خپله د ماليې د پېژند شمېره ورکه کړي او يا يې هېره شي؛ کولای شي د جرمني د ماليې له مرکزي ادارې بله ترلاسه کړي. 

                    يادونه: د سوداګرو پر خلاف، تاسې اړ نه ياست چې د سوداګرۍ په اداره (Gewerbeamt) کې ځان يا خپل کاروبار ثبت کړئ.

                      د خپل کاروبار د ثبت پر مهال بايد د خپل شرکت ډول او قانوني چوکاټ په ګوته کړئ. قانوني چوکاټ او د شرکټ ډول، ستاسې پر مسؤوليتونو او ماليې ډېر اغېز لري. ډېری آزاد کارکوونکي چې يوازې کار کوي؛ د يوکسيز يا انفرادي شرکت (Einzelunternehmen) چوکاټ غوره کوي. هغه کسان چې له نورو سره په ګډه کاروبار کوي؛ د (GbR) په چوکاټ کې کار پیلوي. که څوک غواړي چې له يوه يا ډېرو نورو آزادو کارکوونکو سره په ګډه خپلواک کار پیل کړي؛ ښايي د سوداګريز مشارکت (Partnerschaftsgesellschaft) قانوني چوکاټ ورته ښه وي. په دې چوکاټ کې کارکوونکي بايد خپل شرکت د شرکتونو د ثبت (Partnerschaftsregister) په اداره کې ثبت کړي. د دې کار لپاره ښايي د يوه نوتار مرستې ته اړتيا ولرئ. په خپل شاوخوا کې د يوه نوتار موندلو لپاره د (notar.de) وېبسایټ ته ورشئ. 

                      دا پورته ټول ياد شوي ډولونه د شخصي شرکتونو په نوم ياديږي. د دې شرکتونو خاوندان نه يوازې د خپلو سوداګريزو توکو او شتمنيو بلکې د خپلو شخصي شتمنيو مسؤوليت هم لرئ. آزاد کارکوونکي همدا شان کولای شي د سهامي شرکتونو (GmbH, KG, OHG, AG,…) له منځه يو غوره کړي. په دې حالت کې تاسې د خپل شخصي شتمنۍ مسؤوليت نه لرئ. البته له دې وروسته تاسې آزاد کارکوونکی نه ګڼل کېږئ او بايد سوداګريزه ماليه هم ورکړئ. 

                      د بېلابېلو قانوني چوکاټونو په اړه نور مالومات او جزئيات پر (Wir gründen in Deutschland) او(gruenderplattform.de) وېبسایټونو موندلای شئ. 

                        که په کال کې مو ټول خرڅلاو له ۲۵٫۰۰۰ یورو زيات نه شي او په روان کال کې مو پېر او پلور له ۱۰۰زره یورو وانه وړي، کولای شئ د وړو کاروبارونو د قوانينو له کارولو ګټه واخلئ. د واړه کاروبار درلودونکي پر ارزښت د اضافه ماليې (Umsatzsteuer) له ورکولو خلاص دي. د اصولو له مخې د دې کار لپاره دوی يوازې د حسابونو ثبتول او د ګټې محاسبه کافي ده. د ماليې ادارې ته د ماليې د تصفيې له پاڼې وړلو مخکې کولای شئ څرګنده کړئ چې تاسې د وړو کاروبارونو قوانين کارول غواړئ. په ياد مو وي چې د واړه کاروبار د درلودونکي په توګه تاسې اجازه نه لرئ چې په خپلو بېلونو کې په خپل سر پر ارزښت اضافه ماليه منفي کړئ. البته د (§ 19 UStG) له مخې کولای شئ څرګنده کړئ چې دا ماليه نه ده محاسبه شوې. همدا شان نه شئ کولای مخکې له مخکې اړينه ماليه کسر کړئ.

                        هر وخت مو چې خرڅلاو له پورته يادې شو اندازې لوړ شو او يا مو غوښتل چې د نورو دلايلو له مخې د واړه کاروبار له قانونه راووزئ؛ کولای شئ په ليکلي ډول د ماليې ادارې ته خبر ورکړئ او د ماليې نورمال ډول ته کاروبار بدل کړئ.

                        يادونه: که په روان کال کې مو پېر او پلور له ۱۰۰زره یورو واوړي، د وړو کاروبارونو قوانين نه پلي کيږي او باید له هماغه ورځې پر ارزښت اضافه ماليه ورکړئ.

                        د واړه کاروبار په اړه د نورو مالوماتو ل‍پاره پر (fuer-gruender.de) وېبسایټ بشپړ مالومات موندلای شئ.

                          په جرمني کې ځينې آزاد کاروبارونه د (kammerpflichtige Freie Berufe) په نوم ياديږي. اتحاديه يا (Kammer) هغه بنسټونه دي چې ځانګړې دندې څاري، فوانين ورته جوړوي او د خپلو غړو استازيتوب کوي.د ازادو کاروبارو له ډلې د طبابت، غاښونو ډاکټرۍ، د ژويو ډاکټرۍ، فارمسۍ، نوتار، وکالت، د بيمې مشاوره، د اقتصاد پوه، مهندس او مشاور انجينر په شان ځينې آزادې دندې د (kammerpflichtige Freie Berufe) په نوم ياديږي. که له دې څانګو په يوه کې کار کوئ؛ بايد د خپلې سيمې په (berufsständischen Kammer) يا (Standeskammer) کې هم ځان راجستر کړئ. د دې ادارو تر ټولو نږدې څانګه پر (Behördenwegweise) موندلای شئ. هلته په چپه خوا کې (Kammern) او په راسته خوا کې خپله پوستي پته وليکئ او ياده شوې اداره ومومئ. د ثبت پر مهال بايد دا ثابته کړئ چې تاسې دې د دې کار ترسره کولو لپاره اړينه پوهه، زده‌کړې او سندونه لرئ. که غواړئ له خپل وطنه راوړل شوي د زده‌کړو سندونه مو په جرمني کې رسمي کړئ؛ کولای شئ زموږ بل څپرکی (د سندونو رسمي‌کول) وګورئ.

                          دا چې ستاسې مسلک په اتحاديو کې بايد ثبت شي‌ او که نه، دا لړ وګورئ. 

                          د فيزيوتراپېستانو په شان غيرطبي روغتيايي دندې بايد د روغتيا په اداره (Gesundheitsamt) کې ثبت شي او هلته بايد اړوند سندونه ښکاره کړل شي. په خپل شاوخوا کې د روغتيا تر ټولو نږدې اداره هم په پورته ياد شوي وېبسایټ کې موندلای شئ. 

                            روغتيايي بيمه

                            آزاد کارکوونکي کولای شي د دولتي او شخصي روغتيايي بيمو تر منځ يوه غوره کړي. په دې اړه لا ډېر مالومات زموږ په بل څپرکي (روغتيايي بيمه) کې لوستلای شئ. په جرمني کې د هر چا لپاره د روغتيايي بيمې درلودل جبري دي. د هنرمندانو او خپروونکو لپاره د دولتي او شخصي روغتيايي بيمې تر څنګ، د هنرمندانو په روغتيايي بيمه (Künstlersozialkasse (KSK)) کې هم د شاملېدو چانس شته. په دې بيمه کې له شاملېدو سره به ستاسې د روغتيايي، اوږدمهاله پالنې او تقاعد د بيمو نيمايي لګښت د دولت يا نورو بنسټونو له لوري ورکړل شي. البته په دې بيمه کې له راجستر سره سم څوک په اتومات ډول نه شامليږي. دا ادراه به لومړی د آزاد کارکوونکي په توګه ستاسې پر حالت ځان ډاډه کړي.

                             

                            د تقاعد بيمه

                            ځينې آزاد کارکوونکي اړ دي چې د تقاعد د بيمې لپاره ځانونه ثبت کړي. د نورو لپاره د تقاعد بيمه جبري نه ده او خپله يې د اخستلو يا نه اخستلو واک لري. که څوک د طبابت، غاښونو ډاکټرۍ، د ژويو ډاکټرۍ، فارمسۍ، نوتار، وکالت، د بيمې مشاوره، د اقتصاد پوه، مهندس او مشاور انجينر په شان ځينې آزادې دندې چې د (kammerpflichtige Freie Berufe) په نوم ياديږي؛ تر سره کوي؛ بايد د خپلې سيمې د پاملرنې په ټولنه (Versorgungswerk) کې ځان د تقاعد لپاره بيمه کړي. هغه کسان چې د آزادو ښوونکو، نرسانو، روغتياپالانو او نورو کسانو په شان (besonders schutzbedürftigen) دندې ترسره کوي؛ اړ دي چې ځانونه د تقاعد لپاره بيمه کړي. په دې اړه زيات مالومات د جرمني د تقاعد د بيمو پر وېبسایټ لوستلای شئ. پاته کسان کولای شي په خپله خوښه ځانونه د تقاعد په بيمه کې شامل کړي او يا په شخصي ډول د ځان غم وخوري. دا کسان بايد د تقاعد پر مهال د ژوند د لګښتونو پوره کولو لپاره خپله يو پلان جوړ کړي. 

                             

                            که څوک غواړي؛ خپله کولای شي د بېکارۍ په بيمه کې هم ځان شامل کړي او له ګټه ترې واخلي. دا کار د خپل کاروبار د پیلولو په لومړيو درې مياشتو کې، د کار په اداره کې کولای شئ. په دې اړه ډېر مالومات پر (existenzgruendungsportal.de) وېبسایټ لوستلای شئ. 

                            د پېښو بيمه

                            د اصولو له مخې بايد آزاد کارکوونکي د کاري پېښو بیمه (Berufsunfallversicherung) هم ولري. د دې بيمې ترلاسه کولول لپاره د خپل مسلک اړوند په کاري اتحاديه (Berufsgenossenschaft) په نوم اداره کې ځان ثبتولای شئ. که څوک په کار کې له کومې پېښې يا ناروغۍ سره مخ شي؛ اړونده کاري اتحاديه به مرسته ورسره وکړي. که څوک د کار لپاره نور کسان وګماري؛ هغوی هم بايد هلته بيمه کړي. دا اتحاديې تاسې ته د کاري خونديتوب په اړه مشورې او لارښوونې هم کولای شي. 

                            د معلوليت بيمه

                            که څه هم جبري نه ده خو ښه ده چې د کاري معوليت بيمه (Berufsunfähigkeitsversicherung) هم ولرئ. که د کومې پېښې يا ناورغۍ له کبله خپل کار ته دوام ورنه شئ کړای؛ دا بيمه به هره مياشت يو څه پیسې درکړي. پر (Check24) وېبسایټ بېلابېلې بيمې يو له بل سره پرتله کولای شئ. 

                            نورې بيمې

                            هغې دندې يا کار ته په کتو چې تاسې يې ترسره کوئ؛ ښايي غوره وي چې د مسلکي مسؤوليت په بيمه (Berufshaftpflichtversicherung)، سوداګريز مسؤوليت بيمه (Betriebshaftpflichtversicherung) او د جايداد بيمه (Sachversicherung) کې هم ځان شامل کړئ. دا بيمه هغه مهال ستاسې تاوان پرې کوي چې که بل چا ته مالي زيان ورسوئ. د بېلګې په ډول که چا ته ناسمه مشوره ورکړئ او هغه يې له مخې تاواني شي؛ تاوان به يې دا بيمه ورکړي. دا بيمه په ځانګړي ډول د وکيلانو، محاسبانو، مهندسانو، انجينيرانو، ډاکټرانو او ژباړنانو لپاره غوره ده. د تجارتي مسؤوليت بيمه هغه مهال ګټوره ده چې که بل کس يا د هغه شتمنۍ ته زيان ورسوي. له دې بيمه پرته ښايي ستاسې ټول مسلکي ژوند زيانمن شي. د جايداد له بيمې سره کولای شئ د خپل کار توکي وسيلې کړئ. د بېلګې په ډول که کوم شی خرابيږي او يا له منځه ځي؛ کېدای شي دا بيمه يې تاوان درکړي او يايې نوی درته واخلي. . پر (Check24) وېبسایټ بېلابېلې بيمې يو له بل سره پرتله کولای شئ. 

                              بېلونه، حسابونه او ماليې

                              که د ازاد کاروباري يا شرکت د درلودونکي په توګه چا ته يو کار يا خدمت ترسره کړئ؛ بايد د حساب يو بېل (Rechnung) ورته وليکئ. دا کار بايد د کار له ترسره کېدو وروسته د شپږو مياشتو په د ننه کې وشي. ټول بېلونه چې تاسې يې ورکوئ؛ بايد تر لسو کالونو پورې له ځان سره وساتئ. ښايي د ماليې اداره يې کله ناکله غوښتنه وکړي او وګوري چې تاسې په سمه توګه ماليه ورکړې ده او که نه.

                              ستاسې بېلونه بايد د ځانګړو مالوماتو درلودونکي وي. دا مالومات په لاندې ډول دي:

                              • ستاسې نوم او لاسليک

                              • د بېل ترلاسه کوونکي کس نوم او لاسليک

                              • د بېل ورکولو نېټه

                              • د خدمت ترسره کولو موده

                              • د خدمت يا کار ډول، موخه او د ترسره کولو نېټه

                              • ستاسې د ماليې شمېره او يا پر ارزښت د اضافه ماليې نمبر (Umsatzsteueridentifikationsnummer)

                              • د بېل نمبر 

                              • د اضافي ماليې نرخ او خالص يا ناخالص مبلغ اندازه (که څوک د واړه کاروبار لرونکی وي؛ د ورکول کېدونکي مبلغ اندازه او داسې يو ياداښت چې څرګنده کړي چې پر تاسې د (§19 UstG) له مخې اضافه ماليه نه راځي. 

                              البته غوره ده چې په بېل کې د بېل د ترلاسه کوونکي مشتري شمېره، د تاديې يا د پیسو د ورکړې موده او د خپل بانکي اکونټ مالومات هم وليکئ.

                                د آزاد کارکوونکي په توګه تاسې اجازه لرئ چې د حساب کتاب (Buchführung) لپاره د اضافه عايد شمېرنه (Einnahmen-Überschuss-Rechnung) سيستم وکاروئ. په دې سيستم کې بايد ټول لګښتونه او عايدات په يوه کتابچه يا ډيجيټل فورمه کې ثبت کړئ. په دې اړه زيات مالومات پر (fuer-gruender.de) وېبسایټ موندلای شئ. که سهامي شرکت مو جوړ کړی وي؛ بايد (doppelte Buchführung) په نوم سيستم وکاروئ. 

                                په ياد مو وي چې تول بېلونه او د تصفيې سندونه بايد لږ تر لږه تر لسو کالونو پورې وساتئ. ښايي ځينې وخت د ماليې اداره د ارزونې يا پلټنې پر مهال د دې سندونو غوښتنه وکړي. 

                                  د يوه آزاد کارکوونکي په توګه تاسې بايد د ګټې يا عايد ماليه ورکړئ. همدا شان اړ ياست چې مخکې او پر ارزښت د اضافه ماليې (Vor- und Umsatzsteuer) په نوم ماليې هم ورکړئ چې په عمومي ډول د (Mehrwertsteuer) په نوم ياديږي. د دې ټولو ماليو د ورکولو لپاره مودې ټاکل شوې دي چې بايد مخکې له مخکې ورته تيار وئ او ځان ورته ثبت کړئ.

                                   

                                  • د ګټې يا عايد د ماليې (Einkommenssteuer) اندازه ستاسې د کاروبار له ګټې سره تړلې ده. هر څومره چې ستاسې ګټه زياته وي، په هماغه اندازه بايد د عايد زياته ماليه ورکړئ. له دې ماليې څخه د کاروبار لپاره د موټر، ځای يا اعلانونو په شان د نورو توکو پیسې کمولای شئ. آزاد کارکوونکي بايد د عايد ماليه مخکې له مخکې ورکړي. يوازې هغه مهال له وخت مخکې دا ماليه نه ورکوئ چې په کال کې مو د عايد سنجول شوې ماليه له ۴۰۰ يورو کمه وي. همدا شان که ګټه مو له ۱۱٬۶۰۴ (۲۰۲۵ کال) يورو کمه وي، د عايد ماليه به درنه وانه خستل شي. مخکې له وخته ماليه د مارچ په لسمه، د جون په لسمه، د سپتمبر په لسمه او يا د دسمبر په لسمه ورکول کيږي. له دې نېټو وړاندې د ماليې ادارې له لوري يو ل‍يک ترلاسه کوئ چې د ورکول کېدونکې ماليې اندازه پکې ليکلي وي. دا د ماليې راټولولو له هغه پوښتنليک سره اړه لري چې تاسې څه ډول محاسبه کړې ده (کاروبار مو نوی پیل کړی) او يا پخوانۍ ګټه لرئ (د کار له پیلولو مو لږ تر لږه يو کال کيږي). کله چې د ټولو کال لپاره د ماليې د تصفيې سند وړاندې کړئ؛ له محاسبې وروسته به مالومه شي چې نوره ماليه هم بايد ورکړئ او که اضافي پیسې به بېرته ترلاسه کړئ. که له وخته مخکې مو ډېرې پیسې ورکړې وي او وروسته مو ګټه لږ کړې وي؛ اضافي پیسې به بېرته درکړل شي. همدا شان، که له وخته مخکې مو د ماليې لږ پیسې ورکړې وي؛ بايد د يوې مياشتې په د ننه کې باقي نورې هم ورکړئ. که ګټه مو له ۱۱٬۶۰۴ يورو کمه وي، د عايد ماليه به درنه وانه خستل شي. البته د دې کار لپاره هم بايد د ماليې د تصفيې سند وړاندې کړئ. د ماليې د تصفيې په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (د ماليې حسابونو تصفيه) کې لوستلای شئ. 

                                   

                                  • که څوک د خپل کاروبار پر مهال پانګه کښته او پورته کوي؛ د اصولو له مخې پر ارزښت اضافه ماليه (Umsatzsteuer) هم بايد ورکړي. که پر تاسې د کوچنيو کاروبارونو قوانين نه عملي کيږي؛ بايد په عمومي ډول د خرڅلاو يا په دوران کې د پانګې ۱۹٪ پر ارزښت اضافه ماليه ورکړئ. د ليکوالو، هنرمندانو او ورته نورو آزادو دندو ترسره کوونکي بايد د دې ډول ماليې ۷٪ ورکړي (§12 Umsatzsteuergesetz). په ځينې بشري‌طبي څانګو پورې تړلي فعاليتونه بيا په بشپړ ډول له دې ماليې خلاص دي (§4 Umsatzsteuergesetz). د اصولو له مخې بايد پر ارزښت اضافه ماليه د هرې مياشتې تر لسمې نېټې پورې د ماليې ادارې سره ثبت کړئ. د دې کار لپاره بايد د خپلې ماليې اندازه محاسبه کړئ. د محاسبې پر مهال بايد هغه ماليه منفي کړئ چې ستاسې له لوري نورو اړونده شرکتونو ته د خدمت او يا توکو اخستلو لپاره ورکول شوې ده. دې تفريق شوې ماليې ته (Vorsteuer) وايي. د ماليې په اداره کې د دې ماليې د ثبت لپاره بايد (www.elster.de) وېبسایټ ته ولاړ شئ. که د محاسبې له مخې باقي کېږئ نو بايد د ماليې ادارې ته پیسې ورکړئ او که ستاسې ورکړې ماليه ډېره وي؛ د ماليې اداره به بېرته پیسې درکړي. په دې ډول د کال په پای کې پر ارزښت له اضافه ماليې (VAT) سره يو ځای د تصفيې سند جوړيږي. دا سند بايد د هر کال د جولای مياشتې تر ۳۱ نېټې وړاندې شي. 

                                  يادونه: د وړو کاروبارونو يا وړو شرکتونو (Kleine Unternehmen) درلودوونکي پر ارزښت اضافه ماليه نه ورکوي خو بايد د دې ماليې د محاسبې سند جوړ او د ماليې ادارې ته يې وړاندې کړي. 

                                  • د سوداګريزو کاروباريانو پر خلاف د آزادو کارونو ترسره کوونکي اړ نه دي چې سوداګريزه ماليه (Gewerbesteuer) ورکړي. 

                                   

                                  د خپلې ماليې د تصفيې د لومړي سند له وړاندې کولو مخکې د ماليې له يوه مشاور سره سلا وکړئ. که څه هم دا مشوره لګښت ته اړتيا لري خو له دې پرته، په ښه ډول د هر څه ترسره کولو ممکن نه دي. په خپل شاوخوا کې د ماليې يو مشاور پر (steuerberater.de) وېبسایټ موندلای شئ. 

                                   

                                  يادونه: د کرونا د وبا پر مهال فدرالي حکومت ځینې مهلتونه وغځول. له دې ډلې اوس هم یو غځول شوی مهلت نافذ دی: د ۲۰۲۴ کال د مالیې د اعلامیې سپارل تر ۲۰۲۶ د اپرېل تر ۳۰مې پورې ممکن دي. البته یوازې هغه وخت، که ستاسو د مالیې اعلامیه د یو مالیاتي سلاکار له لوري جوړه شي.

                                    د ماليې د تصفيې سند يوازې په الکترونکي بڼه وړاندې کولای شئ. د دې کار لپاره (www.elster.de) رسمي وېبسایټ او يا هم د (smartsteuer, taxfix, wundertax) په شان نور لګښت لرونکي وېبسایټونه کارولای شئ. د السټر وېبسایټ کارول يو څه سخت دي خو تاسې ته ښيي چې څه بايد وکړئ او څنګه وړاندې ولاړ شئ. البته نور وېبسایټونه يا اپليکېشنونه آسانه دي خو ښايي کارول يې لګښت ولري. البته کولای شئ د ماليې د يوه مشاور په مرسته هم خپل سندونه برابر کړئ. د مشاور ګمارل هم لګښت لري خو کېدای شي د تصفيې د مسلکي سند په برابرولو د ډېرې ماليې له ورکولو مخنيوی وشي. په خپل شاوخوا کې د ماليې يو مشاور پر (steuerberater.de) وېبسایټ موندلای شئ. د لا زياتو مالوماتو لپاره زموږ بل څپرکی (د ماليې د حسابونو تصفيه) وګورئ.

                                      د ازاد کارکوونکي په توګه نور بايد څه وکړم؟

                                      که څوک د آزاد کارکوونکي په توګه ثبت وي خو په اصل کې له بل چا سره په معاش کار وکړي؛ کار يې د (Scheinselbständigkeit) په نوم ياديږي. دا په دې مانا چې دا کس يوازې د کاغذ پر مخ آزاد کارکوونکی دی خو په اصل کې بل ځای مامور دی. په داسې حالاتو کې اړوند شرکت بايد تاسې په رسمي ډول استخدام کړي او ستاسې لپاره د ټولنيزو بيمو ونډه او د عايد بيمه ورکړي. جعلي آزاد کار په جرمني کې منع دی او قانون يې ترسره کوونکي او ګمارونکي دواړو ته سزا په پام کې نيولې ده. د جعلي او اصلي آزاد کار په اړه نور مالومات د (www.ihk.de) پر وېبسایټ لوستلای شئ. 

                                        هو. البته د خپل مسلک او ګمارل کېدونکو کسانو د شمېر اړوند قوانين بايد په پام کې ولرئ. په ياد مو وي چې تاسې يوازې هغه وخت آزاد کارکوونکی بلل کېږئ چې د خپلو ټولو کارونو او فعاليتونو مسؤوليت ستاسې پر غاړه وي. که ستاسې له لوري ګمار شوي کسان مسلکي مسؤوليتونه ولري؛ کېدای شي د آزاد کارکوونکي په توګه ونه ګڼل شئ او کار مو سوداګري (Gewerbe) وګڼل شي. که داسې وشي نو بايد تجارتي ماليه (Gewerbesteuer) هم ورکړئ. 

                                        دا چې نور کارکوونکي د بشپړ وخت يا نيمه وخت لپاره ګمارئ؛ له تاسې سره اړه لري. البته نورو آزاد کارکوونکو ته هم د ځانګړو خدمتونو لپاره پیسې ورکولای شئ. په ياد مو وي چې که ستاسې له کارکوونکو څوک په مياشت کې له ۵۵۶  يورو زياتې وګټي؛ بايد د ټولنيزو بيمو ونډه يې هم ورکړئ. د دې ونډې اندازه د کارکوونکي د معاش شاوخوا ۲۱،۹٪ جوړوي. د نيمه وخت کار يا ميني جاب کارکوونکو لپاره د دې بيمو د ورکړې اړتيا نشته خو د ميني جاب مرکز ته بايد د هغوی د معاش شاوخوا ۳۱٪ پیسې ورکړئ.

                                        د کارکوونکو د ګمارلو پر مهال مو بايد لاندې ټکيو ته پام وي:

                                         

                                        1. د هر کارکوونکي لپاره د کار ادارې د شرکتونو د شمېرو له څانګې (Betriebsnummern-Service (BMS) بايد د شرکت شمېره (Betriebsnummer) ترلاسه کړئ. دا شمېره د ټولنيزو بيمو يا د ميني‌جاب په مرکز کې د کارکوونکو د ثبتولو لپاره اړينه ده.

                                        2. له کارکوونکو سره بايد کاري قرارداد په ليکلي ډول لاسليک کړئ. په دې ډول کولای شئ د ناسم پوهاوي او حقوقي ستونزو د رامنځته کېدو مخنيوی وکړئ. د دې تړونونو د ليکلو لپاره ځانګړي اصول په پام کې نيول کيږي. په دې اړه زيات مالومات د کار او ټولنيزو چارو د فدرالي وزارت پر وېبسایټ لوستلای شئ. همدا شان د (IHK) پر وېبسایټ هم د کاري تړونونو ځينې بېلګې ليدلای شئ. 

                                        3. خپل ټول کارکوونکي بايد د ټولنيزو بيمو او ميني‌جاب په مرکزونو کې ثبت کړئ. که کارکوونکي مو د کورنۍ غړي هم وي؛ بايد دا کار وکړئ. که دا کار ونه کړئ؛ ښايي جريمه شئ. ثبتول پر (sv.net) وېبسایټ په انلاين ډول کولای شئ. 

                                        4. خپل کارکوونکي بايد د حادثو په دولتي بيمه (Unfallversicherung) کې ثبت کړئ. 

                                        5. خپلو کارکوونکو ته بايد لږ تر لږه تر ټولو لږ ټاکل شوی معاش ورکړئ. په دې اړه ډېر مالومات د کار او ټولنيزو چارو د فدرالي وزارت  له کارکوونکو ترلاسه کولای شئ. د دې ادارې کارکوونکي ستاسې په خدمت کې دي او په (۰۳۰۶۰۲۸۰۰۲۸) شمېره اړيکه ورسره نيولای شئ. له دې ادارې مشوره ترلاسه کول وړيا دي.

                                        6. تاسې بايد د خپلو کارکوونو له معاشونو د عايد ماليه کمه کړئ. که څوک د کليسا ماليه ورکوي؛ هغه هم بايد کمه کړئ او هره مياشت يې د ماليې ادراې اکونټ ته ولېږئ. په دې اړه ډېر مالومات پر (fuer-gruender.de) وېبسایټ لوستلای شئ. 

                                          هو. هر څوک کولای شي د خپلې دندې تر څنګ آزاد کار هم وکړي. د دې ډول کارکوونکو لپاره هم هماغه قوانين پلي کيږي کوم چې د معمولي آزاد کارکوونکي لپاره دي. په ياد مو وي چې په داسې وختونو کې د خپلې دندې د معاش او د همدا شان د آزاد کار د ګټې، دواړو ماليه درنه اخستل کيږي.

                                            که غواړئ له ثبت وروسته ازاد کار پرېږدئ؛ بايد د ماليې په اداره يا فينانڅ‌امت کې ځان له د ثبت له پاڼو وباسئ. د دې کار لپاره اړينه فورمه د فينانڅ‌امت پر وېبسایټ موندلای شئ. دا فورمه بايد ډکه کړئ او د ماليې اړوندې ادارې ته يې ولېږئ. که دا فورمه نه شئ موندلای؛ کولای شئ د ماليې له ادارې نه يې د برېښناليک په وسيله غوښتنه وکړئ. البته د دې کار لپاره بايد دوی ته د خپلې ماليې نومره (Steuernummer) وليکئ. د ماليې اداره به وروسته دا فورمه تاسې ته وليږي. د خپلې سيمې د ماليې اداره د سيمه‌ييز لټون پر پاڼه موندلی شئ.

                                             

                                            يادونه: که د مالي کال د ننه ځان له ثبته خلاصول غواړئ؛ بيا هم اړ ياست چې د دې کال لپاره مو د ماليې سندونه تصفيه کړئ.  که غواړئ د پوره‌وخته کار پر ځای، نيمه‌وخته ازاد کار وکړئ؛ اړتيا نشته چې د ماليې په اداره کې ځان ثبت کړئ. که اوس د کوچني کاروبار تر قوانينو لاندې راځئ؛ بايد د ماليې له ادارې سره ځان ثبت کړئ؛ څو د مخکينۍ ماليې (Vorsteuer) له ورکړې خلاص شئ. په ياد مو وي چې که د ازاد کارکوونکي په توګه نيمه‌وخته کار کول غواړئ؛ بايد د ماليې سندونه مو تصفيه کړئ. 

                                              مهم

                                              که څوک د کاغذ له مخې آزاد کارکوونکي وي خو په اصل کې د کوم بل شرکت لپاره په معاش کار کوي؛ د (Scheinselbständig) په توګه مجرم ګڼل کيږي. په دې اړه زيات مالومات د (DGB) پر وېبسایټ ولولئ.

                                              سره ورته سکالوګانې

                                              په فورم کې زموږ ټولنه

                                              هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.

                                              فورم ته دوام ورکړئ

                                              ځای پر ځای ملاتړ

                                              د مشورتي ادارو، ملاقات ځايونو او نورو وړانديزونو په لټه کې ياست؟ نو زموږ لټونګر ماشين. وکاروئ.

                                              سيمه‌ييز لټون ته ورشئ
                                              یو پروژه د
                                              • medienmacher
                                              • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
                                              • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
                                              • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
                                              تميلوونکي:
                                              • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو