د جرمني د لوړو زدهکړو ويزه (Studentenvisum)

څه ډول کولای شم په جرمنيکې زدهکړې وکړم؟
په جرمني کې ډېر پوهنتونونه او د لوړو زدهکړو ګڼ بنسټونه شته. دلته له ټولې نړۍ څخه ګڼ محصلان په زدهکړو بوخت دي. که په خپل هېواد کې ژوند کوئ او غواړئ په جرمني کې زدهکړه وکړئ، بايد د دې موخې لپاره د جرمني د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ. دې اجازې ته د زدهکړو لپاره د استوګنې اجازه (Aufenthaltserlaubnis zum Zweck des Studiums) وايي او د جرمني د استوګنې قانون د ۱۶ب مادې له مخې ورکول کيږي. له اروپايي ټولنې پرته د نورو ډېری هېوادونو وګړي اړ دي چې لومړی د زدهکړو ويزه (Visum zum Zweck des Studiums) او بيا د استوګنې ياده شوې اجازه ترلاسه کړي. له دې ويزې سره جرمني ته په قانوني ډول راتلای شئ او دلته زدهکړې پيلولای شئ.
په څه بايد وپوهېږم؟
که څوک د جرمني په يوه پوهنتون، د لوړو زدهکړو بنسټونو (Hochschule)، کالج، د چمتوالي لپاره د عالي ژبې لازمي کورس او دې ته ورته نورو بنسټونو کې د زدهکړو لپاره ومنل شي؛ کولای شي د جرمني د زدهکړو د ويزې غوښتنه وکړي.
له دې پرته د لوړو زدهکړو يوه بنسټ ته نومليکنې لپاره هم د استوګنې اجازې ترلاسه کولو فرصت شته.
که د جرمني ويزې ته اړتيا لرئ؛ بايد خپل هېواد يا سيمه کې د جرمني سفارت يا کنسولګرۍ ته ورشئ او ضروري سندونه له ځان سره يوسئ. د يادونې وړ ده چې ښايي د ويزې ترلاسه کول ډېر وخت ونيسي، ځکه بايد د درسونو د پيلېدو وختونه او نورې نېټې په پام کې ونيسئ.
که جرمني ته له ويزې پرته راتلای شئ (د بېلګې په ډول د بل هېواد د شېنګن په ويزا)، له راتګ وروسته بايد په خپله سيمه کې د بهرنيانو په اداره کې ځان ثبت کړئ.
دا چې د کومو هېوادونو وګړي جرمني ته د تګ لپاره ويزې ته اړتيا لري، د جرمني د بهرنيو چارو وزارت پر وېبسایټ (auswaertiges-amt.de) يې کتلای شئ.
زموږ په بل څپرکي (د جرمني اوږدمهاله ويزه) کې د ټولو هغو سندونو لړ موندلای شئ چې د جرمني د ويزې ترلاسه کولو لپاره ورته اړتيا ده. د زدهکړو ويزې ترلاسه کولو لپاره لاندې اضافي سندونه هم بايد تيار کړئ:
- په پوهنتون يا بل اړوند تحصيلي بنسټ کې د منل کېدو سند (Immatrikulationsbescheinigung) او که يوازې پوهنتون ته د شاملېدو ويزه غواړئ، د لوړو زدهکړو بنسټونو ته د داخلېدو سند يا شهادتنامه (Hochschulzugangsberechtigung)؛ دا سند د ښوونځي د فراغت هغه سند ته وايي چې له مخې يې د لوړو زدهکړو په بنسټونو کې د زدهکړو اجازه لرئ.
- د ژوند د چارو د تمويل ثبوت. دا کار د يوه بلاک اکونټ يا بند شوي بانکي حساب (Sperrkonto) په مرسته کولای شئ. په دې اکونټ کې بايد د يوه کال لپاره ۱۱٫۲۰۸ يورو ولرئ. که خپله کافي پیسې نه لرئ، يو بل کس کولای شي ستاسې يو ژمنليک (Verpflichtungserklärung) وړاندې کړي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د اوږدمهاله ويزې لپاره ژمنليک) کې لوستلای شئ.
- روغتيايي بيمه.
- د جرمني ژبې د زدکړې د مهارت سند (که پوهنتون يا کالج مخکې له مخکې ستاسې د ژبې سندونه نه وي تاييد کړی). په عمومي توګه د لوړو زدهکړو لپاره بايد د B2 سند ولرئ.
جرمني ته له راتګ وروسته بايد د دريو مياشتو په موده کې د بهرنيانو چارو په اړونده اداره (Ausländerbehörde) کې د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ. د دې کار لپاره بايد په جرمني کې د ثبت او کرايي کور د سندونو په ګډون ټول سندونه له ځان سره ولرئ. په ياد مو وي چې د دې ادارې کارکوونکي ستاسې غوښتنه ارزوي او دا ارزونه ښايي څو مياشتې وخت ونيسي.
د زدهکړو لپاره د استوګنې اجازه زيات وخت د يوه يا دوو کالو لپاره وي خو که څوک پروګرام په ټاکل شوي وخت کې بشپړ نه کړای شي، دا موده غځول کيږي. د دې اجازې درلودلو پر مهال په کال کې ۱۲۰ بشپړې ورځې په کومه دنده کار هم کولای شئ.
د لوړو زدهکړو بنسټونو ته د شاملېدلو لپاره د استوګنې اجازه د نهو مياشتو لپاره ورکول کيږي او د ترلاسه کولو لپاره يې بايد پوهنتون ته د داخلې سندونه وړاندې کړئ. دا سندونه د ښوونځيو د فراغت سندونه دي چې په مرسته يې پوهنتونونو ته شاملېدای شئ. په ياد مو وي چې د استوګنې د دې ډول اجازې درلودلو پر مهال د کار اجازه نه لرئ او بايد د ځان لپاره د لوړو زدهکړو ځای ومومئ.
که غواړئ د زدکړو له پای ته رسولو وروسته په جرمني کې پاته شئ،کولای شئ د دندې په لټه کسانو او يا هم د ماهرو کارکوونکو په توګه د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په نورو مالوماتي څپرکيو (د کار د لټون ويزه) او (د ماهرو کسانو لپاره ويزه) کې لوستلای شئ.
مهم
په جرمني کې د لوړو زدهکړو په اړه نور مالومات زموږ په نورو مالوماتي څپرکيو (د جرمني د پوهنتونونو سيستم) او د (پوهنتونونو ته شاملېدل) کې لوستلای شئ.