د جرمني د ماليې سيستم

په جرمني کې کې کوم ډول ماليې شته؟

په مارکېټ، رستورانت، د تېلو په ټانک او معاش یا نورو ټولو ځايونو کې يو ډول نه يو ډول ماليه ورکوو. ماليه د دولت لپاره د عايد اساسي سرچينه ده او په دې وسيله حکومت خپلې چارې ترسره کوي. د جرمني حکومت د وړکتونونو، ښوونځيو، پوهنتونونو، روغتونونو، سړکونو ودانولو او د ښوونکو، پوليسو او نورو دولتي مامورينو د معاشونو ورکولو او نورو ډېرو کارونو مسؤول دی. له ماليې ټولولو پرته دولت ته ستونزمنه ده چې دا چاره ترسره کړي.

البته ماليې د ځينو نورو موخو لپاره هم اخستل کيږي. د سګرټو په شان د ضرري شيانو په ماليه اخستلو دولت غواړي د ضرري توکو کارولو مخه ونيسي. په تنباکو د لوړې ماليې له کبله د سګرټو بيه لوړيږي او ښايي ځينې کسان يې له همدې کبله پرېږدي. له بل پلوه هڅه کيږي چې د ماليو په مرسته ټولنيز عدالت پياوړی شي. هغه کسان چې ډېرې پیسې ګټي؛ د لږ عايد لرونکو کسانو په پرتله ډېره ماليه ورکوي.

د ماليې په اړه په څه بايد وپوهېږم؟

څوک بايد ماليه ورکړي؟

د ماليې شمېره (Steueridentifikationsnummer) څه ته وايي؟

د عايد ماليه (Einkommenssteuer) څه ته وايي؟

د معاش ماليه (Lohnsteuer) څه ته وايي؟

د ماليې کته‌ګورۍ يا درجې (Steuerklassen) څه ته وايي؟

د پلور ماليه (Umsatzsteuer-Mehrwertsteuer) څه ته وايي؟

د شرکتونو ماليه (Körperschaftssteuer) څه ته وايي؟

د سوداګرۍ ماليه (Gewerbesteuer) څه ته وايي؟

د کليساوو ماليه (Kirchensteuer) څه ته وايي؟

آيا مسلمانان هم د کليسا ماليه ورکوي؟

واردات او صادرات څه ډول محصول کيږي

مهم

بايد ځان ډاډه کړئ چې د ماليې ادارې ته د خپل عايد په اړه پر وخت خبر ورکړئ. تاسې کولای شئ په دې اړه نور مالومات زموږ په نورو څپرکيو کې ولولئ. په ياد مو وي چې له ماليې تېښته يا نه ورکول کوچنی جرم نه دی او سزا لري. د ماليو پټوونکي په نغدي جريمه او ځينې وخت تر ۱۰ کالو پورې په بند محکومېدلای شي.