آزاد کارکوونکي هم بايد د ماموريت ترسره کوونکو کسانو په شان ماليه ورکړي. که کلنی عايد مو له ۹زره يورو کم وي؛ د ماليې له ورکولو معاف (د ۲۰۱۸ کال د جنوري له مخې) ياست. که له دې زياتې پیسې وګټئ؛ بايد هر کال د ماليې د ورکړې اسناد ترتيب کړئ او د ماليې ادارې ته يې د هر کال د مې مياشتې له ۳۱مې نېټې مخکې يوسئ. د دې پروسې په اړه په http://www.elster.de/ کې نور مالومات موندلای شئ خو په ياد مو وي چې د دې سایټ په حقوقي مالوماتو پوهېدل يو څه ستونزمن دي. د دې تر څنګSmartSteuer.de وېبسایټ د خپلې ماليې د محاسبې لپاره کارولای شئ. د عايد د ماليې د اسنادو برابرول ښايي مالي ګټه له ځان سره ولري ځکه تاسې د کاروبار اړوند ټول لګښتونه له ماليې څخه کمولای شئ. که دا پاڼې ډکې نه کړئ؛ د ماليې اداره به تاسې ته خبرداری درکړي. د تکراري تېروتنو يا له پامه غورځولو په صورت کې به د ماليې داره په خپله ستاسې عايد او ماليه وسنجوي چې ښايي ستاسې په زيان تمام شي.
که د خپلې ماليې د اسنادو د برابرولو لپاره مرستې ته اړتيا لرئ؛ کولای شئ د ماليې له يوه مشاور سره ووينئ او يا د http://www.vlh.de په شان ماليې له مرستندويو ادارو مرسته وغواړئ. دا ادارې او کسان د مشورې ورکولو يا د دوی د سازمان د غړيتوب اخستلو لپاره فيس اخلي خو ګټه به يې دا وي چې د غيرضروري ماليې ورکولو او تېروتنو مخنيوی وشي. که د ماليې اداره ستاسې د ماليې په اسنادو کې نيمګړتياوې ومومي؛ ښايي وروسته د نورو پیسو د ورکړې غوښتنه وکړي.
د خپل کاروبار لپاره بايد سوداګريزه ماليه (Gewerbesteuer) هم ورکړئ. د دې ماليې مقدار ستاسې د شرکت له موقعيت سره اړه لري. که کلنی عايد مو (د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ له مخې) له ۲۴٬۵۰۰ يورو څخه کم وي؛ سوداګريزه ماليه درته معافيږي.
د دې تر څنګ پر ارزښت اضافه ماليه هم شته او يوازې هغه وخت اخستل کيږي چې ستاسې کلنۍ عايد له ۱۷٬۵۰۰ یورو واوړي. د دې ماليې اخستلو مانا دا ده چې تاسې د واړه کاروباري (Kleinunternehmer) له کتهګورۍ وتلي ياست. دا ماليه په عمومي ډول يوه مياشت مخکې ورکول کيږي. که دا کار ونه کړای شئ؛ بايد د ماليې په اداره کې له مخکې ورکړې د معافۍ غوښتنه وکړئ او خپله غوښتنه توجیه کړئ. تاسې کولای شئ پر ارزښت له اضافه ماليې څخه هغه ماليې کمې کړئ چې تاسې نورو شرکتونو ته ورکړې دي.