د کار موندنې لپاره د فرصت کارت
د 2024 د جون څخه، د استوګنې قانون د شلمې الف او ب مادو له مخې د فرصت کارت (Chancenkarte) ورکول کيږي. په دې توګه به وړ ماهر کارکووني د کار موندلو لپاره په جرمني کې د پاتې کیدو فرصت ترلاسه کړي. د دې کار لپاره، باید دا کسان ځینې شرایط پوره کړي. دلته په دې اړه بشپړ مالومات درکوو.
په څه بايد ځان وپوهوم؟
د فرصت کارت د استوګنې يو ډول اجازه ده چې ماهرو يا متخصصو کارکوونکو ته ورکول کيږي. د دې کارت له مخې به په مسلکي وړتیاو سربیره، د ژبې مهارتونه، مسلکي تجربه یا عمر په شان نورو معیارونو لپاره هم نومرې (Punkte) ورکړل شي. د فرصت کارت ترلاسه کولو لپاره، تاسو باید لږترلږه شپږ نومرې ترلاسه کړئ. د فرصت کارت په ځانګړي ډول د کار لټون لپاره کارول کیږي او له بهر څخه يې هم غوښتنه کیدلی شي. دا کارت د تړاو يا پل په توګه هم کارولی شئ: که څوک په جرمني کې کار کوي او د کار له لاسه ورکولو سره د استوګنې اجازه هم له لاسه ورکړي، دا کارت ترلاسه کولی شي.
دا کارت یوازې تر یو کال پورې د لنډې مودې لپاره ورکول کیږي. په سختو شرایطو کې ښايي دا موده تر ۲ کالونو پورې وغځيږي. د دې کارت ګټه دا ده چې تاسې اړتیا نه لرئ چې جرمني ته له راتګ د مخه دندې ځانګړی وړانديز ولرئ، او له کار پرته د استوګنې اجازه ترلاسه کولی شئ. اصلي مسله د ژوند د لګښتونو پوره کولو مکلفیت دی. د دندې د لټون پر مهال په اونۍ کې د شل ساعته کار کولو اجازه هم لرئ.
يادونه: د فرصت کارت د استوګنې قانون د ۱۰۴ ج مادې له مخې د استوګنې له ازمايښتي اجازې (Chancenaufenthalt) سره توپير لري. د ازمايښتي اجازې په اړه نور مالومات په بل څپرکي کې ولولئ.
د فرصت کارت ترلاسه کولو لپاره دوې لارې شته:
- د درېیم هیواد هغه وګړي چې د استوګنې قانون د ۱۸ پراګراف درېيم بند سره سم ماهر کارکوونکي (Fachkräfte) ګڼل کیږي، پرته له کوم ځانګړي اضافي شرط څخه د فرصت کارت ترلاسه کولی شي. د دې لپاره چې یو ماهر کارګر وګڼل شئ، باید ثابته کړئ چې ستاسې بهرني مسلکي یا د پوهنتون د فراغت سندونه په جرمني کې رسمي شوي دي.
- که تاسو مسلکي يا ماهر کارکوونکي نه یاست، باید د جرمني ژبې (A1) یا د انګلیسي ژبې لومړني مهارتونه B2 ولرئ؛ د نومرو په سیسټم کې لږترلږه شپږ نمرې ترلاسه کړئ او د لاندې معیارونو څخه یو پوره کړئ:
- د بهرني پوهنتون د فراغت سند لرئ؛ يا
- مسلکي روزنه لرئ چې لږترلږه دوه کاله يې دوام کړی وي او سند يې د روزنې په هېواد کې رسمي شوی وي؛ يا
- د روزنې داسې سند لرئ چې په بهر کې د جرمني د سوداګرۍ خونې لخوا تاييد شوی وي.
يادونه: تاسې باید د بهرنیو زدهکړو مرکزي دفتر (ZAB) تایید ولرئ چې ښکاره کړي په بهر کې ستاسې مسلکي زدهکړو لږترلږه دوه کاله دوام کړی دی. تاسې باید د دې پروسیجر لګښت پخپله ورکړئ. ZAB باید تاسو ته دا هم تایید کړي چې ستاسې مسلکي سند یا د پوهنتون سند په هغه هیواد کې د دولت لخوا په رسميت پیژندل شوی، چیرې چې تاسې خپل مسلکي سند یا د پوهنتون سند ترلاسه کړی وي (§ 20a Abs. 4 Satz 5 AufenthG-E).
که تاسې متخصص نه یاست مګر شرايط پوره کوئ، کولی شئ د فرصت کارت ترلاسه کولو لپاره نومرې اخستلی شئ. د بېلابېلو معیارونو لپاره یو ټاکلی شمیر نومرې ترلاسه کوئ. د فرصت کارت ترلاسه کولو لپاره بايد لږترلږه شپږ نومرې ترلاسه شي. د نومرو ورکولو پر مهال دا معیارونه په پام کې نیول کیږي:
- په جرمني کې د سندونو رسمي کېدل
- ژبنی مهارت
- تجربه
- عمر
- له جرمني سره پخوانۍ اړيکه او يا په جرمني کې د پاتې کیدو موده
- ستاسې سره د راتلونکو کسانو د راتګ شونتيا
يادونه: د فرصت کارت ټول درلودونکي ورته دندې او حقونه لري او د ترلاسه شوو ټکو په شمیر پورې اړه نه لري. ستاسې نمرې هم د فرصت په کارت کې نه ثبتیږي.
نومرې څه ډول ورکول کيږي:
- څلور نومرې
- د بهرني مسلکي سند د د رسمي کېدلو(بشپړ يا نيمه) لپاره ورکول کيږي.
یا
- د یو تنظیم شوي مسلک د ترسره کولو اجازې لپاره (د بیلګې په توګه ښوونکی، نرس یا انجینر(
- درې ټکي
- که څوک لږترلږه پنځه کلنه مسلکي تجربه ولري (په تېرو اوو کالونو کې) او دمخه یې په خپل اصلي هیواد کې دوه کلنې حرفوي زدهکړې بشپړې کړې وي.
یا
- د جرمني ژبې د زدهکړې سند ولري(B2 GER).
- دوه ټکي
- د جرمني ژبې د زدهکړې سند ولري (B1 GER)
یا
- په تیرو پنځو کالونو کې دوهکلنه مسلکي تجربه، که پخوا يې مسلکي زدهکړې بشپړې کړې وي.
يا
- هغه کسانو ته چې عمر يې له ۳۵ کالونو ټيټ وي.
- یو ټکی
- د جرمني ژبې د کافي مهارت لپاره(A2 GER)
یا
- که په تیرو پنځو کالونو کې لږترلږه شپږ میاشتې په جرمني کې پاته شوي یاست (د ګرځندوی په توګه نه)
یا
- که د ۳۵ او ۴۰ کلونو ترمنځ عمر لرئ
یا
- که انګلیسي ژبه مو ښه زده وي (C1 GER)
یا
- که ستاسې مسلک له کمښت سره مخ دندو (Engpassberuf) سره اړه لري.
يادونه: تاسې کولی شئ د دې سند په ۳۴م مخ کې د کمښت سره مخ دندې وګورئ. يوازې د ۱۳۲، ۱۳۳، ۱۳۴، ۲۱، ۲۲۱، ۲۲۵، ۲۲۶، ۲۳ او ۲۵ شمېره دندې په دې کتهګورۍ کې راځي.
یا
- که ستاسو مېړه يا ښځه د فرصت کارت شرطونه پوره کړي او تاسې دواړه یوځای د فرصت کارت لپاره غوښتنلیک وړاندې کړئ.
مهم: حتی که تاسې شپږ نمرې ترلاسه کړې وي، بيا هم ښايي ويزه درنه کړل شي. د ويزې ورکول پریکړه د اړوندو کونسلګریو يا سفارتونه له خوا کیږي.
تاسې کولی شئ په پیل کې تر یو کال پورې د فرصت کارت ترلاسه کړئ. د دې لپاره اړینه ده چې په دې وخت کې د خپل ژوند لګښتونه پوره کړئ.
د فرصت له کارت سره کولی شئ په جرمني کې د اوسېدو پرمهال د دوه اونیو لپاره ازمويښتي کار وکړئ. کار يا دنده باید ستاسې له مسلک او زدهکړو سره سمه وي. دا فرصت هم لرئ چې په اونۍ کې د ۲۰ ساعتونو لپاره نیمهوخت کار وکړئ.
که د یو کال په موده کې کار ونه مومئ (§§ 18 – 21 Abs. 4 AufenthG)، ستاسې د استوګنې موده بیا هم د ځانګړو شرایطو په پوره کېدلو سره غځېدلی شي. د دې لپاره، د وړ دندې داسې وړاندیز ته اړتیا لرئ چې د فدرالي کارموندنې ادارې (Bundesagentur für Arbeit) له خوا تاييد شوی وي. وروسته د فرصت کارت بیا د تر ټولو ډیرو، نورو دوو کالونو لپاره تمدیدلی شي. په دې موده باید د ماهرو کارګرانو لپاره د استوګنې اجازې ورکولو شرطونه پوره کړئ (§§ 18 ff. AufenthG). د بیلګې په توګه مسلکي تجربه ترلاسه کړئ. د فرصت تمديد شوی کارت بيا نه تمدیديږي. د تمديد شوي فرصت په جریان کې، یوازې د هغه کار کولو اجازه لرئ چې ستاسې د کار په اجازه لیک کې په نښه شوی وي. په دې مانا چې په بله دنده کې به نیمهوخت کار نه کوئ (§ 20a Abs. 5 S. 5 AufenthG).
مهم: که د فرصت کارت مو ترلاسه کړی وي، د وخت له پای ته رسېدو وروسته يې سملاسي د استوګنې د دايمي اجازې غوښتنه نه شئ کولی. د استوګنې د دايمي اجازې د ترلاسه کولو لپاره باید لومړی د استوګنې بله اجازه ترلاسه کړئ. البته هغه کالونه چې تاسې د فرصت کارت درلود، د استوګنې د دايمي اجازې لپاره د اړتیا وړ پخوانۍ موده (Voraufenthaltszeiten) کې شمیرل کیږي (§ 20a Abs. 6 AufenthG-Entwurf). د اوسیدو پخوانۍ موده هغه وختونه دي چې تاسو مخکې په جرمني کې تېر کړي دي.
يادونه: د فرصت کارت له اعظمي تمدید وروسته ، کولی شئ یوازې د یوې ټاکلې مودې له تېرېدو وروسته د نوي فرصت کارت غوښتنه وکړئ.
د زاړه فرصت کارت پای ته رسیدو او د نوي فرصت کارت لپاره غوښتنلیک ترمینځ باید لږترلږه د زاړه فرصت کارت په کچه موده تېره شوې وي. په بله وينا، په مينځ کې موده باید لږترلږه د هغه وخت په اندازه وي چې تاسې د فرصت کارت پکې درلود. د دې وخت په جریان کې باید د استوګنې بل ډول اجازه ولرئ او یا له جرمني بهر استوګنه ولرئ.