د کارکوونکو حقونه

Arbeitnehmerrechte
اوسمهالیز 03.01.2023

په کار کې کوم حقونه لرم؟

په جرمني کې د کار حقونه ډېر پېچلي دي؛ ځکه په دې اړه ډېر مقررات او بېلابېل قانونونه پلي کيږي. دا مهمه ده چې هر څوک د کارکوونکي په توګه په خپلو حقونو پوه وي. خپل حقونه يوازې هغه وخت غوښتلای او ترلاسه کولای شئ چې په اړه يې مالومات ولرئ.

په څه بايد وپوهېږم؟

اړ يم چې له رخصتۍ وروسته هم رييس ته ځواب ورکړم؟

ستاسې رخصتي له تاسې سره اړه لري. ستاسې د کار مشر يا رييس حق نه لري چې له تاسې سره له رخصتۍ وروسته د کار په اړه اړيکه ونيسي او اړتيا نشته چې تل لاسرسی درته وشي.

يادونه: پورته ياد شوی قانون په هغه وخت کې نه پلی کيږي چې وخت ناوخته کار يې هم د ورځني کار برخه وي. په داسې حالاتو کې بايد لاسرسی درته وشي او رييس ته ځواب ورکړئ. دې حالت ته (Rufbereitschaft) وايي او هغه حالت دی چې له مخې يې کارکوونکی اړ نه دی چې په کارځای کې وي خو بايد د لاسرسي وړ وي او اړيکه ورسره ونيول شي؛ څو د اړتيا پر وخت ورسپارل شوی کار ترسره کړي.

که ناروغ وم او کار ونه کړای شم؛ څه بايد وکړم؟

په دې اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي (د ناروغۍ ثبتول) کې لوستلای شئ.

که په کارځای کې ټپي شم؛ زيان يې څوک ګالي؟

که په کارځای او يا له کور څخه کار ته (يا له کاره کور ته) پر لاره چېرته په کومه پېښه کې ټپي شئ؛ دې حالت ته کاري پېښه (Arbeitsunfall) يا (Wegeunfall) وايي او د پېښو دولتي بيمه (Unfallversicherung) يې د زيانونو د جبران مسؤوليت لري. د دې بيمې ونډه د کار خاوند يا شرکت له لوري ورکول کيږي. د پېښې پر مهال دا بيمه د رامنځته شوو زيانونو تاوان ورکوي خو د دې کار لپاره بايد ځيني ځانګړي شرطونه پوره شي.

-       ژوبل شوی کس بايد سملاسي د پېښو د بيمو متخصص ډاکټر (Durchgangsarzt)  ته ولاړ شي او يا ولېږدول شي. دا ډاکټر د کاري پېښو اړوند ژوبلېدو تخصص لري. په معمول ډول دا کسان، جراحان يا هم د هډوکو ډاکټران وي. د دې ډاکټرانو پته له خپل کارځای او يا د کسبګرو ټولنې (Berufsgenossenschaft) څخه پوښتنه کولای شئ.

-       د کار ورکوونکی يا شرکت بايد د کاري پېښې په اړه په درې ورځو کې د کسبګرو ټولنې ته خبر ورکړي. د پېښې ورځ په خپله په دې درې ورځو کې نه شمېرل کيږي.

که څوک د پېښو د بيمې متخصص ډاکټر ته ورنه شي او يا ډېر ناوخته ورشي او يا کارکوونکی د پېښې راپور ډېر ناوخته خپل رييس يا شرکت ته ورکړي؛ ښايي د پېښو له بيمې سره ستونزه پيدا کړي.

کله چې د کسبګرو ټولنه خبره شي؛ هغوی د درملنې او د هغې د لګښتونو غمه خوري او که اړتيا وي؛ نور لګښتونه هم پر غاړه اخلي. د بېلګې په ډول که څوک د ژوبلېدو له کبله کار ته ولاړ نه شي؛ دا ټولنه به يې د لګښتونو غم وخوري.

له خپلې اصلي دندې سره بله دنده هم ترسره کولای شم؟

که څوک د خ‍پل اصلي کار تر څنګ کوم بل کاري فعاليت هم ولري؛ دې کار ته څنګيزه دنده يا (Nebentätigkeit) وايي. دا دنده ښايي يوه بله نيمه وخته دنده او يا خپل کاروبار وي.  په عمومي ډول کارورکوونکي خپلو کارکوونکو ته د بلې دندې اجازه ورکوي خو د دې کار لپاره بايد ځينې شرطونه‌ په پا مې کې ونيول شي:

-       کارکوونکي له بلې رقابت کوونکې ادارې سره کار نه شي کولای او د خپلې ادارې سره د سيال شرکت جوړولو اجازه نه لري.

-       د اصلي دندې په کاري وختونو يا هم د ناروغۍ يا رخصتۍ پر مهال بله دنده نه شئ ترسره کولای.

-       بايد دا ډاډ ترلاسه شي چې د دواړو دندو ترسره کولو پر مهال کافي استراحت کولای شئ.

که په کاري تړون يا قرارداد (Tarifvertrag) کې مو داسې کومه ماده وي چې د بلې دندې ثبتول لازمي بولي؛ نو بايد په ليکلي ډول خپل شرکت يا رييس ته د هغې د پيلولو په اړه خبر ورکړئ. دا خبره د اصلي دندې تر څنګ د هرې بلې څنګيزې دندې په اړه پلې کيږي. که په خپل کاري تړون کې د بلې دندې د ثبتولو د مادې له شتون سره سره خپلې ادارې ته د نوې دندې په اړه خبر ورنه کړئ؛ ښايي خبرداری (Abmahnung) ترلاسه کړئ او يا هم دنده له لاسه ورکړئ. د څنګيزې دندې د ثبت لپاره يوه نمونه فورمه پر (karrierebibel.de) وېبسایټ موندلای شئ. که ستاسې په کاري تړون کې په دې اړه کوم څه نه وي ليکل شوي؛ اړ نه ياست چې د څنګيزې دندې په اړه خپل رييس يا شرکت ته خبر ورکړئ.

کولای شم خپل کار له بشپړ وخت نه نيمه وخت ته بدل کړم؟

نيمه وخته کار په اونۍ کې د ۴۰ ساعتونو پر ځای تر دې لږ ساعته کار کول دي. په دې ډول به د اړوند کس معاش هم کم شي خو زيات ازاد وخت به ولري. په نيمه وخت د پوره وختيز کار بدلولو لپاره بايد لاندې شرطونه پوره شي:

-       په خپله دنده کې مو له شپږ مياشتو زياتې وتلې وي.

-       کارځای يا اداره مو له ۱۵ زيات کارکوونکي ولري.

البته که ستاسې د کاري وخت کمول په کاري جريان ډېر اغېز ولري؛ ښايي کارورکوونکی اداره يا رييس مو غوښتنه رد کړي.

وړاندې له دې خپل کار نيمه وخته ته بدل کړئ؛ بايد لاندې ټکي روښانه کړئ:

1- کولای شئ په نيمه وخته کار مو مالي‌ ستونزې حلولای شئ؟ د BMAS اړوند د نيمه وخت دندې د ماشين (Teilzeitrechner) حساب مو په دې برخه کې مرسته کولای شي.

2- نيمه‌وخته کار مو پر تقاعد څه اغېز لري؟ هر څومره مو چې عايد لږ وي؛ په هماغه کچه به مو وروسته تقاعد کم وي. ښه به وي چې په دې اړه مشوره ترلاسه کړئ. د تقاعد په اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي (په جرمني کې تقاعد) کې لوستلای شئ.

3- ممکنه ده چې له يوه ټاکلي وخت وروسته بېرته بشپړ وخت دنده ترسره کړم؟ ډېر وخت بېرته د بشپړ وخت دندې پیلول د ځينو کسانو لپاره ستونزمن وي. له همدې کبله په ۲۰۱۹ کال کې د نيمه وخت دندې پل (Brückenteilzeit) معرفي شو چې له مخې يې يو څوک له ټاکلې مودې وروسته بېرته په اتومات ډول بشپړ وخته دندې ته شامليږي. البته شرط دا دی چې اړونده اداره يې بايد له ۴۵ زيات کارکوونکي ولري.

که غواړئ خپله دنده نيمه‌وخته ته بدله کړئ؛ کولای شئ پر (finanztip.de) وېبسایټ د دې کار لپاره يو غوښتنليک ومومئ. د نيمه وخته دندې لپاره بايد غوښتنليک له پیل لږ تر لږه درې مياشتې وړاندې ورکړئ. ستاسې د کار ورکوونکې اداره يا رييس بايد د نيمه وخته کار له پیل لږ تر لږه يوه مياشت مخکې په ليکلي ډول ستاسې غوښتنې ته ځواب ورکړي. که رييس مو ځواب درنه کړي او يا ډېر ناوخته ځواب درکړي؛ غوښتنه مو منل شوې ګڼل کيږي. که اداره مو غوښتنه رد کړي؛ کولای شئ پر ضد يې محکمې ته عريضه وکړئ. البته له دې کار مخکې بايد خامخا تخصصي مشوره ترلاسه کړئ.

خبرداری (Abmahnung) څه ته وايي؟

خبرداری د کار ورکوونکې ادارې له لوري يو ډول اخطار دی. د دې خبرداري له مخې کارکوونکې اداره تاسې ته ستاسې د هغو کړنو او د هغو د پايلو په اړه خبر درکوي؛ کوم چې د قرارداد د اصولو خلاف دي. که د دې خبرداري له ترلاسه کولو وروسته مو چلند بدل نه شي نو ښايي له کاره ګوښه شئ.

د يوه معتبر خبرداري لپاره بايد ځينې ځانګړي شرطونه پوره شي:

-       خبرداری بايد په دقيق ډول ترتيب شوی وي او د کارکوونکي ناسم چلند په تفصيلي توګه پکې په ډاګه شوی وي.

-       کارکوونکي بايد د خپل کاري تړون اصول په جدي ډول مات کړي وي. وړې ستونزې د خبرداري ورکولو لامل نه کيږي.

-       خبرادری بايد په ليکلي ډول ورکړل شي.

يادونه: که فکر کوئ چې درکول شوی خبرداری ناسم دی؛ کولای شئ پر وړاندې يې په ليکلي ډول اعتراض (Gegendarstellung) وکړئ. دا اعتراض‌ليک به له خبرداري سره يوځای ستاسې په دوسيه کې کېښودل شي. که وروسته کومه ستونزه پېښه شي؛ ستاسې اعتراض‌ليک به په پام کې ونيول شي.

کله له کاره منفکېدای شم؟

په دې اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي (د کاري تړون لغوه کېدل) کې لوستلای شئ.

له خپلې ادارې يا شرکت څخه د کار تاييدليک (Arbeitszeugnis) اخستلای شم؟

کله مو چې له يوې ادارې سره کاري اړيکې ختمې شي؛ کولای شئ له پخواني کارورکوونکي ادارې يا رييس څخه د رېفرېنس په توګه يادونه وکړئ او د تجربې تاييدليک يا (Arbeitszeugnis) ورڅخه ترلاسه کړئ. د سوانحو دا ليک ستاسې د نورو راتلونکو دندو لپاره مهم دی. ډېر کار ورکوونکي ستاسې پخواني تاييدليکونه ګوري او له مخې يې ستاسې د چلند او کاري مهارتونو په اړه ځان پوهوي. البته ځيني تاييدليکونه په ځان کې داسې پټ پيغام له ځان سره لري‌ چې د عامو خلکو لپاره پوهېدل پرې ستونزمن دي. يو تاييدليک ښايي‌ په لومړي نظر کې مثبت ښکاره شي خو ښايي په عين حال کې ځيني منفي ټکي هم په ځان کې ولري. له همدې کبله مهمه ده چې خپل تاييدليک يو ځل په يوه متخصص چا وګورئ. که کارورکوونکي مو ناسمه ارزونه کړې وي؛ کولای شئ له هغوی يې د بدلولو غوښتنه وکړئ. که هغوی له دې کاره ډډه وکړي؛ حق لرئ چې محکمې ته يې کش کړئ. البته غوره ده چې مخکې له دې مشوره ترلاسه کړئ. په خ‍پل شاوخوا کې يو مشورتي مرکز پر (faire-integration.de) وېبسایټ موندلای شئ.

کولای شم د کاري ساعتونو پر مهال انټرنټ وکاروم؟

د اصولو له مخې، که رييس مو په ښکاره ډول اجازه نه وي ورکړې؛ د کاري ساعتونو پر مهال په انټرنېټ کې د چکر وهلو اجازه نشته. دا خبره د دفتر د کمپيوټرونو او شخصي موبايلونو دواړو په اړه صدق کوي. که څوک د کاري ساعتونو پر مهال په شخصي ډول کمپيوټر يا موبايل کاروي؛ د کار ورکوونکې اداره يا رييس يې خبرداری ورکولای شي. که دا کار دوام وکړي؛ ښايي اړوند کس له کاره ګوښه شي.

يادونه: د دمې يا وقفې پر مهال خپل موبايل کارولای شئ.

د کار د جامو لګښت بايد خپله ورکړم؟

که د کار لپاره ځانګړو محافظتي يا ساتنيزو جامو ته اړتيا وي څو د روغتايي او کاري خونديتوب له اصولو سره سمون ولري؛ ستاسې کار ورکوونکې اداره بايد دا جامې درته واخلي او همدا شان يې د پاکولو لګښتونه ورکړي.

د نرسانو د چپنې يا د مشتريانو په څانګه کې د کوټبند په شان د توکو يا جامو لګښتونه بايد په ګډه ورکړئ.

که تور کار (Schwarzarbeit) وکړم څه پېښيږي؟

که څوک له ثبتېدلو پرته خپله ازاد کار وکړي او يا يې کار ورکوونکې اداره د ټولنيزو بيمو او روغتيايي بيمې لپاره ثبت نه کړي؛ دا کس د تور کار کوونکی (Schwarzarbeiter) ګڼل کيږي. د تور کار کوونکي ته د کار پیسې نغدې ورکول کيږي او ماليه نه ورکوي. دا ډول کارکوونکي د خپل کار ثبوت نه لري او که د کار ورکوونکی يې له مزد ورکولو ډډه وکړي؛ پر وړاندې يې قانوني ګام نه شي‌اخستلای.

تور کار ناقانونه دی او څومره‌والي ته په کتو يې ښايي اداري يا جنايي جرم وګڼل شي. اداري جرم ښايي تر ۵۰زره يورو پورې جريمه ولري. که جرم مو جنايي وګڼل شي؛ ښايي له ۵۰زره يورو زياته نغدي جريمه او د زندان سزا درکړل شي. تر ځانګړو شرطونو لاندې ښايي له دې ډول کسانو د استوګنې ورکول شوې اجازه هم بېرته واخستل شي.

که څوک تور کار کوي او په همدې وخت کې له جاب‌سنټر يا سوسيال څخه هم پیسې ترلاسه کوي؛ ښايي مجرم وګڼل شي او د نغدي جريمې تر څنګ زنداني شي. په همدې حال کې به دې کس ته ورکول کېدونکې مرسته کمه او يا ښايي بيخي بنده شي.

يادونه: که څوک کله ناکله د خپلو خپلوانو يا ګاونډيانو لپاره واړه کارونه ترسره کوي او د دې کار لپاره لږ څه پیسې ترلاسه کوي؛ د اصولو له مخې تور کارکوونکی نه ګڼل کيږي. البته د دې حالت او تور کار تر منځ پوله ډېره نرۍ ده او بايد د ترسره کولو پر مهال يې شمېر او پیسو ته ډېر پام وشي.

امېدوارې مېرمنې په کار کې کوم حقونه لري؟
د دندې تر څنګه څه ډول له خپلو بچيانو سره ډېر وخت تېرولای شم؟

په دې اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي (د والدينو لپاره رخصتي) کې ولولئ.

په کارځای کې ناوړه چلند راسره کيږي؛ څه وکړم؟

په خواشينۍ چې په کارځای کې د همکارانو يا رييسانو له لوري د کارکوونکو د ځورولو پېښې بيا بيا رامنځته کيږي. که همکاران مو ناسم چلند درسره کوي؛ خپل رييس ته شکايت وکړئ. هغه اړ دی له تاسې سره مرسته وکړي. که رييس مو ځوروي؛ کولای شئ د کارکوونکو شورا (Betriebsrat) ته شکايت وکړئ او يا له يوه مشورتي مرکز يا وکيل څخه مشوره ترلاسه کړئ. دا مهمه ده چې د ځورولو د پېښو شواهد په ليکلي يا بل ډول ثبت کړئ او په هره ممکنه بڼه يې دوسيه جوړه کړئ. دا دوسيه بيا کېدای شي ستاسې  رييس، کارکوونکو شورا يا وکيل ته وړاندې کړئ.

له کومه ځايه مرسته او ملاتړ ترلاسه کولای شم؟

که له خپلې ادارې يا رييس سره ستونزه لرئ؛ د مناسب ادغام (Faire Integration) له ادارې سره اړيکه ونيسئ. د دې ادارې کارکوونکي په ډېرو ژبو خبرې کوي او له تاسې سره وړيا مرسته کوي. دا مامورين کولای شي له تاسې سره د وکيل په موندلو کې هم مرسته وکړي. په خپل شاوخوا کې يوه مشورتي اداره پر (faire-integration.de) وېبسایټ موندلای شئ.

که په کارځای کې مو د کارکوونکو شورا شته وي؛ کولای شئ اړيکه ورسره ونيسئ. دا شورا د کارکوونکو او کار ورکوونکو تر منځ د پل حیثيت لري‌ او د دوی تر منځ د ستونزو په حلولو کې مرسته کوي. د کارکوونکو شورا (Betriebsrat) د بېلګې په ډول ځان ډاډه کوي چې د کار قوانين او د تړونونه يو له بل سره مطابقت لري. د کارکوونکو د شورا د کاري وختونو په اړه مالومات د خپلې ادارې يا شرکت په دمځای، دهلېز يا دېوالي تختو باندې موندلای شئ. په دې اړه لان ډېر مالومات زموږ په بل څپرکي (د کارکوونکو شورا او ټولنې) کې لوستلای شئ.

که په کارځای کې د خپل نژاد، مليت، جنسيت، اصليت، جنسي لېوالتيا يا عمر له کبله لږ امتياز درکول کوي او يا له تبعيض سره مخ ياست؛ کولای شئ د تبعيض ضد فدرالي ادارې (Anti-Diskriminierungsstelle des Bundes) له کارکوونکو سره اړيکه ونيسئ. د دې اراې کارکوونکي هره دوه‌نۍ (دوشنبه) د ماسپښين له يوې بيا تر درې بجو او د چهارشنبې (څلورنۍ) او جمعې په ورځ د سهار له ۹ بيا د غرمې تر ۱۲ بجو پورې په (030-18555 1855 ) شمېره ستاسې ټليفوني اړيکو ته ځواب وايي. دوی ته په (beratung@ads.bund.de) برېښناليک هم استولای شئ. دا مامورين به جرمني، انګليسي او عربي ژبو خبرې کولای شئ.

يادونه: له دې ټولو ادارو سره په ناپېژانده توګه اړيکه نيولای شئ. که ونه غواړئ؛ رييس يا نور همکاران به مو په اړه نه خبريږي.

مهم

که له خپلو همکارانو سره ستونزې ولرئ؛ له خپل رييس سره خبرې وکړئ. که له خپل رييس يا کارورکوونکي سره په جنجال کې ياست؛ کولای شئ د خپلې ادارې اړوند د کارکوونکو له اتحاديې (Betriebsrat) سره اړيکه ونيسئ او يا يوه مشورتي مرکز ته ورشئ. په خپل شاوخوا کې يوه مشورتي اداره پر (faire-integration.de) وېبسایټ موندلای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: