ډولډونګ څه ډول په قبولۍ بدلولای شو؟

ډولډونګ لرونکي کسان د استوګنې اجازې ترلاسه کولو کوم فرصتونه لري؟

د پناغوښتنې اړوند اصطلاحات

په جرمني کې ډېر کسان د کلونو لپاره له ډولډونګ سره اوسيږي. ډېر مهال د ډولډونګ د اعتبار موده د ډېرو کالو لپاره غځول کيږي او درلودونکي يې ښايي په‌ پای کې د استوګنې معمول اجازه ترلاسه کړي. البته د استوګنې د نورمال اجازې ترلاسه کولو لپاره بايد ځينې ځانګړي شرطونه پوره کړئ. د خپلو شرطونو په اړه له يوه مشورتي مرکز سره اړيکه ونيسئ. له دې ډلې د بېلګې په ډول د مهاجرو د شورا پر وېبسایټ د خپل ايالت اړوند له شورا سره اړيکه ونيسئ او مشوره ترې ترلاسه کړئ.

يادونه: د ۲۰۱۹ کال د اګست مياشتې له لومړۍ نېتې وروسته هغوکسانو ته يو نوی ډول ډولډونګ ورکول کيږي چې هويت يې نامالوم وي او يا پله بله وينا د خپل هېواد تذکره يا پاسپورت ونه لري. دا ډولډونګ د استوګنې قانون د ۶۰ ب مادې له مخې ورکول کيږي او درلودونکي کسان يې نه شي کولای له لاندې يادو شوو اسانتياوو ګټه واخلي.

ډولډونګ لرونکي کوم فرصتونه لري؟

د بشردوستانه دلايلو لپاره د استوګنې اجازه

د ښو ادغام شوو لويانو لپاره د استوګنې اجازه

په ښه توګه د ادغام شوو نويو ځوانانو او ځوانانو لپاره د استوګنې اجازه

د متخصصو ډولډونګ لرونکو لپاره د استوګنې اجازه

اوسبیلډونګ ډولډونګ (۲+۳ قانون)

چېرته او څنګه د استوګنې اجازه ترلاسه کولای شم؟

مهم

ډولډونګ لرونکي کسان ډېر چانسونه او فرصتونه لري چې د استوګنې اجازه يا قبولي ترلاسه کړي. هڅه وکړئ چې په دې اړه له يوې مشورتي ادارې سره اړيکه ونيسئ. په خپله سيمه کې مشورتي ادارې د پروازول او مهاجرو شورا پر وېبسایټونو موندلای شئ.