بېسرپرسته ماشومان جرمني ته له رارسېدو وروسته د ځوانانو سيمهييزې ادارې ته سپارل کيږي. د ځوانانو اداره دوی يوه کمپ ته وړي او سرپرستي يې پر غاړه اخلي. په لومړی سر کې دوی د روښانتيا په نوم له پروسې تېريږي. که څوک له ځان سره تذکره يا د پېژندنې نور سندونه ونه لري؛ عمر به يې د عمر د اندازه کولو د درجهبندۍ له مخې وټاکل شي. دا کار ښايي د طبي ازموينو په وسیله وشي. که ارزوونکو ته ستاسې عمر ۱۸ کاله يا زيات ښکاره شي نو له هغه ځايه به مو د لويانو لومړني کمپ ته وليږي. له بل پلوه که سندونه وښيي چې عمر مو کم دی؛ لومړی به وکتل شي چې په جرمني يا اروپا کې خپلوان لرئ او که نه او غواړئ له هغوی سره واوسئ يا نه. که داسې نه وي نو تاسې به د ځوانانو چارو اړونده ادارې ته وسپارل شئ. دا اداره ښايي په هغه ښار کې وي چې تاسې ورته راغلي ياست او يا ښايي د جرمني په کوم بل ښار کې وي. د دې ادارې مامورين به ستاسې لپاره د سرپنا غم وخوري. دا سرپنا ښايي له يوې پالندويې کورنۍ سره وي او يا هم ښايي د ځوانانو او ماشومانو د ساتنې کوم مرکز وي. دا مامورين به همدا شان ستاسې د ښوونځي؛ اوسبیلډونګ او ژوند د حالت په شان اړتياوو په اړه هم اړين ګامونه واخلي او ستاسې لپاره به د يوه سرپرست پلټنه وکړي. سرپرست ستاسې قانوني استازی او پالونکی دی. د سرپرست درلودلو ته ځکه اړتيا ده چې تاسې په جرمني کې د کمعمره کس په توګه د ډېرو چارو ترسره کولو واک نه لرئ. سرپرست ښايي د ځوانانو چارو ادارې کوم کارکوونکی او يا هم کوم رضاکار کس وي. دا کس به تر هغه وخته ستاسې سرپرستي وکړي څو ستاسې د هېواد له قانون سره سم قانوني سن ته ورسېږئ.
يادونه: که د عمر په اړه مو غلطي شوي وي او ناسم اټکل شوی وي؛ له خپل سرپرست يا په کمپ کې له ټولنيز کارکوونکي سره اړيکه ونيسئ او يا کوم مشورتي مرکز ته ورشئ. ستاسې اصلي عمر مهم دی او که زيات اټکل شي نو ښايي روزنه او پالنه مو ونه شي. د پروازول پر وېبسایټ د ځان لپاره يو مشورتي مرکز موندلای شئ.