د څېړنې لپاره د جرمني ويزه

Das Bild zeigt eine Forscherin. Sie sitzt an einem Labortisch und untersucht eine Probe unter einem Vergrößerungsglas. Im Hintergrund sieht man einen PC.
اوسمهالیز 06.09.2023

کولای شم جرمني ته ولاړ شم او د څېړونکي په توګه کار وکړم؟

په جرمني کې  ډېر په زړه پورې څېړنيز بنسټونه شته. که غواړئ په جرمني کې څېړنه وکړئ خو لا هم له جرمني او اروپايي ټولنې د باندې اوسئ، بايد جرمني ته د راتګ لپاره ويزه او بيا د استوګنې قانون د ۱۸ د مادې له مخې د څېړنې لپاره د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ.

په څه بايد وپوهېږم؟

کولای شم د څېړنې لپاره د جرمني ويزه ترلاسه کړم؟

د څېړنې لپاره د جرمني ويزې ترلاسه کولو لپاره بايد لاندې شرطونه پوره کړئ:

·      له يوې څېړنيزې ادارې څخه يو منل‌ليک (Aufnahmevereinbarung) چې د بمف (BAMF) له لوري تايید شوی وي. د بمف له لوري د پېژندل شوو څېړنيزو بنسټونو لېست پر (bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ.

·      اړونده څېړنيزه‌ پروژه په عمل کې روانه وي.

·      ستاسې مسلکي مهارتونه او تخصص د بېلګې په شان د سندونو په وسيله د تاييد وړ وي.

·      د اصولو له مخې بايد اړوند څېړنيز بنسټ په ليکلي ډول ستاسې د ژوند د لګښتونو ورکولو او همدا شان د ممکنه ډیپورټ او يا غيرقانوني اوسېدو د لګښتونو ورکولو تضمين وکړي.

له کومه ځايه د ويزې غوښتنه کولای شم؟

که د جرمني ويزې ته اړتيا لرئ، بايد‌ خپل هېواد يا سيمه کې د جرمني سفارت يا کنسولګرۍ سره وخت واخلئ او د ورتګ پر مهال اړين سندونه له ځان سره يوسئ. په ياد مو وي چې د ويزې ترلاسه کول ښايي ډېر وخت ونيسي.

که ويزې ته اړتيا نه لرئ، جرمني ته له راتګ وروسته بايد د بهرنيانو چارو په اړونده اداره (Ausländerbehörde) کې د څېړنې لپاره د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ.

دا چې د کومو هېوادونو وګړي جرمني ته د تګ لپاره ويزې ته اړتيا لري، د جرمني د بهرنيو چارو وزارت پر وېبسایټ (auswaertiges-amt.de) يې کتلای شئ.

د ويزې/استوګنې اجازې لپاره کوم سندونه غوښتل کيږي؟

زموږ په بل څپرکي (د جرمني اوږدمهاله ويزه) کې د ټولو هغو سندونو لړ موندلای شئ چې د جرمني د ويزې ترلاسه کولو لپاره ورته اړتيا ده.

د څېړنې لپاره د ويزې ترلاسه کولو لپاره لاندې اضافي سندونه هم بايد ولرئ:

·      له يوې څېړنيزې ادارې څخه يو منل‌ليک (Aufnahmevereinbarung) چې د بمف (BAMF) له لوري تايید شوی وي. د بمف له لوري د پېژندل شوو څېړنيزو بنسټونو لېست پر (bamf.de) وېبسایټ موندلای شئ.

·      د څېړنيز بنسټ له لوري داسې يو تاييدليک چې ښيي دا پروژه رښتيا هم ترسره کيږي.

·      د ځانګړو مهارتونو او علمي سندونو ثبوت.

·      د څېړنيز بنسټ له لوري ستاسې د ټولو لګښتونو د ورکړې تضمين‌ليک (Verpflichtungserklärung).

جرمني ته له تګ وروسته څه کيږي؟

جرمني ته له راتګ وروسته بايد‌ د دريو مياشتو په موده کې د بهرنيانو چارو په اړونده اداره (Ausländerbehörde) کې ځان ثبت کړئ او د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ. د دې کار لپاره بايد د پورته يادو شوو سندونو تر څنګ، په جرمني کې د ثبت او کرايي کور د سندونو په ګډون ټول سندونه له ځان سره ولرئ. په ياد مو وي چې د دې ادارې کارکوونکي ستاسې غوښتنه ارزوي او دا ارزونه ښايي څو مياشتې وخت ونيسي.

په جرمني کې د څېړنې لپاره د لږترلږه يو کال لپاره د پاته کېدو اجازه لرئ. که بيا هم اړين شرطونه پوره کړئ، د استوګنې د اجازې وخت مو غځول کيږي.

له څېړنيز بنسټ سره د تړون له پای ته رسېدو وروسته څه کيږي؟

په څېړنيز بنسټ کې د کارونو له پای ته رسېدو وروسته کولای شئ په جرمني کې د کار د لټون لپاره د استوګنې اجازې غوښتنه وکړئ. د څېړونکو لپاره د دې اجازې موده ۹ مياشتې ده او له خپلې اړونده اوسلنډربېهورده ادارې څخه يې ترلاسه کولای شئ.

مهم

د کار په اړه نور مالومات زموږ په نورو مالوماتي څپرکيو (د کار تړون) او (د کارکوونکو حقونه) کې موندلای شئ.

Gefördert durch:

Gefördert durch:

Ein Projekt von: