د شخصي کاروبار لپاره د جرمني ويزه

Das Bild zeigt eine junge Frau an ihrem Küchentisch. Auf dem Tisch steht ihr Laptop aufgeklappt. Sie blättert in einigen Unterlagen und lächelt.
اوسمهالیز 06.09.2023

کولای شم جرمني ته د کاروبار لپاره ولاړ شم؟

د شخصي کاروبار پيلول او يا يو شرکت درلودل د ډېرو کسانو هيله ده. که غواړئ په جرمني کې دا کار پيل کړئ خو لا هم له جرمني او اروپايي ټولنې بهر ژوند کوئ، بايد د جرمني د کاروبار ويزه (Visum zur Selbständigkeit) او يا هم د شخصي کاروبار لپاره د استوګنې اجازه (Aufenthaltserlaubnis zur Ausübung einer selbständigen Tätigkeit) ترلاسه کړئ. دلته په دې اړه ټول مالومات درکوو.

په څه بايد وپوهېږم؟

غواړم يو شرکت جوړ کړم، کوم شرطونه بايد پوره کړم؟

که غواړئ له اروپايي ټولنې بهر هېواد څخه راشئ او په جرمني کې يو شرکت جوړ کړئ، بايد د جرمني د کاروبار ويزه (Visum zur Selbständigkeit) او يا هم د استوګنې قانون د ۲۱مې مادې د لومړي بند له مخې د شخصي کاروبار لپاره د استوګنې اجازه (Aufenthaltserlaubnis zur Ausübung einer selbständigen Tätigkeit) ترلاسه کړئ. د دې ويزې يا استوګنې اجازې ترلاسه کولو لپاره بايد لاندې شرطونه پوره کړئ:

 

-       بايد ثابته کړئ چې ستاسې کاروباري نظريې ته اقتصادي لېوالتيا او يا هم په سيمه کې اړتيا شته.

-       ستاسې کاروباري نظريه بايد د جرمني پر اقتصاد مثبت اغېز ولري.

-       ستاسې د کاروبار بايد له مالي اړخه تضمین ولري.

د ازاد کار لپاره بايد کوم شرطونه پوره شي؟

که غواړئ له اروپايي ټولنې بهر هېواد څخه راشئ او په جرمني کې ازاد کار وکړئ، بايد د جرمني د کاروبار ويزه (Visum zur Selbständigkeit) او يا هم د استوګنې قانون د ۲۱مې مادې د پينځم بند له مخې د ازاد کار لپاره د استوګنې اجازه (Aufenthaltserlaubnis zur Ausübung einer freiberuflichen Tätigkeit) ترلاسه کړئ. د دې ويزې يا استوګنې اجازې ترلاسه کولو لپاره بايد لاندې شرطونه پوره کړئ:

 

-       ستاسې د کاروبار بايد له مالي اړخه تضمین ولري.

-       د خپل کار لپاره مسلکي جواز لرئ. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (په جرمني کې د سندونو رسمي کول) کې لوستلای شئ.

-       که عمر مو له ۴۵ کالونو لوړ وي، بايد ثابته کړئ چې کافي تقاعد لرئ.

چېرته د ويزې غوښتنه کولای شم؟

که د جرمني ويزې ته اړتيا لرئ، بايد‌ خپل هېواد يا سيمه کې د جرمني سفارت يا کنسولګرۍ ته ورشئ او ضروري سندونه له ځان سره يوسئ. په ياد مو وي چې د ويزې ترلاسه کول ښايي ډېر وخت ونيسي. جرمني ته له راتګ وروسته بايد د بهرنيانو چارو په اړونده اداره (Ausländerbehörde) کې د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ. د دې کار لپاره بايد په جرمني کې د ثبت او کرايي کور د سندونو په ګډون ټول سندونه له ځان سره ولرئ. په ياد مو وي چې د دې ادارې کارکوونکي ستاسې غوښتنه ارزوي او دا ارزونه ښايي څو مياشتې وخت ونيسي.

 

دا چې د کومو هېوادونو وګړي جرمني ته د تګ لپاره ويزې ته اړتيا لري، د جرمني د بهرنيو چارو وزارت پر وېبسایټ (auswaertiges-amt.de) يې کتلای شئ.

د ويزې ترلاسه کولو لپاره کوم سندونه غوښتل کيږي؟

زموږ په بل څپرکي (د جرمني اوږدمهاله ويزه) کې د ټولو هغو سندونو لړ موندلای شئ چې د جرمني د ويزې ترلاسه کولو لپاره ورته اړتيا ده.

دا چې د شخصي کاروبار د ويزې لپاره نور کوم اضافي سندونه غوښتل کيږي، ستاسې له حالت او د کاروبار له ډول سره اړه لري. په دې اړه د جرمني له سفارت او په جرمني کې د هغې سيمې له د بهرنيانو چارو له ادارې (Ausländerbehörde) نور مالومات ترلاسه کولای شئ، چېرته چې غواړئ کاروبار پيل کړئ.

جرمني ته له تګ وروسته څه کيږي؟

جرمني ته له راتګ وروسته بايد‌ د دريو مياشتو په موده کې د بهرنيانو چارو په اړونده اداره (Ausländerbehörde) کې د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ. د دې کار لپاره بايد د پورته يادو شوو سندونو او په جرمني کې د ثبت او کرايي کور د سندونو په ګډون ټول نور سندونه له ځان سره ولرئ. په ياد مو وي چې د دې ادارې کارکوونکي ستاسې غوښتنه ارزوي او دا ارزونه ښايي څو مياشتې وخت ونيسي.

د شخصي کاروبار لپاره د استوګنې اجازه په معمول ډول د درې کالونو لپاره ورکول کيږي. که کاروبار مو بريالی شي او دومره پیسې وګټئ چې په جرمني کې خپل او د کورنۍ د غړو د ژوند لګښتونه پوره کړئ، ښايي د استوګنې د اجازې وخت مو تمديد شي.

نور مالومات چېرته موندلای شم؟

په خپل هېواد يا سيمه کې د جرمني له سفارت او يا هم په جرمني کې د هغې سيمې له د بهرنيانو چارو له ادارې (Ausländerbehörde) نور مالومات ترلاسه کولای شئ، چېرته چې غواړئ کاروبار پيل کړئ.

مهم

د شخصي کاروبار په اړه نور مالومات زموږ په نورو مالوتي څپرکيو (ازاد کار) او (کاروبار) کې موندلای شئ.

Gefördert durch:

Gefördert durch:

Ein Projekt von: