ټول هغه کسان چې په جرمني کې کار کوي او په مياشت کې له ۴۵۰ يورو زياتې پیسې ګټي؛ بايد د ټولنيزو بيمو ونډه ورکړي. له دې د ټيټ عايد درلودونکي د ټولنيزو بيمو له ورکولو خلاص دي. ازاد کارکوونکي (Selbständige) په خپله خوښه ځان په دې بيمو کې بيمه کولای شي. په دې اړه نور مالومات زموږ په نورو مالوماتي څپرکيو (نيمهوخته کار)، (ازاد کار) او (پانګونه او کاروبار )کې لوستلای شئ.
يادونه: په جرمني کې ټول کسان اړ دي چې روغتيايي بيمه ولري. دا بيمه له کار يا عايد سره اړه نه لري. په دې اړه بشپړ مالومات زموږ په بل څپرکي (روغتيايي بيمه) کې لوستلای شئ.