هغه کسان چې د مهاجر په توګه پېژندل شوي وي او يا يې د پنا حق ترلاسه کړی وي، د دايمي استوګنې اجازې ترلاسه کولو لپاره بايد لاندې شرطونه پوره کړي:
· دوی بايد له لږ تر لږه درې (پا پينځو) کالونو راهيسې د استوګنې اجازه ولري. په دې موده کې د پناغوښتنې د پروسې وخت هم حسابيږي.
· له درېيو کالوو وروسته د جرمني ژبې د C1 سند درلودل؛ که له پينځو کالونو وروسته د اوسېدو د مودې د تمديد غوښتنه کوئ، A2 سند بسنه کوي.
· دوی بايد له جابسنټر يا سوسيال څخه هېڅ يا لږ مرسته ترلاسه کړي. په دې مانا چې دوی بايد د خپل ژوند د لګښتونو ډېره برخه خپله پوره کړي. دا چې څوک له جابسنټر يا سوسيال څخه د څومره مرستې ترلاسه کولو اجازه لري؛ په هر ايالت کې له بل سره توپير کوي. په عمومي ډول دا اندازه له ۵۰ تر ۷۵ سلنې ده. د ډېرو مالوماتو لپاره د خپلې سيمې اوسلنډربېهورده ادارې يا يوه مشورتي مرکز ته ورشئ.
· د ځان او کورنۍ د غړو لپاره د اوسېدو د کافي ځای درلودل بل شرط دی. د کور د مساحت اندازه هم په هر ايالت کې توپير کوي. په عمومي توګه دا اندازه له شپږ کالونو د لوړ کس پر سر ۱۲ متر مربع ده. له شپږ کالونو د ټيټو کسانو لپاره دا اندازه ۱۰ متر مربع ده. تر دوو کلنو ماشومانو پورې نه حسابيږي. په ځينو حالتونو کې ښايي وړوکی کور هم قبول شي. د ډېرو مالوماتو لپاره د خپلې سيمې اوسلنډربېهورده ادارې يا يوه مشورتي مرکز ته ورشئ.
· تاسې بايد روغتيايي بيمه ولرئ.
· په برياليتوب د بلدتيا (Orientierungskurs) کورس بشپړول هم له دې شرطونو يو دی.
· بايد کومه جرمي سابقه ونه لرئ.
· ستاسې د خونديتوب د په رسميت پېژندلو لپاره دلايل بايد لا هم د توجیه وړ وي او درکول شوې پنا لا هم د بمف له لوري معتبره وبلل شي.