منځپانګې ته لاړ شئ

د استوګنې اجازې د موخې بدلون (Zweckwechsel)

Zweck- und Spurwechsel

که د يو ځانګړي هدف لپاره له ويزې سره جرمني ته راځئ، تاسې ته د استوګنې داسې سند درکول کېږي چې يوازې د همدې  موخې لپاره اعتبار لري. په دې مانا چې که د بېلګې په توګه، د زده‌کړو له ويزې سره داخلېږئ، نو يوازې د زده‌کړو لپاره په جرمني کې پاته کېدای شئ.

البته بيا هم دا شونتيا شته چې د استوګنې سند بدل شي، چې دې ته د موخې بدلون (Zweckwechsel) وايي. د موخې بدلون دا مانا لري چې تاسې له يوې موخې سره تړلي د استوګنې له سند څخه بل ته ډول ته بدلوئ. د مسلکي کسانو لپاره د استوګنې سند د موخې بدلون ښه فرصت دی. د دې کار لپاره اړتيا نشته چې بېرته خپل اصلي هېواد ته ولاړ شئ څو هلته نوې ويزه وغواړئ. پر ځای يې، د استوګنې سند په مستقيم ډول په جرمني کې بدلېدلی شي.

د يوې موخې د بدلون اجازه اکثره وخت د بهرنيانو چارو ادارې (Ausländerbehörde) په لاس کې وي. دا اداره بايد د خپلې پرېکړې لپاره د غوښتنه کوونکي شخص شخصي ګټې او همداراز عامه ګټې (لکه دا چې په دې برخه کې کارکوونکي لټول کېږي او که نه) په پام کې ونيسي.

يوه بېلګه: هغه څوک چې په اصل کې د زده‌کړو لپاره جرمني ته راغلی وي، خو غواړي کار وکړي، کولای شي د يو شمېر ځانګړو شرايطو له مخې د کار کولو لپاره د استوګنې اجازې موخې ته ځان بدل کړي. د دې کار لپاره دقيق شرايط د نوي استوګنيز سند له شرايطو سره تړلي دي. هر ډول موخې ته بدلون ناشونی دیالبته د ۲۰۲۴م کال د مارچ له لومړۍ نېټې راهيسې، ځينې محدوديتونه له منځه تللي دي. دلته په دې اړه نور مالومات، بېلګې، او د موخې بدلون لپاره اړين شرايط موندلای شئ.

که غواړئ پوه شئ چې د مسلکي کسانو لپاره کوم استوګنيز سندونه شته، کوم چې موخه يې بدلېدلی شي، نو زموږ په ځانګړې پاڼه کې چې د مسلکي کسانو لپاره ده، نور جزئيات موندلای شئ.

يادونهد موخې بدلون دا مانا نه لري چې تل بايد خپل پخوانی استوګنيز سند بېرته وسپارئ. دا امکان هم شته چې څو استوګنيز سندونه يو ځای وساتئ. په دې اړه نور مالومات په لاندې برخو کې موندلای شئ.

يوه عملي سپارښتنه: د GGUA په نوم له کډوالو سره د مرستې ادارې د موخو بدلون لپاره یو جدول جوړ کړی دی. جدول ښيي چې پرته له دې چې د ویزې پروسه بیا بشپړه کړئ، له نويو مقرراتو سره کوم بدلونونه ممکن دي. هیله ده په یاد ولرئ چې په جدول کې دا لنډيز هیڅ تضمین نه وړاندې کوي او پریکړه تل په فرد پورې اړه لري.

دا جدول دلته کتلی شئ.

په جدول کې رنګونه:

  • سور: بدلون په قانوني توګه منعه دی.
  • ژیړ: بدلون معمولا ناشونی دی، مګر په استثنایی حالتونو کې شونی کیدی شي.
  • شين: بدلون شونی دی، مګر په ډیرو مواردو کې دا د مهاجرت ادارې يا اوسلنډربېهورده چارواکو په واک کې دی.

په څه بايد ځان وپوهوم؟

د دې لپاره چې په جرمني کې د استوګنې سند ترلاسه کړئ، بايد په اصولو کې له مناسبې ويزې سره جرمني ته داخل شئ. په دې مانا چې ستاسې د ويزې موخه بايد له ستاسې د استوګنې له موخې سره برابره وي. که د بېلګې په توګه، که تاسې د زده‌کوونکو لپاره له يوې ويزې سره جرمني ته راځئ، نو بايد له داخلېدو وروسته له بهرنيانو چارو ادارې (Ausländerbehörde) څخه د زده‌کوونکو لپاره د استوګنې اجازه وغواړئ.

که ستاسې حالت بدل شي او وغواړئ چې د استوګنې سند موخه بدله کړئ، نو کولای شئ له بهرنيانو چارو ادارې څخه د "موخې بدلون" (Zweckwechsel) غوښتنه وکړئ. دا کار هغه وخت شونی دی، چې که تاسې د زده‌کړو پر مهال په جرمني کې واده کړی وي او يا مو کار موندلی وي.

پاملرنه: په ځينو مواردو کې ښايي اړ شئ چې بېرته خپل اصلي هېواد ته ولاړ شئ څو هلته د نوي ويزې غوښتنه وکړئ. دا چې دا کار اړين دی او که نه، له داخلېدو او استوګنې د موخې، شخصي حالت او د اړوندې بهرنيانو ادارې له کړنلارې سره اړه لري. ځينې د استوګنې موخې شته چې بدلون ته اسانه لاره برابروي، لکه د مسلکي کسانو لپاره د استوګنې سند ته بدلون؛ خو په نورو کې دا کار ستونزمن يا ښايي ناشونی وي.

 

د GGUA په نوم له کډوالو سره د مرستې ادارې د موخو بدلون لپاره یو جدول جوړ کړی دی. جدول ښيي چې پرته له دې چې د ویزې پروسه بیا بشپړه کړئ، له نويو مقرراتو سره کوم بدلونونه ممکن دي. هیله ده په یاد ولرئ چې په جدول کې دا لنډيز هیڅ تضمین نه وړاندې کوي او پریکړه تل په فرد پورې اړه لري.

دا جدول دلته کتلی شئ.

په جدول کې رنګونه:

  • سور: بدلون په قانوني توګه منعه دی.
  • ژیړ: بدلون معمولا ناشونی دی، مګر په استثنایی حالتونو کې شونی کیدی شي.
  • شين: بدلون شونی دی، مګر په ډیرو مواردو کې دا د مهاجرت ادارې يا اوسلنډربېهورده چارواکو په واک کې دی.

مهم: که اړ ياست چې د ويزې اخستلو پروسه له سره ترسره کړئ، نو دا ښه ده چې مخکې له هغې د بهرنيانو چارو له ادارې څخه يوه ليکلې مخکينۍ موافقه (Vorab-Zustimmung) ترلاسه کړئ. په دې توګه تاسې باوري کېږئ چې له ويزې ترلاسه کولو وروسته به تاسې ته د استوګنې غوښتل شوې اجازه درکول کېږي. همداراز تاسې کولای شئ له مشورتي ادارو يا وکيلانو مرسته ترلاسه کړئ.

مخکېنۍ موافقه حتی هغه وخت هم ګټوره تمامېږي، کله چې د ويزې اخستلو پروسه بيا نه تکراروئ، خو د بېلګې په توګه، غواړئ د استوګنې سند بدل کړئ او د دې لپاره په پوهنتون کې نوم‌ليکنه کنسلوئ يا خپله دنده پرېږدئ.

     د ۲۰۲۳ کال د نومبر له ۱۸مې نیټې د رسمي اوسبيلډونګ سند درلودونکو مسلکي کسانو (§ 18a AufenthG) او د پوهنتون د فراغت له رسمي شوي سند سره مسلکي کسانو لپاره (§ 18b AufenthG) لپاره نوي قوانین پلي کيږي. دغه قوانین اوس د مستحق کېدو معیارونه (Anspruchsnormen) ګڼل کیږي. په دې مانا چې که ستاسې سندونه رسمي شوي وي او نور شرایط پوره کړئ، تاسې به د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ. له دې بدلون سره، د استوګنې قانو د ۱۸ الف او ۱۸ ب مادو له مخې د استوګنې اجازه ترلاسه کول اسانه شوي دي. دا د بېلګې په توګه د هغو کسانو لپاره هم پلي کیږي چې له رسمي شوو مسلکي سندونو په جرمني‌کې له ويزې پرته ژوند کوي (د بېلګې په توګه که څوک په بل "شینګن هیواد" کې د استوګنې اجازه ولري).

    ښه ده چې پوه شئ: له نويو مقرراتو سره، د استوګنې اجازه د هر وړ مسلک لپاره پلې کیږي. وړ په دې مانا چې لږترلږه دوه کلنه مسلکي زده کړې شرط ګڼل کیږي. بل دا چې د زده‌کړې سند باید په جرمني کې په رسميت وپیژندل شي. سربیره پردې، معاش هم باید کافي وي. یعني دا چې تاسې بايد وکولای شئ د خپل ژوند لګښتونه خپله پوره کړئ. ستاسې عايد بايد دومره لوړ وي چې د SGB II له مخې د ټولنيزو مرستو غوښتلو حق ونه لرئ پر دې د پاسه، د زده‌کړې او مسلک تر منځ نور کوم رسمي اړیکه نشته. په دې ډول تاسې کولی شئ بل وړ کار هم وکړئ.

      د ويزې موخه بايد له هغه هدف سره برابره وي چې له مخې يې تاسې په جرمني کې پاتې کېږئ. که تاسې د اوږدمهاله استوګنې نيت لرئ، نو بايد له يوې ملي ويزې سره، د بېلګې په توګه د کار، زده‌کړو، مسلکي روزنې يا د خپل مسلک د تصديق موخې لپاره جرمني ته داخل شوي ياست. په دې ډول تاسې ته د بهرنيانو چارو ادارې له خوا ورته، د استوګنې وړ اجازه درکول کېږي.

      خو که تاسې له شېنګن ويزې سره داخل شوي ياست، چې يوازې د لنډمهاله پاتې کېدو لپاره ورکول کېږي،  نو ډېر لږ امکانات شته چې هغه په اوږدمهاله ويزه بدله کړئ.

      په اصولو کې، له شېنګن ويزې څخه ملي يا اوږدمهاله ويزې ته بدلون يوازې په يو شمېر استثنايي حالتونو کې شونی دی.

      په عادي حالت کې د شینګن ویزې وخت غځول ممکن نه دي. یوازې لږ استثناوې شته چې په هغو کې د شینګن ویزې وخت د ملي ویزې په توګه غځول کیدی شي. د دې کار لپاره هم ډېر سخت شرایط پلي کيږيد بېلګې په توګه که بیرته سفر د بشري دلایلو (لکه ناروغي) یا د شديد تاوتريخوالي له امله (د سفر ناشونتيا، جګړهییزې شخړې) ممکن نه وي (§ 6 Abs. 2 S. 2 د استوګنې قانون). همدارنګه د جدي شخصي دلایلو یا د سیاسي ګټو د ساتنې لپاره هم د شینګن ویزې وخت، د ملي ویزې په توګه غځول کیدی شي.

      په ياد مو وي چې دا استثناوې ډېرې نادرې دي. په عمل کې باید دې خبرې ته تمه ونه کړئ.

      دا لاندې څو بېلګې دي، چې البته په عمل کې نږدې ناممکن دي:

      د زده‌کړو لپاره د استوګنې اجازې ته بدلون 
      که تاسې له شېنګن ويزې سره يا بې له ويزې څخه د لنډمهاله سفر لپاره جرمني ته راځئ او غواړئ دلته زده‌کړې وکړئ، نو په نظري ډول کولای شئ د استوګنې سند بدل کړئ (د استوګنې قانون ۱۶ب ماده).  خو په عمل کې دا کار نږدې ناممکن دی. ډېری وخت د غوښتنې د ارزونې موده تر هغه اوږده وي چې تاسې ته د پاتې کېدو اجازه درکړل شوې وي. له همدې امله باید بېرته له جرمني ووځئ او بیا به تاسې ته د استوګنې اجازه نه درکول کېږي. برسېره پر دې، باید ثابته کړئ چې له داخلېدو مخکې مو دا پلان نه درلود چې خپله شېنګن ويزه د زده‌کوونکو په ويزه بدله کړئ.
      د زده‌کړو لپاره د ويزې او استوګنې په اړه نور مالومات زموږ په مالوماتي پاڼه "د زده‌کړې لپاره ويزه او استوګنه" کې موندلی شئ.

      د مسلکي کس لپاره د ويزې ته بدلون 
      که تاسې له شېنګن ويزې (د ليدنې ويزې) سره جرمني ته راځئ او له راتګ وروسته د مسلکي کس په توګه دنده ترلاسه کړئ، نو کولای شئ هڅه وکړئ چې د بهرنيانو ادارې (Ausländerbehörde) ته د استوګنې اجازې ترلاسه کولو غوښتنه وسپارئ. خو دلته هم ارزونه اکثره د پاتې کېدو تر وخت زیاته وي. په ډېری مواردو کې باید له جرمني ووځئ، او د استوګنې اجازه به درنه کړل شي. د زده‌کړو لپاره د ويزې په شان، باید ثابته کړئ چې له راتګ مخکې مو دا اراده نه لرله چې خپله ويزه بدله کړئ.

      پاملرنه: که مخکې له دې چې جرمني ته راشئ، د دندې لپاره مو له کار ورکونکي سره اړیکه نیولې وي، تاسې ته به وویل شي چې تاسې باید مخکې له راتګ څخه د اړونده ویزې غوښتنه کړې وای.

      يادونه: له ویزې پرته د لنډ مهاله استوګنې لپاره  کولی شئ تر ځانګړو شرايطو لاندې له بهرنیانو ادارې يا اوسلنډربېهورده څخه لنډمهالی سند (Fiktionsbescheinigung) ترلاسه کړئ. په دې مانا چې تاسې ته به تر هغې چې ستاسې غوښتنه ځوابيږي، يو لنډمهالی سند درکړل شي. خو دا یوازې د استرالیا، اسراییل، جاپان، کاناډا، نیوزیلینډ، سویلي کوریا، امريکا متحده ايالاتو یا د بريتانيا د اتباعو لپاره پلي کیږي - او که تاسې د ویزې پروسې د بشپړولوته اړ نه یاست.

      د مسلکي کس په توګه د استوګنې اجازې ترلاسه کولو لپاره نور مالومات زموږ په "دجرمنيمليويزه" یا "د مسلکي کس ویزه" په څپرکیو کې موندلی شئ.

         هو، دا کار شونی دی او په اسانه د موخې بدلون (erleichterten Zweckwechsel) په نوم یادېږي. په دې مانا چې که مخکې له مخکې خپله اړونده اوسلنډربېهورده اداره خبره کړئ او هغوی موافقه وکړي، تاسې کولی شئ د روزنې ځای بدل کړئ. پام مو وي چې د ځینو ځانګړو حرفوي روزنو، لکه د ځانګړي اشپز روزنه (Spezialitätenkoch) لپاره، ځانګړې مقررات پلي کيږي (§ 19 c Abs. 1 AufenthG). د روزنې په اړه نور مالومات  په د حرفوي روزنې لپاره ویزه په څپرکي کې موندلی شئ.

          هو، تاسې کولی شئ د زده‌کړو د استوګنې سند د کار لپاره د استوګنې ټولو سندونو ته واړوئ. البته يو محدوديت شته (§ 16 b Abs. 4 AufenthG): که دا کار د زده‌کړو له پای ته رسېدو مخکې کوئ، نه شئ کولی ځینې لنډمهالې دندې غوره کړئ، لکه مرستندويه يا AuPair،  رضاکارانه خدمت، ځانګړی اشپز او د ژبې ښوونکي (§§ 10-15 BeschV). البته که تاسې او اړوند کار اړين شرطونه پوره کړای شئ، کولی شئ د ماهرو کارکوونکو لپاره د استوګنې په بل سند يې بدل کړئ. دا د هغو حالتونو لپاره هم صدق کوي چې که تاسې خپله زده‌کړې پرېږدئ.

          يادونه: د ټولو موخو د بدلونونو لپاره او په ځانګړي توګه د زده‌کړو د پرېښودو په حالت کې، باید  د زده‌کړو په جریان کې او د استوګنې له معتبر سند سره، د کار کولو لپاره داستوګنې اجازې غوښتنه وکړئ او شرایط پوره کړئ. تاسې باید د کار قرارداد هم ولرئ. له دې پرته د قانوني پاتې کېدو د تشې له ګواښ سره مخ کېږئ او له جرمني په وتلو مکلف ياست. د دې خبرې مانا دا ده چې که د استوګنې اجازې دلايل له منځه ولاړ شي، اوسلنډربېهورده اداره کولی شي تاسې ته د وتلو امر وکړي.

            که د کډوال په توګه قبول شوي ياست او يا د فرعي خونديتوب سند لرئ، کولی شئ د اروپايي ټولنې شين کارت ترلاسه کړئ. دا کارت هغه مسلکي کسان چې د پوهنتون رسمي شوی سند لري، ترلاسه کوي. د دې کارت ترلاسه کولو لپاره بايد له خپل مسلک سره برابر د دندې وړاندیز ولرئ. همدا شان تمه کیږي چې معاش مو باید لوړ وي. نور مالومات په "شين کارت" څپرکي کې ترلاسه کولای شئ.

            پاملرنه: مخکې له دې چې د خونديتوب وضعیت پرېږدئ، له ځان سره ښه مشوره وکړئ. کله چې استوګنه "یوازې" له کار، زده‌کړو یا مسلکي روزنې سره تړلې وي، د له منځه تلو ګواښ يې تل وي.

            ښه ده چې پوه شئ: په ۲۰۱۳ کال کې د آلمان فدرالي اداري محکمې (Bundesverwaltungsgericht) دا پریکړه وکړه چې یو کس کولی شي په یو وخت کې څو استوګنيز سندونه ولري. که څه هم د استوګنې قانون او د بهرنيانو ادارو مقررات دا خبره په واضح ډول نه روښانوي چې دا خبره څنګه پلې شي، خو دا بايد هېڅکله خنډ ونه ګڼل شي. که څه هم محکمې دا موضوع روښانه کړې، ادارې تل دا پریکړه نه عملي کوي. البته د محکمو تازه پرېکړو چې د هامبورګ، بایرویت او هانوفر ښارونو د محکمو له لورې شوې دي، دا پرېکړه تائید کړې ده او د ۲۰۱۳م کال د حکم حواله ورکوي. له همدې کبله، ښه ده چې دا موضوع له اړوندې بهرنيانو ادارې سره شریکه کړئ او که اړتیا وي، د خپل انفرادي حالت لپاره له یوه وکیل سره مشوره وکړئ.

               هو. که اړين شرطونه پوره کړئ، کولای شئ د استوګنې د بل ډول اجازې غوښتنه وکړئ. د بېلګې په توګه د استوګنې لاندې اجازې غوښتل کیدای شي: د ماهر مسلکي کس په توګه د استوګنې اجازه (د ۱۸a او ۱۸b مادو پر بنسټ) یا د اوسبيلډونګ يا حرفوي زده‌کړو ترسره کوونکي په توګه  د استوګنې اجازه(د ۱۶a مادې پر بنسټ).

               پاملرنه: د زده کړې لپاره استوګنې اجازې (د ۱۶b ماده)، د اروپايي اتحادیې لپاره د مطالعوي عملي کار (د ۱۶e ماده)، د زده‌کړو د پيلولو غوښتنې (د ۱۷مې مادې ۲ بند)، څېړنې (د ۱۸d ماده)، د اروپايي رضاکارانه خدمت (د ۱۹e ماده) او د اروپايي ټولنې شنه کارت (د ۱۸g ماده) لپاره یو بندیز شته. دا کسان نه شي کولی د استوګنې قانون د ۲۴مې مادې له مخې د استوګنې اجازه بدله کړي.

               البته بیا هم د ۲۴مې مادې له مخې د استوګنې له اجازې سره زده‌کړې کولی شئ. یوازې د زده‌کړې لپاره د استوګنې اجازې ته بدلول ممکن نه دی. که د مسلکي کس په توګه د ۱۸الف یا ب مادې پر اساس د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ او د ۲۴مې مادې له مخې د استوګنې اجازه پرېږدئ، کولی شئ د اروپايي ټولنې شين کارت ترلاسه کړئ. په دې ډول بیا د شنه کارت ترلاسه کولو لپاره لار پرانیستل کیږي.

               دا چې د ۲۴ مادې له مخې د استوګنې اجازې پرېښودل او د بل ډول استوګنې اجازې ترلاسه کول په عمومي ډول معقول دي او که نه، تل له فردي حالتونو او شونتياوو سره اړه لري.

              مهم: مخکې له دې چې د استوګنې اجازه بدله کړئ، کولی شئ مشوره ترلاسه کړئ. که د استوګنې اجاز یوازې له دندې یا زده‌کړې سره تړلې وي، تل يې د لاسه ورکولو ګواښ شته.

              ښه ده چې پوه شئ: په ۲۰۱۳ کال کې د آلمان فدرالي اداري محکمې (Bundesverwaltungsgericht) دا پریکړه وکړه چې یو کس کولی شي په یو وخت کې څو استوګنيز سندونه ولري. که څه هم د استوګنې قانون او د بهرنيانو ادارو مقررات دا خبره په واضح ډول نه روښانوي چې دا خبره څنګه پلې شي، خو دا بايد هېڅکله خنډ ونه ګڼل شي. که څه هم محکمې دا موضوع روښانه کړې، ادارې تل دا پریکړه نه عملي کوي. البته د محکمو تازه پرېکړو چې د هامبورګ، بایرویت او هانوفر ښارونو د محکمو له لورې شوې دي، دا پرېکړه تائید کړې ده او د ۲۰۱۳م کال د حکم حواله ورکوي. له همدې کبله، ښه ده چې دا موضوع له اړوندې بهرنيانو ادارې سره شریکه کړئ او که اړتیا وي، د خپل انفرادي حالت لپاره له یوه وکیل سره مشوره وکړئ.

                سره ورته سکالوګانې

                په فورم کې زموږ ټولنه

                هرې پوښتنې ته ژر ځوابونه ومومئ. د خپلې ټولنې له تجربې څخه ګټه واخلئ او نظرونه تبادله کړئ.

                فورم ته دوام ورکړئ

                ځای پر ځای ملاتړ

                د مشورتي ادارو، ملاقات ځايونو او نورو وړانديزونو په لټه کې ياست؟ نو زموږ لټونګر ماشين. وکاروئ.

                سيمه‌ييز لټون ته ورشئ
                یو پروژه د
                • medienmacher
                • د اروپایي ټولنې له خوا تمویل شوی لوګو
                • د کورنیو او ملي چارو د فدرالي وزارت له خوا تمویل شوی لوګو
                • د مهاجرت، کډوالو او ادغام لپاره د فدرالي حکومت د استازي او د فدرالي حکومت د نژادپالنې ضد استازي له خوا تمویل شوی لوگو
                تميلوونکي:
                • د ژغورنې د نړيوالې کمېټې لوګو