که د خپلې امېدوارۍ په اړه شک لرئ؛ کولای شئ په خپله د امېدوارۍ د مالومولو ازموينه ترسره کړئ. د ازمويلو لپاره يې وسيله له درملتونونو ترلاسه کولای شئ. په امېدوارۍ له ډاډمنتوب وروسته د ښځو يوې ډاکټرې يا ډاکټر ته ورشئ. په خپل شاوخوا کې د ښځو ډاکټر پر (frauenaerzte-im-netz.de) وېبسایټ موندلای شئ. که د ښځو ځانګړی ډاکټر نه وي؛ له عادي ډاکټرانو هم مشوره اخستلای شئ. په جرمني کې د ښځو ډاکټرانې هم زياتې دي او که نه غواړئ نارينه ډاکټر ته ورشئ؛ کولای شئ ښځينه ډاکټره غوره کړئ.
د ښځو ډله ډاکټر سره د وخت اخستلو پر مهال د خپلې امېدوارۍ د شونتيا په اړه ووايئ. په دې ډول ښايي د کتلو لپاره ژر وخت درکړل شي. ډاکټران به ستاسې د وينې او ادرار ټېسټ واخلي او له امېدوارۍ به مو ځان ډاډه کړي. هغوی به همدا شان وګوري چې د مور او ماشوم روغتيا ښه ده او هر څه نورمال دي. له دې وروسته امېدوارې مېرمنې ته د مورولۍ کتابچه (Mutterpass) ورکول کيږي. په دې کتابچه کې به د امېدوارۍ پر مهال د ټولو ازموينو پایلې وليکل شي. له ډاکټر يا قابلې سره د کتنې يا روغتون ته د تګ پر مهال به له تاسې څخه د دې کتابچې غوښتنه وشي. دا به غوره وي چې دا کتابچه تل له ځان سره نږدې وساتئ ځکه د زېږون يا بېړنۍ اړتيا پر مهال ښايي ډاکتر ستاسې خپل نسايي ولادي ډاکټر نه وي او د مور او ماشوم په اړه مهمو روغتيايي مالوماتو ته اړتيا ولري. د دې کتابچې برالا ساتل او هر څومره زر ډاکټر ته وړاندې کول به د وخت د ضايع کېدو مخنيوی وکړي او ستاسې درملنه به اسانه کړي.
يادونه: په عمومي ډول، له دې پرته چې ښځه امېدوراه ده او که نه، بايد په کال کې يو ځل د ښځو ډاکټرې ته ورشي. د دې کتنې لګښتونه د بيمې شرکت ورکوي. که د چا د پناغوښتنې پروسه هم روانه وي؛ د سخت درد او امېدوارۍ پر مهال به مو د درملنې لګښتونه دولت ورکړي.