د فراغت د بهرنيو سندونو د رسمي کولو لپاره د جرمني ويزه

کولای شم په جرمني کې د خپل فراغت سندونه رسمي کړم؟

د دې لپاره چې په بهر کې د حرفوي يا لوړو زده‌کړو بشپړوونکي وکړای شي په جرمني کې  په خپل مسلک کې کار وکړي، بايد په جرمني کې د خپل فراغت سندونه رسمي‌کړي. دا کار د رسمي کولو د ادارو يا (Anerkennungsstellen) له لارې کيږي. ځينې وخت ښايي د ځينې سندونو کموالی د دې سبب شي چې د يو چا د فراغت سندونه په بشپړ ډول رسمينه شي. که تاسې هم له داسې حالت سره مخ ياست، کولای شئ په جرمني کې د مسلکيتوب (Qualifizierungsprogramm) په پروګرامونو کې ګډون وکړئ. دا پروګرام ښايي يو مسلکي کورس او يا هم د دندې لپاره د جرمني ژبې زده‌کړه وي. د دې کار لپاره د استوګنې قانون (§16d Aufenthaltsgesetz) له مخې ويزې او د سندونو د رسمي کولو لپاره د استوګنې اجازې ته اړتيا لرئ.

په څه بايد ځان پوهوم؟

کولای شم د سندونو د رسمي کولو لپاره د جرمني ويزه ترلاسه کړم؟

د سندونو د رسمي کولو لپاره بايد کومې ادارې ته خپل سندونه وړاندې کړم؟

چېرته د ويزې غوښتنه کولای شم؟

د ويزې/استوګنې اجازې لپاره کوم سندونه غوښتل کيږي؟

جرمني ته له تګ وروسته څه کيږي؟

کولای شم د مسلکيتوب د ارزونې تر څنګ کار وکړم؟

د مسلکيتوب د ارزونې له بشپړېدو وروسته څه پېښيږي؟

مهم

د سندونو د رسمي کولو په اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د بهرنيو سندونو رسمي کول) او د کار موندلو په اړه نور مالومات په بل څپرکي (د کار موندل او غوښتنه) کې لوستلای شئ