د فراغت د بهرنيو سندونو د رسمي کولو لپاره د جرمني ويزه

Das Bild zeigt einen Mann, der eine Urkunde abstempelt. Er sitz an einem hölzernen Schreibtisch.
اوسمهالیز 06.09.2023

کولای شم په جرمني کې د خپل فراغت سندونه رسمي کړم؟

د دې لپاره چې په بهر کې د حرفوي يا لوړو زده‌کړو بشپړوونکي وکړای شي په جرمني کې  په خپل مسلک کې کار وکړي، بايد په جرمني کې د خپل فراغت سندونه رسمي‌کړي. دا کار د رسمي کولو د ادارو يا (Anerkennungsstellen) له لارې کيږي. ځينې وخت ښايي د ځينې سندونو کموالی د دې سبب شي چې د يو چا د فراغت سندونه په بشپړ ډول رسمي نه شي. که تاسې هم له داسې حالت سره مخ ياست، کولای شئ په جرمني کې د مسلکيتوب (Qualifizierungsprogramm) په پروګرامونو کې ګډون وکړئ. دا پروګرام ښايي يو مسلکي کورس او يا هم د دندې لپاره د جرمني ژبې زده‌کړه وي. د دې کار لپاره د استوګنې قانون (§16d Aufenthaltsgesetz) له مخې ويزې او د سندونو د رسمي کولو لپاره د استوګنې اجازې ته اړتيا لرئ.

په څه بايد ځان پوهوم؟

کولای شم د سندونو د رسمي کولو لپاره د جرمني ويزه ترلاسه کړم؟

تاسې کولای شئ په جرمني کې د فراغت د بهرنيو سندونو د رسمي کولو د پروسې د پیل او ارزونې لپاره هم د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ. د دې کار لپاره بايد لومړی خپل سندونه يوې اړونده ادارې ته وسپارئ. که دا اداره پرېکړه وکړي چې د د سندونو د رسمي کولو لپاره ځينې نورو سندونو ته هم اړتيا ده او تاسې هم وکړای شئ د جرمني ژبې د A2 په کچه خبرې وکړئ، کولای شئ دې پروسې ته په جرمني کې دوام ورکړئ.

د سندونو د رسمي کولو لپاره بايد کومې ادارې ته خپل سندونه وړاندې کړم؟

د سندونو رسمي کولو لپاره يوه اداره پر (anerkennung-in-deutschland.de) وېبسایټ موندلای شئ. تر (Beratung im Ausland) برخه لاندې د دې کار له پیل مخکې سلا هم کولای شئ. له دې ادارو ځينې يې په اړوندو هېوادونو کې وي. له دې پرته په جرمني کې هم له (Make it in Germany) ادارې سره د انلاين يا د ټليفون (+49 30 1815 1111) له لارې اړيکه نيولای شئ. د دې ادارې کارکوونکي په انګليسي او جرمني ژبو خبرې کوي او هره دوشنبه تر پنجشبنه د سهار له اتو بجو بيا د مازديګر تر ۴ بجو ستاسې اړيکو ته ځواب وايي. البته په ياد مو وي چې له بهرنيو هېوادونو به دې شمېرې ته ټليفون کول لګښت ولري.

د سندونو د رسمي کولو په اړه نور مالومات زموږ په بل څپرکي (په جرمني کې د بهرنيو سندونو رسمي کول) کې هم لوستلای شئ.

چېرته د ويزې غوښتنه کولای شم؟

که د جرمني ويزې ته اړتيا لرئ، بايد‌ خپل هېواد يا سيمه کې د جرمني سفارت يا کنسولګرۍ سره وخت واخلئ او د ورتګ پر مهال اړين سندونه له ځان سره يوسئ. په ياد مو وي چې د ويزې ترلاسه کول ښايي ډېر وخت ونيسي.

که ويزې ته اړتيا نه لرئ، جرمني ته له راتګ وروسته بايد د بهرنيانو چارو په اړونده اداره (Ausländerbehörde) کې د سندونو د رسمي کولو لپاره د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ.

 

دا چې د کومو هېوادونو وګړي جرمني ته د تګ لپاره ويزې ته اړتيا لري، د جرمني د بهرنيو چارو وزارت پر وېبسایټ (auswaertiges-amt.de) يې کتلای شئ.

د ويزې/استوګنې اجازې لپاره کوم سندونه غوښتل کيږي؟

زموږ په بل څپرکي (د جرمني اوږدمهاله ويزه) کې د ټولو هغو سندونو لړ موندلای شئ چې د جرمني د ويزې ترلاسه کولو لپاره ورته اړتيا ده.

د بهرنيو سندونو د رسمي کولو د ويزې ترلاسه کولو لپاره لاندې اضافي سندونه هم بايد ولرئ:

 

-       د رسمي کولو د يوې ادارې له لوري داسې سند چې وښيي د دې مسلکيتوب اړين دی.

-       د مسلکيتوب په اړوند پروګرام کې د ګډوڼ سند.

 

-       د جرمني ژبې د زده‌کړې سند  درلودل؛ د دې کار لپاره بايد لږ ترلږه د جرمني ژبې A2 سند ولرئ.

 

-       د سندونو د رسمي کولو او مسلکيتوب د ارزونې په موده کې د ژوند د لګښتونو پوره کولو د توان ثبوت.

جرمني ته له تګ وروسته څه کيږي؟

جرمني ته له راتګ وروسته بايد‌ د دريو مياشتو په موده کې د بهرنيانو چارو په اړونده اداره (Ausländerbehörde) کې ځان ثبت کړئ او د استوګنې د اجازې غوښتنه وکړئ. د دې کار لپاره بايد د پورته يادو شوو سندونو تر څنګ، په جرمني کې د ثبت او کرايي کور د سندونو په ګډون ټول سندونه له ځان سره ولرئ. په ياد مو وي چې د دې ادارې کارکوونکي ستاسې غوښتنه ارزوي او دا ارزونه ښايي څو مياشتې وخت ونيسي.

د اصولو له مخې د بهرنيو مسلکي سندونو د رسمي کولو لپاره د استوګنې اجازه د ۱۸ مياشتو لپاره ورکول کيږي او د مسلکيتوب د ارزونې په پای کې د ۶ مياشتو لپاره تمديدېدای شي. دا کار هغه مهال کيږي چې څوک وغواړي د بېلګې په توګه دوهم ځل ازموينه ورکړي.

کولای شم د مسلکيتوب د ارزونې تر څنګ کار وکړم؟

کولای شئ د مسلکيتوب د ارزونې (Qualifizierungs-Maßnahme) تر څنګ، په اونۍ کې لس ساعته کار وکړئ. که په خپل مسلک کې، له يوه شرکت څخه د کار ډاډمن وړانديز لرئ، کولای شئ له لسو ساعتونو ډېر کار هم وکړئ. البته د جرمني د کار اداره بايد دا خبره تاييد کړي او د دې کار لپاره بايد دوی ته د کاري وړانديز په اړه خبر ورکړئ. اړوند مامور ستاسې غوښتنه ارزوي او بيا تاسې ته د دې کار لپاره د کار اجازه درکوي. په خپله شاوخوا کې د کار ادارې يوه څانګه پر (arbeitsagentur.de) وېبسایټ موندلای شئ.

د مسلکيتوب د ارزونې له بشپړېدو وروسته څه پېښيږي؟

که د سندونو له بريالۍ ارزونې وروسته يو کار، اوسبيلډونګ او يا د لوړو زده‌کړو لپاره یو ځای ومومئ، کولای شئ د ماهر کارګر، اوسبيلډونګ او يا لوړو زده‌کړو ترسره کوونکي په توګه د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ. د دې اجازې غوښتنه له اړونده اوسلنډربېهورده ادارې کولای شئ.

که کار مو نه وي موندلی، کولای شئ د کار د لټون ويزه ترلاسه کړئ. د دې ويزې غوښتنه هم له خپلې اړونده اوسلنډربېهورده ادارې کولای شئ.

مهم

د سندونو د رسمي کولو په اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د بهرنيو سندونو رسمي کول) او د کار موندلو په اړه نور مالومات په بل څپرکي (د کار موندل او غوښتنه) کې لوستلای شئ

Gefördert durch:

Gefördert durch:

Ein Projekt von: