ګېزمتشوله له پينځم ټولګي پیل کيږي او په لسم، دوولسم يا ديارلسم ټولګي پای ته رسيږي. زدهکوونکي کولای شي په دې ښوونځي کې د فراغت بېلابېل سندونه ترلاسه کړي. دا ښوونځی دوه ډولونه لري: کوپراتيف ګېزامت شوله او انټيګريټن ګيزامت شوله.
په Kooperativen Gesamtschule کې د فعاليت درې کچې شته: د هافټشوله کچه، د ريالشوله کچه، د ګمنازيوم کچه. زدهکوونکي کولای شي خپلو نمرو او فعاليت ته په کتو د دې درې ډولونو تر منځ يو بل ته بدل شي.
په Integrierten Gesamtschule کې تر لسم ټولګي پورې زدهکوونکي د فراغت د سند له په پام کې نيولو پرته يو ځای زدهکړه کوي خو د هر مضمون لپاره سخت او آسانه کورسونه شته. زدهکوونکي کولای شي خپل فعاليت ته په کتوله دواړو يو وټاکي.
د د دې ښوونځی له نهم ټولګي څخه تر فارغېدو وروسته د (einfachen Hauptschulabschluss يا qualifizierende Haupschulabschluss) سند ترلاسه کړي او يا کولای شي له لسم ټولګي وروسته د (Realschulabschluss) سند ترلاسه کړي. همدا شان له ديارلسم ټولګي تر فراعت وروسته د ابيتور سند ترلاسه کولای شي. د دې ټولو سندونو په ترلاسه کولو زدهکوونکي کولای شي حرفوي زدکړې (Ausbildung) پیل کړي. د ابيتور سند په درلودلو د پوهنتون او حرفوي زدهکړو تر منځ يو ټاکلای شئ.