په نیدرزاکسن ايالت کې د لومړني ښوونځي بشپړول څلور کاله وخت نيسي. له دې وروسته ميندې او پلرونه پرېکړه کوي چې بچيان يې کوم ښوونځي ته ولاړ شي. د لومړني ښوونځي ښوونکي به له دوی سره د ښوونځي په غوره کولو کې مرسته وکړي. دا ماشومان له لومړني ښوونځي وروسته له پينځه ډوله ښوونځيو يو ټاکلای شي:
- منځنی ښوونځی (Hauptschule)
- ريالشوله (Realschule)
- اوبرشوله (Oberschule)
- ګېماينشفټشوله (Gemeinschaftsschule)
- ګېمنازيوم (Gymnasium)