دا ډول ښوونځي له پينځم ټولګي پیل کيږي او په نهم يا لسم ټولګي پای ته رسيږي. د دې ښوونځي له پای ته رسولو وروسته زدهکوونکي کولای شي له له نهم يا لسم ټولګي تر فراغت وروسته د Berufsreife (Hauptschulabschluss) سند ترلاسه کړي. همدا شان له لسم ټولګي تر فراغت وروسته د Mittler Reife (the qualifizierter Sekundarabschluss) سند ترلاسه کولای شي.
دا ښوونځي دوه ډوله دي: په کوپراتپف ريالشوله کې ماشومان له دوه کاله زدهکړو وروسته په دوو ټولګيو وېشل کيږي. دا دوه کلنه دوره د لوري موندلو دوره ګڼل کيږي ځکه په شپږم ټولګي کې دوی پرېکړه کولای شي چې له فراغت وروسته Berufsreife که Mittler Reife سند ترلاسه کړي. په انټګريرته ريالشوله کې ټول زدهکوونکي د فارغت د سند له په پام کې نيولو پرته په يوه ښوونځي کې زدهکړې کوي. ځکه نو دوی اړ نه دي چې مخکې له مخکې د فراغت د سند په اړه پرېکړه وکړي.
د دې دواړو سندونو په ترلاسه کولو زدهکوونکي کولای شي حرفوي زدکړې (Ausbildung) پیل کړي. د Mittler Reife سند په ترلاسه کولو او ښو نمرو ماشومان کولای شي ځانونه ګمنازيوم ته بدل کړي.