په جرمني کې د ښوونځيو سيستم

اوسمهالیز 11.03.2024

د جرمني د ښوونځيو سيستم څه ډول دی؟

د جرمني په ټولو فدرالي ايالتونو کې د ښوونځيو سيستم يو له بل سره توپير لري. له دې سره سره د جبري زدکړو سيستم په هر چا پلی کيږي او د درجو سيستم يو شان دی. د هر ايالت د ښوونځي د فراغت سندونه په ټول جرمني کې منل کيږي. دلته د جرمني د ښوونځيو د سيستم، شخصي تدريس او په ښوونځيو کې د ځورونې (Mobbing) په اړه مالومات ترلاسه کولای شئ.

په څه بايد وپوهېږم؟

جبري زده‌کړې

په جرمني کې زده‌کړې جبري دي. دلته ټول اوسېدونکي ماشومان بايد په شپږ يا اووه کلنۍ کې ښوونځي ته ولاړ شي. جبري زده‌کړې لږ تر لږه تر نهم ټولګي پورې دوام کوي.

دا عمومي قانون په دې مانا دی چې د کډوالو بچيان هم بايد ښوونځی ووايي او ځينې وخت جرمني ته له راتګ وروسته په لنډ وخت کې ښوونځي ته داخليږي. ښوونځيو ته د شاملېدو سيستم له يوه تر بل ايالته توپير کوي. د زياتو مالوماتو لپاره د هر فدرالي ايالت د ښوونځيو د سيستم په اړه زموږ فرعي مالوماتي څپرکي ولولئ.

زما بچيان بايد کوم ښوونځيو ته ولاړ شي؟

په لومړي سر کې بايد ټول ماشومان لومړنيو ښوونځيو ته ولاړ شي. لومړني ښوونځي تر څلورم يا شپږم ټولګي پورې دي او په هر ايالت کې له بل سره توپير لري. له لومړني ښوونځي وروسته ماشومان منځني ښوونځي ته ځي. د منځني ښوونځي ډول د زده‌کوونکي په راتلونکي ژوند د پام وړ اغېز لري. هر څومره چې د هغه نومرې لوړې وي؛ په هماغه کچه په پوهنتونونو او مسلکي ژوند کې ډېر چانسونه ترلاسه کوي. ابيتور (Abitur) له ښوونځي د فراغت تر ټولو لوړ سند دی. پوهنتون ته تګ يوازې د ابيتور له سند سره ممکن دی. په ځينو فدرالي ايالتونو کې د ماشوم. نومرې او د هغه يا هغې د ښوونکو ارزونه ټاکي چې ماشوم بايد کوم ښوونځي ته ولاړ شي خو وروستۍ پرېکړه ميندې او پلرونه کوي او کېدای شي د ښوونکو سپارښتنه په پام کې ونه نيسي. که ماشوم کمې نمرې ولري؛ ستونزمنه به وي چې په عالي ښوونځيو کې ومنل شي.

که غواړئ په خپله سيمه کې د ښوونځيو د سيستمونو په اړه پوه شئ؛ د خپل ايالت د ښوونځيو د سيستم په اړه زموږ مالوماتي څپرکي ولولئ.

د جرمني ښوونځيو د نومرو سيستم

د جرمني د ښوونځيو د نومرو سيستم

په جرمني کې نومرې له ۱ تر ۶ پورې دي. يو تر ټولو لوړه نومره او ۶ تر ټولو ټيټه نومره ده. زده‌کوونکي په کال کې دوه ځله ارزول کيږي او په هر مضمون کې اخستل شوې نومرې يې په يوه راپور کې ليکل کيږي. د کال د منځ د ارزونې راپور يا اطلاعنامه په عمومي ډول د جنورۍ په پای کې ورکول کيږي څو ميندې او پلرونه وکړای شي د خپلو بچيانو په کړنو خبر شي او ارزونه يې وکړي. کلنۍ اطلاعنامې ډېر وخت د د دوبي له رخصتيو وړاندې ورکول کيږي او ښيي چې ماشوم بل ټولګي ته تلای شي که همدا بايد بيا ځلې تکرار کړي. په ډېرو لومړنيو ښوونځيو کې د زدکړو د لومړنيو دوو کالونو په اطلاعنامو کې نومرې نه ليکل کيږي او پر ځای يې د ښوونکو له لوري د زده‌کوونکو د کړنو د ارزونې لنډيز ليکل کيږي.

ټيټې نومرې ناورين نه دی. ښوونکي به خوښ شي که تاسې ته ستاسې د بچيانو د کړنو او په‌ ښوونځي کې د ښه فعاليت په اړه مشورې درکړي. له دې پرته د دې کار لپاره ګڼ مشورتي مرکزونه هم فعال دي. په JMD کې د دې مرکزونو لټون کولای شئ او انلاين مرسته غوښتلای شئ. د دې ادارې کارکوونکي په ډېرو ژبو ځواب ورکوي. همدا ډول د والدينو بېړنۍ شمېرې (Elternhotline) ته وړيا او په ناپېژانده توګه زنګ وهلای او د ماشومانو د پالنې په اړه ترې پوښتنې کولای شئ. تاسې کولای شئ د دې ادارې مامورينو ته د خپلو ستونزو او اندېښنو په اړه ووايئ. دوی به ستاسې خبرې واوري او له تاسې سره په ګډه به د يوه حل لټون وکړي. د دوی شمېرې (۰۸۰۰۷۷۷۱۸۷۷) ته هره ورځ د سهار له نهو بيا د مازديګر تر ۵ بجو زنګ وهلای او په انګليسي او جرمني ژبو خپله ستونزه شريکولای شئ. همدا شان (fraguns@elternhotline.de) پتې ته په جرمني، انګليسي، فارسي او نورو ګڼو ژبو برېښناليک لېږلای شئ. د دې ادارې کارکوونکي به تاسې ته په ۲۴ ساعتونو کې ځواب درکړي.

ماشوم لا هم په جرمني ژبه خبرې نه شي کولای؛ بايد څه وکړي؟

هغه ماشومان او نوي ځوانان چې په جرمني ژبه نه پوهيږي؛ لومړی بايد د ژبې په ځانګړو کورسونو کې ګډون وکړي او د جرمني له کلتور او ژبې سره بلد شي. دې کورسونو ته ځينې وخت د ښه راغلاست ټولګي (Willkommensklassen)، (Vorbereitungsklassen)، يا (Übergangsklassen) وايي. دا ټولګي ماشومان عادي ښوونځيو ته د شاملېدو لپاره برابروي. د تيارۍ په دې ټولګيو کې په تدريجي ډول د زده‌کوونکو عمر ته په کتو  د هغوی وړتياوې او د ژبې مهارتونه ارزول کيږي.

آيا د عمومي يا دولتي ښوونځيو کوم بل بديل شته؟

هو. په جرمني کې خصوصي ښوونځي هم شته چې چارې يې د کليساوو يا نورو شخصي بنسټونو له لوري پر مخ ځي. شخصي ښوونځي ډېر وخت د تدريس له ځانګړو ميتودونو کار اخلي او کابو تل د فيس غوښتنه کوي. که غواړئ بچيان مو په شخصي ښوونځيو کې شامل کړي؛ لومړی يې د شرایطو، لګښتونو او غوښتنو په اړه ځان پوه کړئ. د خپل ايالت يا ښار په اړه د ښوونځيو مالومات لاندې موندلای شئ.

ماشوم مو معلول دی او يا ځانګړې زده‌کړه وغواړي؟

په ډېرو ښوونځيو کې معلول يا معيوب ماشومان هم له نورو ماشومانو سره په ګډه زده‌کړې کولای شي. د دې تر څنګ د ځانګړو اړتياوو لرونکو ماشومانو ته ځانګړي ښوونځي هم شته. که ماشوم مو وړکتون ته ځي؛ د هغه د وړکتون له مسؤولينو وپوښتئ چې ماشوم مو ځانګړې اړتياوې لري او که نه. همدا شان که جرمني ته تازه راغلي ياست؛ د خپل اوسېدو په ځای کې د ټولنيزو چارو له کارکوونکو په دې اړه مشوره وغواړئ.

په JMD کې د دې مرکزونو لټون کولای شئ او انلاين مرسته غوښتلای شئ. د دې ادارې کارکوونکي په ډېرو ژبو ځواب ورکوي. همدا ډول د واالدينو شمېرې  ته هم زنګ وهلای او د خپلې ستونزې په اړه مشوره او مرسته ترې غوښتلای شئ.

که زما له ماشوم سره بدماشي وشي، څه وکړم؟

که کوم ماشوم د اوږدې مودې لپاره د بل ماشوم يا د ماشومانو د يوې ډلې له لوري مسخره شي، وځورول شي، وګواښل او يا وډبول شي، دا کار بدماشي يا (Mobbing) بلل کيږي. ډېر ماشومان د نورو له بدماشۍ سره مخ کيږي. په ځانګړي ډول په ښوونځيو کې دا پېښې ډېرې تکراريږي. د بدماشۍ لامل په قرباني شوي کس کې نه مالوميږي، بلکې په مقابلو کسانو کې يې کتل په کار دي چې د خپلې ناهيلۍ زور، د نورو کسانو په ځورولو وباسي.

ځينې وخت د دې مالومولو سخت وي چې څوک په رښتيا د نورو د بدماشۍ قرباني دی او يا نه. که ماشوم مو ناڅاپه بل ډول چلند اختياروي؛ ښوونځي ته تګ نه خوښوي؛ ډېر وخت ناروغ وي او يا وايي چې ناروغ دی؛ نمرې يې کمې شوې وي؛ سپورت کلب ته تلل نه غواړي او يا دې ته ورته بل چلند کوي، ښايي د بدماشۍ قرباني وي. په عمومي ډول دا مهمه ده چې ماشوم مو څخه مو تل د ښوونځي او د هغه د ملګرو په اړه پوښتنې وکړئ او د هغه خبرو ته په غور غوږ کېږدئ. همدا شان د ماشوم له ښوونکو، روزونکو او د هغه يا هغې د ملګرو له والدينو سره دوامداره اړيکه وساتئ او خپل ماشوم د چلند په اړه يې وپوښتئ.

که ماشوم مو د نورو ماشومانو له سرزورۍ او بدماشۍ سره مخ شوی وي، سملاسي يې له ښوونکو، ټولنيزو مرستندويانو يا روزونکو سره خبرې وکړئ. له ماشوم او دوی سره په ګډه په دې اړه بحث وکړئ او د حللارو لټون وکړئ. د فزيکي زورزياتي يا شوکې او غلا پر مهال له پوليسو سره اړيکه ونيسئ. د (JMD) له مشورتي مرکزونو او (Elternhotline) څخه د ټليفوني اړيکه په وسيله مرسته غوښتلای شئ.

که ماشوم په انټرنېټ کې وځورول شي، بايد څه وشي؟

د ټيک‌ټاک، انستاګرام او سنپ‌چت په شان د ټولنيزو رسنيو چينلونو ته ډېر وخت د ماشومانو له خوښې پرته د هغوی دردوونکي يا اېډېټ شوي عکسونه يا ويډيوګانې پورته کيږي. ځينې وخت هکران د ماشومانو اکونټونه هک کوي او د هغوی په نامه پوسټونه کوي. که څوک په انټرنېټ کې وځورول يا وګواښل شي او يا تهمت پسې وشي، دې کار ته انټرنېټي بدماشي وايي. انټرنېټي بدماشي (Cyber-Mobbing) جرم دی او ترسره کوونکي ته يې سزا ورکول کيږي. که ستاسې ماشوم له داسې حالت سره مخ شوی وي، اړوند توکي راکښته او خوندي کړئ، څو بيا يې د ثبوت په توګه وړاندې کړئ. دا توکي ښوونځي او د اړتيا په صورت کې د بدماش ماشوم والدينو ته ښکاره کړئ او په ګډه د حللارو لټون وکړئ. له دې پرته، اړوند توکي راپور کړئ او د پاکېدو غوښتنه يې وکړئ. تاسې د هغو شيانو د پاکېدلو حق لرئ. په عمومي‌ ډول دا مهمه ده چې له خپل ماشوم سره د انلاين کړنو او خصوصي حريم د ساتلو په اړه خبرې وکړئ. پر (klicksafe.de) وېبسایټ د انټرنېټي بدماشۍ په اړه ډېر مالومات موندلای شئ. د (JMD) له مشورتي مرکزونو او (Elternhotline) څخه د ټليفوني اړيکه په وسيله مرسته غوښتلای شئ.

زما ماشوم په ښوونځي کې ستونزې لري، څه وکړم؟

په ښوونځي کې د ماشومانو ستونزې عادي‌خبره ده او ډېر يې کله ناکله له يوه يا ډېرو مضمونونو سره ستونزې لري. ځينې وخت اضافي زده‌کړه (Nachhilfe) ګټوره وي. په داسې حالت کې به يو ښوونکی يا ښوونکې د ښوونځيو له رسمي وخت وروسته د اړوند مضمون په زده‌کړه کې له ماشوم سره مرسته وکړي. ځينې داسې نخهيلفه ښوونځي شته چې ډېر زده‌کوونکي پر يوه مهال زده‌کړه پکې کوي. دا ډول ښوونځي له شخصي ښوونځيو ارزانه دي. همدا شان ځينې پخوني ښوونکي، محصلان، ګاونډيان او ورته نور کسان هم په لږ بيه يا وړيا ستاسې بچيانو ته زده‌کړه ورکولای شئ. د دې کار لپاره د ښوونځي له ښوونکو يا د نورو ماشومانو له ميندو او پلرونو پوښتنه وکړئ.

ستاسې ماشومان همدا شان په انلاين زده‌کړه کې هم مرسته ترلاسه کولای شي.

-       پر (corona-school.de) وېبسایټ هم له لومړي ټولګي پورته ماشومان وړيا زده‌کړه کولای شي. دلته هم محصلان د ښوونځيو د بندېدو په موده کې له ماشومانو سره مرسته کوي. دا ډول زده‌کړه په جرمني ژبه د ويډيويي چټ له لارې کيږي.

مهم

که تاسې يا ماشوم مو له ښوونکي سره ستونزه لرئ؛ د ښوونځي له ادارې سره اړيکه ونيسئ. که د ښوونځي له ادارې سره مو هم ستونزه حل نه شي؛ په خپله سيمه يا ښار کې د ښوونځيو له ادارې (Schulamt) سره اړيکه ونيسئ.

په جرمني کې د ښوونځيو سيستم

په برانډنبرګ ايالت کې له لومړني ښوونځي وروسته له درې ډوله ښوونځيو يو ټاکلای شئ: اوبرشوله (Oberschule)، ګېزمت‌شوله (Gesamtschule) او ګېمنازيوم (Gymnasium).

د ښوونځيو سيستم

لومړنی ښوونځی (Grundschule)

په برانډنبرګ ايالت کې د لومړني ښوونځي بشپړول شپږ کاله وخت نيسي. استثنايي ځيرک زده‌کوونکي کولای شي لومړنی ښوونځی له پينځم ټولګي وروسته پرېږدي او منځنی ښوونځی پیل کړي. له لومړني ښوونځي وروسته د ماشومانو ميندې او پلرونه پرېکړه کوي چې ماشومان يې له درې ډوله ښوونځيو کوم يوه ته ولاړ شي. په معمول ډول د لومړنيو ښوونځيو د مسؤولينو له لوري هم د وړ ښوونځي د ټاکلو په اړه مشوره ورکول کيږي. په برانډنبرګ کې د درې‌ډوله منځنيو ښوونځيو ډولونه دا دي:

  • اوبرشوله (Oberschule)
  • ګېزمت‌شوله (Gesamtschule)
  • ګېمنازيوم (Gymnasium)
Oberschule

دا ډول ښوونځي له اووم ټولګي پیل کيږي او په لسم ټولګي پای ته رسيږي. له دې ښوونځي نه ستاسې بچيان د Berufsbildungsreifeerweiterte Berufsbildungsreife  يا Fachoberschulreife سندونو په ترلاسه کولو فارغيږي. د اوبرشوله (Oberschule) ښوونځي په دوه ډوله دي: kooperative Oberschule   او integrative Oberschule.

په کوپراتيف اوبرشوله کې د اووم ټولګي له نيمايي وروسته زده‌کوونکي په دوو برخو تقسيميږي. په دې مرحله کې زده‌کوونکي پرېکړه کوي چې کومه څانګه غوره کړي او په پای د فراغت کوم سند ترلاسه کړي.

د کوپراتيف اوبرشوله پر خلاف په integrativen Oberschule کې بيا ټول زده‌کوونکي په يو ډول ټولګيو کې زده‌کړه کوي. په دې ښوونځي کې د هر مضمون دوه بېلابېل کورسونه لولي چې هر يو يې بېل شرایط لري.

د اوبرشوله په دواړه ډوله ښوونځيو کې زده‌کوونکي کولای شي له تر نهم ټولګي پورې وټاکي چې د فراغت کوم ډول سند ترلاسه کړي. د دې ښوونځي د فراغت د دې درې واړو سندونو په ترلاسه کولو زده‌کوونکي کولای شي حرفوي زدکړې (Ausbildung) پیل کړي. هغه ماشومان چې د دې ښوونځي Fachoberschulreife سند په ښو نمرو ترلاسه کړای شي؛ کولای شي ځانونه ګېمنازيوم ته بدل کړي او ابيتور ترلاسه کړي.

Gesamtschule

ګېزمت‌شوله ښوونځي له اووم ټولګي پیل کيږي او په لسم يا ديارلسم ټولګي پای ته رسيږي. که څه هم په دې ښوونځيو کې د ځينو مضامينو لپاره دوه کورسونه لوستل کيږي چې بېل شرايط لري؛  زده‌کوونکي د فراغت د سند له په پام کې نيولو پرته په يو ډول ټولګيو کې ګډون کوي. د دې ښوونځي له پای ته رسولو وروسته زده‌کوونکي کولای شي د فراغت درې‌ ‌ډوله سندونه ترلاسه کړي: د نهم ټولګي له بشپړولو ورسته د Berufsbildungsreife يا erweiterte Berufsbildungsreife  سند، له لسم ټولګي بشپړولو وروسته Fachoberschulreife او له ديارلسم ټولګي وروسته ابيتور سند. د دې درې واړو سندونو په ترلاسه کولو زده‌کوونکي کولای شي حرفوي زدکړې (Ausbildung) پیل کړي خو د ابيتور  سند په درلودلو د پوهنتون او حرفوي زده‌کړو تر منځ يو ټاکلای شئ.

Gymnasium

په ګېمنازيوم کې له دوولسم ټولګي وروسته ستاسې بچيان د ابيتور سند ترلاسه کوي. په دې ښوونځي کې شاملېدونکي زده‌کوونکي بايد ډېر زيارکښ وي او سخت کوښښ وکړي. په ګېمنازيوم کې بايد زده‌کوونکي دوې بهرنۍ ژبې زده کړي. ډېر ګېمنازيمونه د ساينس، موزيک، هنر، ژبو او سپورت په شان په مشخصو څانګو تمرکز کوي. هغه ماشومان چې د دې ښوونځي له نهم يا لسم ټولګي نه فارغيږي؛ په اتومات ډول د (Berufsbildungsreife) يا (erweiterte Berufsbildungsreife) سند ترلاسه ګوي. زده‌کوونکي د ابيتور  سند په ترلاسه کولو د پوهنتون او حرفوي زده‌کړو تر منځ يو ټاکلای شئ.

څنګه کولای شم خپل بچيان په ښوونځي کې شامل کړم؟

د مهاجرو ماشومان په کوم عمر کې ښوونځيو ته په تللو مکلف دي؟

د استوګنې د لومړنيو کمپونو له پرېښودلو وروسته بايد ستاسې ماشومان ښوونځي ته ولاړ شي. هغه ماشومان چې په کمپنونو کې د ډېر وخت لپاره پاته کيږي؛ بايد د پناغوښتنې د مثبت ځواب يا ډولډونګ له ترلاسه کولو شپږ اونۍ وروسته ښوونځي ته ولاړ شي.

په ښوونځي کې د ماشومانو د شاملولو لپاره بايد په خپله سيمه کې تر ټولو نږدې لومړني ښوونځي او يا د خپلې خوښې منځني ښوونځي ته ورشئ. د برانډنبرګ ايالت ټول ښوونځي په دې وېبسایټ کې موندلای شئ. ماشوم به په ښوونځي کې د شاملېدو پر مهال د ښوونځي د ډاکټر له لوري وکتل شي او د جرمني ژبې مهارتونه به يې وارزول شي. هغه ماشومان چې په جرمني ژبه نه پوهيږي؛ لومړی د جرمني ژبې په کورسونو کې اچول کيږي.

ستاسې د اوسېدو د ځای يا کمپ کارکوونکي به له تاسې سره د شاملولو په پروسه کې مرسته وکړي.

کله او چېرته خپل بچيان په ښوونځي کې داخلولای شم؟

ماشومان بايد د فبروري د مياشتې په وروستيو کې په اړونده لومړنيو ښوونځیو کې ثبت شي. هر لومړنی ښوونځي چې ستاسې کور ته نږدې وي؛ هماغه ستاسې د ماشومانو مسؤول دی. ښاروالي يا ځايي مسؤولين کولای شي ستاسې سره د ښوونځي په موندلو کې مرسته وکړي. ماشوم به په ښوونځي کې د شاملېدو پر مهال د يوه ډاکټر له لوري وکتل شي او د جرمني ژبې مهارتونه به يې وارزول شي.

د برانډنبرګ ايالت ټول ښوونځي په دې وېبسایټ کې موندلای شئ. ماشوم به په ښوونځي کې د شاملېدو پر مهال د ښوونځي د ډاکټر له لوري وکتل شي او د جرمني ژبې مهارتونه به يې وارزول شي.

که ماشوم مو تر اوسه په وړکتون کې و؛ د همدې وړکتون مسؤولين به له تاسې سره د ښوونځي په نوم‌ليکنه کې مرسته وکړي.

په دې اړه لا ډېر مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (ْښوونځي ته شاملېدل) کې ولولئ. 

Ein Projekt von:

Gefördert durch: