په جرمني کې د ښوونځيو سيستم
د جرمني د ښوونځيو سيستم څه ډول دی؟
د جرمني په ټولو فدرالي ايالتونو کې د ښوونځيو سيستم يو له بل سره توپير لري. له دې سره سره د جبري زدکړو سيستم په هر چا پلی کيږي او د درجو سيستم يو شان دی. د هر ايالت د ښوونځي د فراغت سندونه په ټول جرمني کې منل کيږي. دلته د جرمني د ښوونځيو د سيستم، شخصي تدريس او په ښوونځيو کې د ځورونې (Mobbing) په اړه مالومات ترلاسه کولای شئ.
په څه بايد وپوهېږم؟
په جرمني کې زدهکړې جبري دي. دلته ټول اوسېدونکي ماشومان بايد په شپږ يا اووه کلنۍ کې ښوونځي ته ولاړ شي. جبري زدهکړې لږ تر لږه تر نهم ټولګي پورې دوام کوي.
دا عمومي قانون په دې مانا دی چې د کډوالو بچيان هم بايد ښوونځی ووايي او ځينې وخت جرمني ته له راتګ وروسته په لنډ وخت کې ښوونځي ته داخليږي. ښوونځيو ته د شاملېدو سيستم له يوه تر بل ايالته توپير کوي. د زياتو مالوماتو لپاره د هر فدرالي ايالت د ښوونځيو د سيستم په اړه زموږ فرعي مالوماتي څپرکي ولولئ.
په لومړي سر کې بايد ټول ماشومان لومړنيو ښوونځيو ته ولاړ شي. لومړني ښوونځي تر څلورم يا شپږم ټولګي پورې دي او په هر ايالت کې له بل سره توپير لري. له لومړني ښوونځي وروسته ماشومان منځني ښوونځي ته ځي. د منځني ښوونځي ډول د زدهکوونکي په راتلونکي ژوند د پام وړ اغېز لري. هر څومره چې د هغه نومرې لوړې وي؛ په هماغه کچه په پوهنتونونو او مسلکي ژوند کې ډېر چانسونه ترلاسه کوي. ابيتور (Abitur) له ښوونځي د فراغت تر ټولو لوړ سند دی. پوهنتون ته تګ يوازې د ابيتور له سند سره ممکن دی. په ځينو فدرالي ايالتونو کې د ماشوم. نومرې او د هغه يا هغې د ښوونکو ارزونه ټاکي چې ماشوم بايد کوم ښوونځي ته ولاړ شي خو وروستۍ پرېکړه ميندې او پلرونه کوي او کېدای شي د ښوونکو سپارښتنه په پام کې ونه نيسي. که ماشوم کمې نمرې ولري؛ ستونزمنه به وي چې په عالي ښوونځيو کې ومنل شي.
که غواړئ په خپله سيمه کې د ښوونځيو د سيستمونو په اړه پوه شئ؛ د خپل ايالت د ښوونځيو د سيستم په اړه زموږ مالوماتي څپرکي ولولئ.
د جرمني د ښوونځيو د نومرو سيستم
په جرمني کې نومرې له ۱ تر ۶ پورې دي. يو تر ټولو لوړه نومره او ۶ تر ټولو ټيټه نومره ده. زدهکوونکي په کال کې دوه ځله ارزول کيږي او په هر مضمون کې اخستل شوې نومرې يې په يوه راپور کې ليکل کيږي. د کال د منځ د ارزونې راپور يا اطلاعنامه په عمومي ډول د جنورۍ په پای کې ورکول کيږي څو ميندې او پلرونه وکړای شي د خپلو بچيانو په کړنو خبر شي او ارزونه يې وکړي. کلنۍ اطلاعنامې ډېر وخت د د دوبي له رخصتيو وړاندې ورکول کيږي او ښيي چې ماشوم بل ټولګي ته تلای شي که همدا بايد بيا ځلې تکرار کړي. په ډېرو لومړنيو ښوونځيو کې د زدکړو د لومړنيو دوو کالونو په اطلاعنامو کې نومرې نه ليکل کيږي او پر ځای يې د ښوونکو له لوري د زدهکوونکو د کړنو د ارزونې لنډيز ليکل کيږي.
ټيټې نومرې ناورين نه دی. ښوونکي به خوښ شي که تاسې ته ستاسې د بچيانو د کړنو او په ښوونځي کې د ښه فعاليت په اړه مشورې درکړي. له دې پرته د دې کار لپاره ګڼ مشورتي مرکزونه هم فعال دي. په JMD کې د دې مرکزونو لټون کولای شئ او انلاين مرسته غوښتلای شئ. د دې ادارې کارکوونکي په ډېرو ژبو ځواب ورکوي. همدا ډول د والدينو بېړنۍ شمېرې (Elternhotline) ته وړيا او په ناپېژانده توګه زنګ وهلای او د ماشومانو د پالنې په اړه ترې پوښتنې کولای شئ. تاسې کولای شئ د دې ادارې مامورينو ته د خپلو ستونزو او اندېښنو په اړه ووايئ. دوی به ستاسې خبرې واوري او له تاسې سره په ګډه به د يوه حل لټون وکړي. د دوی شمېرې (۰۸۰۰۷۷۷۱۸۷۷) ته هره ورځ د سهار له نهو بيا د مازديګر تر ۵ بجو زنګ وهلای او په انګليسي او جرمني ژبو خپله ستونزه شريکولای شئ. همدا شان (fraguns@elternhotline.de) پتې ته په جرمني، انګليسي، فارسي او نورو ګڼو ژبو برېښناليک لېږلای شئ. د دې ادارې کارکوونکي به تاسې ته په ۲۴ ساعتونو کې ځواب درکړي.
هغه ماشومان او نوي ځوانان چې په جرمني ژبه نه پوهيږي؛ لومړی بايد د ژبې په ځانګړو کورسونو کې ګډون وکړي او د جرمني له کلتور او ژبې سره بلد شي. دې کورسونو ته ځينې وخت د ښه راغلاست ټولګي (Willkommensklassen)، (Vorbereitungsklassen)، يا (Übergangsklassen) وايي. دا ټولګي ماشومان عادي ښوونځيو ته د شاملېدو لپاره برابروي. د تيارۍ په دې ټولګيو کې په تدريجي ډول د زدهکوونکو عمر ته په کتو د هغوی وړتياوې او د ژبې مهارتونه ارزول کيږي.
هو. په جرمني کې خصوصي ښوونځي هم شته چې چارې يې د کليساوو يا نورو شخصي بنسټونو له لوري پر مخ ځي. شخصي ښوونځي ډېر وخت د تدريس له ځانګړو ميتودونو کار اخلي او کابو تل د فيس غوښتنه کوي. که غواړئ بچيان مو په شخصي ښوونځيو کې شامل کړي؛ لومړی يې د شرایطو، لګښتونو او غوښتنو په اړه ځان پوه کړئ. د خپل ايالت يا ښار په اړه د ښوونځيو مالومات لاندې موندلای شئ.
په ډېرو ښوونځيو کې معلول يا معيوب ماشومان هم له نورو ماشومانو سره په ګډه زدهکړې کولای شي. د دې تر څنګ د ځانګړو اړتياوو لرونکو ماشومانو ته ځانګړي ښوونځي هم شته. که ماشوم مو وړکتون ته ځي؛ د هغه د وړکتون له مسؤولينو وپوښتئ چې ماشوم مو ځانګړې اړتياوې لري او که نه. همدا شان که جرمني ته تازه راغلي ياست؛ د خپل اوسېدو په ځای کې د ټولنيزو چارو له کارکوونکو په دې اړه مشوره وغواړئ.
په JMD کې د دې مرکزونو لټون کولای شئ او انلاين مرسته غوښتلای شئ. د دې ادارې کارکوونکي په ډېرو ژبو ځواب ورکوي. همدا ډول د واالدينو شمېرې ته هم زنګ وهلای او د خپلې ستونزې په اړه مشوره او مرسته ترې غوښتلای شئ.
که کوم ماشوم د اوږدې مودې لپاره د بل ماشوم يا د ماشومانو د يوې ډلې له لوري مسخره شي، وځورول شي، وګواښل او يا وډبول شي، دا کار بدماشي يا (Mobbing) بلل کيږي. ډېر ماشومان د نورو له بدماشۍ سره مخ کيږي. په ځانګړي ډول په ښوونځيو کې دا پېښې ډېرې تکراريږي. د بدماشۍ لامل په قرباني شوي کس کې نه مالوميږي، بلکې په مقابلو کسانو کې يې کتل په کار دي چې د خپلې ناهيلۍ زور، د نورو کسانو په ځورولو وباسي.
ځينې وخت د دې مالومولو سخت وي چې څوک په رښتيا د نورو د بدماشۍ قرباني دی او يا نه. که ماشوم مو ناڅاپه بل ډول چلند اختياروي؛ ښوونځي ته تګ نه خوښوي؛ ډېر وخت ناروغ وي او يا وايي چې ناروغ دی؛ نمرې يې کمې شوې وي؛ سپورت کلب ته تلل نه غواړي او يا دې ته ورته بل چلند کوي، ښايي د بدماشۍ قرباني وي. په عمومي ډول دا مهمه ده چې ماشوم مو څخه مو تل د ښوونځي او د هغه د ملګرو په اړه پوښتنې وکړئ او د هغه خبرو ته په غور غوږ کېږدئ. همدا شان د ماشوم له ښوونکو، روزونکو او د هغه يا هغې د ملګرو له والدينو سره دوامداره اړيکه وساتئ او خپل ماشوم د چلند په اړه يې وپوښتئ.
که ماشوم مو د نورو ماشومانو له سرزورۍ او بدماشۍ سره مخ شوی وي، سملاسي يې له ښوونکو، ټولنيزو مرستندويانو يا روزونکو سره خبرې وکړئ. له ماشوم او دوی سره په ګډه په دې اړه بحث وکړئ او د حللارو لټون وکړئ. د فزيکي زورزياتي يا شوکې او غلا پر مهال له پوليسو سره اړيکه ونيسئ. د (JMD) له مشورتي مرکزونو او (Elternhotline) څخه د ټليفوني اړيکه په وسيله مرسته غوښتلای شئ.
د ټيکټاک، انستاګرام او سنپچت په شان د ټولنيزو رسنيو چينلونو ته ډېر وخت د ماشومانو له خوښې پرته د هغوی دردوونکي يا اېډېټ شوي عکسونه يا ويډيوګانې پورته کيږي. ځينې وخت هکران د ماشومانو اکونټونه هک کوي او د هغوی په نامه پوسټونه کوي. که څوک په انټرنېټ کې وځورول يا وګواښل شي او يا تهمت پسې وشي، دې کار ته انټرنېټي بدماشي وايي. انټرنېټي بدماشي (Cyber-Mobbing) جرم دی او ترسره کوونکي ته يې سزا ورکول کيږي. که ستاسې ماشوم له داسې حالت سره مخ شوی وي، اړوند توکي راکښته او خوندي کړئ، څو بيا يې د ثبوت په توګه وړاندې کړئ. دا توکي ښوونځي او د اړتيا په صورت کې د بدماش ماشوم والدينو ته ښکاره کړئ او په ګډه د حللارو لټون وکړئ. له دې پرته، اړوند توکي راپور کړئ او د پاکېدو غوښتنه يې وکړئ. تاسې د هغو شيانو د پاکېدلو حق لرئ. په عمومي ډول دا مهمه ده چې له خپل ماشوم سره د انلاين کړنو او خصوصي حريم د ساتلو په اړه خبرې وکړئ. پر (klicksafe.de) وېبسایټ د انټرنېټي بدماشۍ په اړه ډېر مالومات موندلای شئ. د (JMD) له مشورتي مرکزونو او (Elternhotline) څخه د ټليفوني اړيکه په وسيله مرسته غوښتلای شئ.
په ښوونځي کې د ماشومانو ستونزې عاديخبره ده او ډېر يې کله ناکله له يوه يا ډېرو مضمونونو سره ستونزې لري. ځينې وخت اضافي زدهکړه (Nachhilfe) ګټوره وي. په داسې حالت کې به يو ښوونکی يا ښوونکې د ښوونځيو له رسمي وخت وروسته د اړوند مضمون په زدهکړه کې له ماشوم سره مرسته وکړي. ځينې داسې نخهيلفه ښوونځي شته چې ډېر زدهکوونکي پر يوه مهال زدهکړه پکې کوي. دا ډول ښوونځي له شخصي ښوونځيو ارزانه دي. همدا شان ځينې پخوني ښوونکي، محصلان، ګاونډيان او ورته نور کسان هم په لږ بيه يا وړيا ستاسې بچيانو ته زدهکړه ورکولای شئ. د دې کار لپاره د ښوونځي له ښوونکو يا د نورو ماشومانو له ميندو او پلرونو پوښتنه وکړئ.
ستاسې ماشومان همدا شان په انلاين زدهکړه کې هم مرسته ترلاسه کولای شي.
- پر (corona-school.de) وېبسایټ هم له لومړي ټولګي پورته ماشومان وړيا زدهکړه کولای شي. دلته هم محصلان د ښوونځيو د بندېدو په موده کې له ماشومانو سره مرسته کوي. دا ډول زدهکړه په جرمني ژبه د ويډيويي چټ له لارې کيږي.
مهم
که تاسې يا ماشوم مو له ښوونکي سره ستونزه لرئ؛ د ښوونځي له ادارې سره اړيکه ونيسئ. که د ښوونځي له ادارې سره مو هم ستونزه حل نه شي؛ په خپله سيمه يا ښار کې د ښوونځيو له ادارې (Schulamt) سره اړيکه ونيسئ.
په جرمني کې د ښوونځيو سيستم
په برلين ايالت کې له لومړني ښوونځي وروسته له پينځه ډوله ښوونځيو يو ټاکلای شئ: integrierte Sekundarschule, Gymnasium او Gemeinschaftsschule.
د ښوونځيو سيستم
په برلين ايالت کې د لومړني ښوونځي بشپړول شپږ کاله وخت نيسي. هغه ماشومان چې غواړي د ژبو کلاسيکو عالي ښوونځيو Altsprachiges Gymnasium يا لاتيني او د پخواني يوناني ژبو ښوونځيو ته ولاړ شي؛ بايد له څلورم ټولګي وروسته لومړنی ښوونځی پرېږدي. استثنايي ځيرک زدهکوونکي کولای شي لومړنی ښوونځی په څلورم يا پينځم ټولګي کې پرېږدي او منځنی ښوونځی پیل کړي. هغه ماشومان چې د لومړني ښوونځي په لومړيو دوو کالونو کې ستونزې ولري؛ ښايي دا ښوونځی له نورو څخه يو کال زيات ولولي.
له لومړني ښوونځي وروسته د ماشومانو ميندې او پلرونه پرېکړه کوي چې ماشومان يې له درې ډوله ښوونځيو کوم يوه ته ولاړ شي. په معمول ډول د لومړنيو ښوونځيو د مسؤولينو له لوري هم د وړ ښوونځي د ټاکلو په اړه مشوره ورکول کيږي. په برلين کې د درې ډوله منځنيو ښوونځيو ډولونه دا دي:
- انټګريرتهشوله (integrierte Sekundarschule)،
- ګمنازیوم (Gymnasium)،
- ګېماینشفټشوله (Gemeinschaftsschule).
دا ډول ښوونځي له اووم ټولګي پیل کيږي او په نهم، لسم يا ديارلسم ټولګي پای ته رسيږي. دا د ټولې ورځې ښوونځي دي او زدهکوونکي له سهاره د مازديګر تر ۴ بجو هلته پاته کيږي. دوی د غرمې ډوډۍ هم همالته خوري او له ماسپښين ورسته بيا زدهګړو ته ادامه ورکوي. له دې ښوونځي نه تر فراغت وروسته زدهکوونکي له لاندې دريو سندونو يو ترلاسه کوي: له نهو کالو وروسته Berufsbildungsreife يا erweiterte Berufsbildungsreife؛ له لسو کالو وروسته Mittleren Schulabschluss او له ديارلس کالو زدهکړو وروسته ابيتور (Abitur). د دې درې واړو سندونو په ترلاسه کولو زدهکوونکي کولای شي حرفوي زدکړې (Ausbildung) پیل کړي خو د ابيتور سند په درلودلو د پوهنتون او حرفوي زدهکړو تر منځ يو ټاکلای شئ.
Dدا ډول ښوونځي له پينځم ټولګي پیل کيږي او په نهم، لسم يا ديارلسم ټولګي پای ته رسيږي. په دې ښوونځيو کې تر لسم ټولګي پورې ټول زدهکوونکي د فراغت د سند له په پام کې نيولو پرته په يو ډول ټولګيو کې ګډون کوي. د دې ښوونځيو د فراغت د بېلابېلو سندونو ترلاسه کولو لپاره بېړې ته اړتيا نشته ځکه ماشومان به درې ټاکنې ولري: له نهم ټولګي وروسته (Berufsbildungsreife يا erweiterte Berufsbildungsreife) سند، له لسم ټولګي وروسته (Mittleren Schulabschluss) او له ديارلسم ټولګي وروسته ابيتور (rAbitu) سند ترلاسه کولای شي. د دې درې واړو سندونو په ترلاسه کولو زدهکوونکي کولای شي حرفوي زدکړې (Ausbildung) پیل کړي. هغه ماشومان چې د (Mittleren Schulabschluss) سند او ښې نمرې ترلاسه کوي؛ کولای شي ګېمنازيوم ته ځان بدل کړي خو يوازې د ابيتور سند په درلودلو کولای شي پوهنتون ته ولاړ شي
په برلين کې ګېمنازيوم له اووم ټولګي پیل کيږي او پينځه کاله دوام کوي. له دوولسم ټولګي وروسته به ستاسې بچيان د ابيتور سند ترلاسه کړي. په دې ښوونځي کې شاملېدونکي زدهکوونکي بايد ډېر زيارکښ او سخت کوښښ وکړي. په ګېمنازيوم کې بايد زدهکوونکي دوې بهرنۍ ژبې زده کړي. ډېر ګېمنازيمونه د ساينس، موزيک، هنر، ژبو او سپورت په شان په مشخصو څانګو تمرکز کوي. هغه ماشومان چې د دې ښوونځي له نهم يا لسم ټولګي نه فارغيږي؛ په اتومات ډول د (Berufsbildungsreife) يا (erweiterte Berufsbildungsreife) سند ترلاسه ګوي. زدهکوونکي د ابيتور سند په ترلاسه کولو د پوهنتون او حرفوي زدهکړو تر منځ يو ټاکلای شئ.
څنګه کولای شم خپل بچيان په ښوونځي کې شامل کړم؟
د پنا له غوښتنې وروسته که مثبت ځواب يا ډولډونګ ترلاسه کړئ؛ بچيان مو بايد ښوونځي ته ولاړ شي. تاسې بايد لومړی د خپلې سيمې د پوهنې له ادراې (Schulamt) سره په همغږۍ خپل بچيان ثبت کړئ. په دې وېبسایټ کې د خپلې حوزې پوهنيزه اداره موندلای شئ. دا اداره به پرېکړه وکړئ چې ستاسې ماشومان په کوم ښوونځي يا ټولګي کې ګډون وکړي. دوی د ماشوم د عمر، ژبې او روغتيايي ازموينو پر بنسټ پرېکړه کوي. کله چې د دوی د پرېکړې تصديق ترلاسه کړئ؛ کولای شئ سملاسي خپل ماشومان په ټاکل شوي ښوونځي کې شامل کړئ. هغه ماشومان چې په جرمني ژبه نه پوهيږي؛ لومړی د ژبې کورسونو ته لېږل کيږي.
د کمپونو مامورين ستاسې سره د ثبت په پروسه کې مرسته کوي.
تاسې بايد د اکتوربر په لومړيو دوو اونيو کې په خپله خپل ماشومان په اړونده لومړنيو ښوونځیو کې ثبت کړئ. ماشوم به په ښوونځي کې د شاملېدو پر مهال د يوه ډاکټر له لوري وکتل شي او د جرمني ژبې مهارتونه به يې وارزول شي.
که ماشوم مو تر اوسه په وړکتون کې و؛ د همدې وړکتون مسؤولين به له تاسې سره د ښوونځي په نومليکنه کې مرسته وکړي.
په دې اړه لا ډېر مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (ْښوونځي ته شاملېدل) کې ولولئ.