په جرمني کې د ښوونځيو سيستم

اوسمهالیز 11.03.2024

د جرمني د ښوونځيو سيستم څه ډول دی؟

د جرمني په ټولو فدرالي ايالتونو کې د ښوونځيو سيستم يو له بل سره توپير لري. له دې سره سره د جبري زدکړو سيستم په هر چا پلی کيږي او د درجو سيستم يو شان دی. د هر ايالت د ښوونځي د فراغت سندونه په ټول جرمني کې منل کيږي. دلته د جرمني د ښوونځيو د سيستم، شخصي تدريس او په ښوونځيو کې د ځورونې (Mobbing) په اړه مالومات ترلاسه کولای شئ.

په څه بايد وپوهېږم؟

جبري زده‌کړې

په جرمني کې زده‌کړې جبري دي. دلته ټول اوسېدونکي ماشومان بايد په شپږ يا اووه کلنۍ کې ښوونځي ته ولاړ شي. جبري زده‌کړې لږ تر لږه تر نهم ټولګي پورې دوام کوي.

دا عمومي قانون په دې مانا دی چې د کډوالو بچيان هم بايد ښوونځی ووايي او ځينې وخت جرمني ته له راتګ وروسته په لنډ وخت کې ښوونځي ته داخليږي. ښوونځيو ته د شاملېدو سيستم له يوه تر بل ايالته توپير کوي. د زياتو مالوماتو لپاره د هر فدرالي ايالت د ښوونځيو د سيستم په اړه زموږ فرعي مالوماتي څپرکي ولولئ.

زما بچيان بايد کوم ښوونځيو ته ولاړ شي؟

په لومړي سر کې بايد ټول ماشومان لومړنيو ښوونځيو ته ولاړ شي. لومړني ښوونځي تر څلورم يا شپږم ټولګي پورې دي او په هر ايالت کې له بل سره توپير لري. له لومړني ښوونځي وروسته ماشومان منځني ښوونځي ته ځي. د منځني ښوونځي ډول د زده‌کوونکي په راتلونکي ژوند د پام وړ اغېز لري. هر څومره چې د هغه نومرې لوړې وي؛ په هماغه کچه په پوهنتونونو او مسلکي ژوند کې ډېر چانسونه ترلاسه کوي. ابيتور (Abitur) له ښوونځي د فراغت تر ټولو لوړ سند دی. پوهنتون ته تګ يوازې د ابيتور له سند سره ممکن دی. په ځينو فدرالي ايالتونو کې د ماشوم. نومرې او د هغه يا هغې د ښوونکو ارزونه ټاکي چې ماشوم بايد کوم ښوونځي ته ولاړ شي خو وروستۍ پرېکړه ميندې او پلرونه کوي او کېدای شي د ښوونکو سپارښتنه په پام کې ونه نيسي. که ماشوم کمې نمرې ولري؛ ستونزمنه به وي چې په عالي ښوونځيو کې ومنل شي.

که غواړئ په خپله سيمه کې د ښوونځيو د سيستمونو په اړه پوه شئ؛ د خپل ايالت د ښوونځيو د سيستم په اړه زموږ مالوماتي څپرکي ولولئ.

د جرمني ښوونځيو د نومرو سيستم

د جرمني د ښوونځيو د نومرو سيستم

په جرمني کې نومرې له ۱ تر ۶ پورې دي. يو تر ټولو لوړه نومره او ۶ تر ټولو ټيټه نومره ده. زده‌کوونکي په کال کې دوه ځله ارزول کيږي او په هر مضمون کې اخستل شوې نومرې يې په يوه راپور کې ليکل کيږي. د کال د منځ د ارزونې راپور يا اطلاعنامه په عمومي ډول د جنورۍ په پای کې ورکول کيږي څو ميندې او پلرونه وکړای شي د خپلو بچيانو په کړنو خبر شي او ارزونه يې وکړي. کلنۍ اطلاعنامې ډېر وخت د د دوبي له رخصتيو وړاندې ورکول کيږي او ښيي چې ماشوم بل ټولګي ته تلای شي که همدا بايد بيا ځلې تکرار کړي. په ډېرو لومړنيو ښوونځيو کې د زدکړو د لومړنيو دوو کالونو په اطلاعنامو کې نومرې نه ليکل کيږي او پر ځای يې د ښوونکو له لوري د زده‌کوونکو د کړنو د ارزونې لنډيز ليکل کيږي.

ټيټې نومرې ناورين نه دی. ښوونکي به خوښ شي که تاسې ته ستاسې د بچيانو د کړنو او په‌ ښوونځي کې د ښه فعاليت په اړه مشورې درکړي. له دې پرته د دې کار لپاره ګڼ مشورتي مرکزونه هم فعال دي. په JMD کې د دې مرکزونو لټون کولای شئ او انلاين مرسته غوښتلای شئ. د دې ادارې کارکوونکي په ډېرو ژبو ځواب ورکوي. همدا ډول د والدينو بېړنۍ شمېرې (Elternhotline) ته وړيا او په ناپېژانده توګه زنګ وهلای او د ماشومانو د پالنې په اړه ترې پوښتنې کولای شئ. تاسې کولای شئ د دې ادارې مامورينو ته د خپلو ستونزو او اندېښنو په اړه ووايئ. دوی به ستاسې خبرې واوري او له تاسې سره په ګډه به د يوه حل لټون وکړي. د دوی شمېرې (۰۸۰۰۷۷۷۱۸۷۷) ته هره ورځ د سهار له نهو بيا د مازديګر تر ۵ بجو زنګ وهلای او په انګليسي او جرمني ژبو خپله ستونزه شريکولای شئ. همدا شان (fraguns@elternhotline.de) پتې ته په جرمني، انګليسي، فارسي او نورو ګڼو ژبو برېښناليک لېږلای شئ. د دې ادارې کارکوونکي به تاسې ته په ۲۴ ساعتونو کې ځواب درکړي.

ماشوم لا هم په جرمني ژبه خبرې نه شي کولای؛ بايد څه وکړي؟

هغه ماشومان او نوي ځوانان چې په جرمني ژبه نه پوهيږي؛ لومړی بايد د ژبې په ځانګړو کورسونو کې ګډون وکړي او د جرمني له کلتور او ژبې سره بلد شي. دې کورسونو ته ځينې وخت د ښه راغلاست ټولګي (Willkommensklassen)، (Vorbereitungsklassen)، يا (Übergangsklassen) وايي. دا ټولګي ماشومان عادي ښوونځيو ته د شاملېدو لپاره برابروي. د تيارۍ په دې ټولګيو کې په تدريجي ډول د زده‌کوونکو عمر ته په کتو  د هغوی وړتياوې او د ژبې مهارتونه ارزول کيږي.

آيا د عمومي يا دولتي ښوونځيو کوم بل بديل شته؟

هو. په جرمني کې خصوصي ښوونځي هم شته چې چارې يې د کليساوو يا نورو شخصي بنسټونو له لوري پر مخ ځي. شخصي ښوونځي ډېر وخت د تدريس له ځانګړو ميتودونو کار اخلي او کابو تل د فيس غوښتنه کوي. که غواړئ بچيان مو په شخصي ښوونځيو کې شامل کړي؛ لومړی يې د شرایطو، لګښتونو او غوښتنو په اړه ځان پوه کړئ. د خپل ايالت يا ښار په اړه د ښوونځيو مالومات لاندې موندلای شئ.

ماشوم مو معلول دی او يا ځانګړې زده‌کړه وغواړي؟

په ډېرو ښوونځيو کې معلول يا معيوب ماشومان هم له نورو ماشومانو سره په ګډه زده‌کړې کولای شي. د دې تر څنګ د ځانګړو اړتياوو لرونکو ماشومانو ته ځانګړي ښوونځي هم شته. که ماشوم مو وړکتون ته ځي؛ د هغه د وړکتون له مسؤولينو وپوښتئ چې ماشوم مو ځانګړې اړتياوې لري او که نه. همدا شان که جرمني ته تازه راغلي ياست؛ د خپل اوسېدو په ځای کې د ټولنيزو چارو له کارکوونکو په دې اړه مشوره وغواړئ.

په JMD کې د دې مرکزونو لټون کولای شئ او انلاين مرسته غوښتلای شئ. د دې ادارې کارکوونکي په ډېرو ژبو ځواب ورکوي. همدا ډول د واالدينو شمېرې  ته هم زنګ وهلای او د خپلې ستونزې په اړه مشوره او مرسته ترې غوښتلای شئ.

که زما له ماشوم سره بدماشي وشي، څه وکړم؟

که کوم ماشوم د اوږدې مودې لپاره د بل ماشوم يا د ماشومانو د يوې ډلې له لوري مسخره شي، وځورول شي، وګواښل او يا وډبول شي، دا کار بدماشي يا (Mobbing) بلل کيږي. ډېر ماشومان د نورو له بدماشۍ سره مخ کيږي. په ځانګړي ډول په ښوونځيو کې دا پېښې ډېرې تکراريږي. د بدماشۍ لامل په قرباني شوي کس کې نه مالوميږي، بلکې په مقابلو کسانو کې يې کتل په کار دي چې د خپلې ناهيلۍ زور، د نورو کسانو په ځورولو وباسي.

ځينې وخت د دې مالومولو سخت وي چې څوک په رښتيا د نورو د بدماشۍ قرباني دی او يا نه. که ماشوم مو ناڅاپه بل ډول چلند اختياروي؛ ښوونځي ته تګ نه خوښوي؛ ډېر وخت ناروغ وي او يا وايي چې ناروغ دی؛ نمرې يې کمې شوې وي؛ سپورت کلب ته تلل نه غواړي او يا دې ته ورته بل چلند کوي، ښايي د بدماشۍ قرباني وي. په عمومي ډول دا مهمه ده چې ماشوم مو څخه مو تل د ښوونځي او د هغه د ملګرو په اړه پوښتنې وکړئ او د هغه خبرو ته په غور غوږ کېږدئ. همدا شان د ماشوم له ښوونکو، روزونکو او د هغه يا هغې د ملګرو له والدينو سره دوامداره اړيکه وساتئ او خپل ماشوم د چلند په اړه يې وپوښتئ.

که ماشوم مو د نورو ماشومانو له سرزورۍ او بدماشۍ سره مخ شوی وي، سملاسي يې له ښوونکو، ټولنيزو مرستندويانو يا روزونکو سره خبرې وکړئ. له ماشوم او دوی سره په ګډه په دې اړه بحث وکړئ او د حللارو لټون وکړئ. د فزيکي زورزياتي يا شوکې او غلا پر مهال له پوليسو سره اړيکه ونيسئ. د (JMD) له مشورتي مرکزونو او (Elternhotline) څخه د ټليفوني اړيکه په وسيله مرسته غوښتلای شئ.

که ماشوم په انټرنېټ کې وځورول شي، بايد څه وشي؟

د ټيک‌ټاک، انستاګرام او سنپ‌چت په شان د ټولنيزو رسنيو چينلونو ته ډېر وخت د ماشومانو له خوښې پرته د هغوی دردوونکي يا اېډېټ شوي عکسونه يا ويډيوګانې پورته کيږي. ځينې وخت هکران د ماشومانو اکونټونه هک کوي او د هغوی په نامه پوسټونه کوي. که څوک په انټرنېټ کې وځورول يا وګواښل شي او يا تهمت پسې وشي، دې کار ته انټرنېټي بدماشي وايي. انټرنېټي بدماشي (Cyber-Mobbing) جرم دی او ترسره کوونکي ته يې سزا ورکول کيږي. که ستاسې ماشوم له داسې حالت سره مخ شوی وي، اړوند توکي راکښته او خوندي کړئ، څو بيا يې د ثبوت په توګه وړاندې کړئ. دا توکي ښوونځي او د اړتيا په صورت کې د بدماش ماشوم والدينو ته ښکاره کړئ او په ګډه د حللارو لټون وکړئ. له دې پرته، اړوند توکي راپور کړئ او د پاکېدو غوښتنه يې وکړئ. تاسې د هغو شيانو د پاکېدلو حق لرئ. په عمومي‌ ډول دا مهمه ده چې له خپل ماشوم سره د انلاين کړنو او خصوصي حريم د ساتلو په اړه خبرې وکړئ. پر (klicksafe.de) وېبسایټ د انټرنېټي بدماشۍ په اړه ډېر مالومات موندلای شئ. د (JMD) له مشورتي مرکزونو او (Elternhotline) څخه د ټليفوني اړيکه په وسيله مرسته غوښتلای شئ.

زما ماشوم په ښوونځي کې ستونزې لري، څه وکړم؟

په ښوونځي کې د ماشومانو ستونزې عادي‌خبره ده او ډېر يې کله ناکله له يوه يا ډېرو مضمونونو سره ستونزې لري. ځينې وخت اضافي زده‌کړه (Nachhilfe) ګټوره وي. په داسې حالت کې به يو ښوونکی يا ښوونکې د ښوونځيو له رسمي وخت وروسته د اړوند مضمون په زده‌کړه کې له ماشوم سره مرسته وکړي. ځينې داسې نخهيلفه ښوونځي شته چې ډېر زده‌کوونکي پر يوه مهال زده‌کړه پکې کوي. دا ډول ښوونځي له شخصي ښوونځيو ارزانه دي. همدا شان ځينې پخوني ښوونکي، محصلان، ګاونډيان او ورته نور کسان هم په لږ بيه يا وړيا ستاسې بچيانو ته زده‌کړه ورکولای شئ. د دې کار لپاره د ښوونځي له ښوونکو يا د نورو ماشومانو له ميندو او پلرونو پوښتنه وکړئ.

ستاسې ماشومان همدا شان په انلاين زده‌کړه کې هم مرسته ترلاسه کولای شي.

-       پر (corona-school.de) وېبسایټ هم له لومړي ټولګي پورته ماشومان وړيا زده‌کړه کولای شي. دلته هم محصلان د ښوونځيو د بندېدو په موده کې له ماشومانو سره مرسته کوي. دا ډول زده‌کړه په جرمني ژبه د ويډيويي چټ له لارې کيږي.

مهم

که تاسې يا ماشوم مو له ښوونکي سره ستونزه لرئ؛ د ښوونځي له ادارې سره اړيکه ونيسئ. که د ښوونځي له ادارې سره مو هم ستونزه حل نه شي؛ په خپله سيمه يا ښار کې د ښوونځيو له ادارې (Schulamt) سره اړيکه ونيسئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: