په جرمني کې د استوګنې د اجازې (قبولۍ) ډولونه

اوسمهالیز 25.08.2023

په جرمني کې د استوګنې کوم ډول اجازه ترلاسه کولای شم؟

که جرمني ته د سياسي يا بشري دلايلو له مخې راغلي ياست او غواړئ دلته پاته شئ؛ کولای شئ د پنا غوښتنه وکړئ.

 که دا غوښتنه ومنل شي؛ تاسې ته به د استوګنې اجازه درکړل شي. په جرمني کې د د مهاجرو د خونديتوب يا قبولۍ درې اصلي ډولونه شته: کډوالو ته د پنا حق (Asylberechtigung) ورکول کيږي؛ د د مهاجرت خونديتوب حالت يې په رسميت (Flüchtlingsschutz) پېژندل کېږي او يا هم فرعي خونديتوب (Subsidiärer Schutz) ورکول کيږي. د دې دريو ډولونو تر څنګ ښايي د بمف (BAMF) اداره تاسې ته  له ډيپورټ څخه د ملي‌ممانعت حق (nationales Abschiebungsverbot) درکړي. که ستاسې د استوګنې د اجازې وخت تېر شي خو د پنا لپاره مو لا هم دلايل پر ځای وي؛ کولای شئ د استوګنې د دايمي اجازې غوښتنه وکړئ او يا هم د اوسېدو د اجازې وخت تمديد کړئ.

په څه بايد ځان وپوهوم؟

د استوګنې قانون د ۲۵مې مادې لومړي بند له مخې د پنا حق (Asylberechtigung)

د اساسي قانون د ۱۶مې الف مادې پر بنسټ او د استوګنې قانون د ۲۵مې مادې لومړي بند له مخې هغو کسانو ته چې په خپل هېواد کې د دولت يا د دولت اړوند سازمانونو له لوري له سياسي ځورونې سره مخ شوی وي؛ په جرمني کې د پنا حق ورکول کيږي. سياسي ځور هغه ځور ته وايي چې يو کس د هغه د نژاد، دين، مليت، سياسي نظريې يا ځانګړې ډلې سره د غړيتوب له کبله له ګواښ سره مخ شي. په ياد مو وي چې دا حق يوازې هغه وخت ورکول کيږي چې څوک جرمني ته د دريم خوندي هېواد له لارې رانه شي. دا چې د جرمني په چارچاپېر کې ټول اروپايي هېوادونه (دريم خوندي هېوادونه) دي؛ يوازې هغه کسان د دې پنا مستحق ګڼل کيږي چې جرمني ته مخامخ د الوتکې په وسيله راشي.

که د چا د پنا غوښتنه ومنل شي؛ د دريو کالو لپاره د استوګنې اجازه ورکول کيږي. که په خپل وطن کې يې حالت ښه نه شي؛ دا اجازه به د دريو نورو کالو لپاره تمديد شي. که څوک ځينې د ژبې د زده‌کړې او کار په شان ځينې ځانګړي شرايط پوره کړي؛ کولای شي درې کاله وروسته کولای شي د استوګنې د دايمي اجازې (unbefristete Aufenthaltserlaubnis يا Niederlassungserlaubnis) غوښتنه وکړي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د دايمي استوګنې اجازه) کې هم موندلای شئ.

منل شوو پنا غوښتونکو ته د (کډوالۍ د سفر سند) GFK-pass  چې شين پاسپورت هم بلل کيږي، ورکول کيږي. تاسې کولای شئ دا پاسپورت بهر ته د سفر لپاره وکاروئ. البته په ياد مو وي چې خپل وطن ته د سفر اجازه نه لرئ او که دا کار وکړئ؛ ښايي د استوګنې د اجازې سند له لاسه ورکړئ.

هغه کسان چې د پنا مستحق ګڼل کيږي، لاندې حقونه لري:

 دا کسان کولای شي خپل واړه ماشومان يا مېرمن جرمني ته راولي. د واده نه لرونکي کم‌عمره کسان خپل مور او پلار هم جرمني ته راغوښتلای شي.

·      د کار اجازه لري. که دنده ونه لري؛ کولای شي د بېکارۍ ټولنيزه مرسته (Arbeitslosengeld II) ترلاسه کړئ. جاب‌سنټر له دوی سره د کار په موندلو کې مرسته کوي.

·      د ماشومانو پیسې (Kindergeld) او د ميندو او پلرونو پیسې (Elterngeld) ترلاسه کوي.

·      د يوځای‌کېدنې يا انټګراڅيون په کورسونو کې د ګډون حق لري.

·      د ښوونځيو اوسبيلډونګ، دوه‌ګوني اوسبيلډونګ او يا لوړو زده‌کړو ترسره کولو حق لري.

مهم:

که په خپل وطن کې مو  ځينې سيمې وي چې د جرمني چارواکو له لوري خوندي ګټل کيږي او تاسې کولای شئ هلته په امن کې ژوند وکړئ؛ د پنا غوښتنه به مو ونه منل شي.

هغه کسانو ته چې له جرمني بهر يې جنګي جنايتونه يا داسې غيرسياسي جرمونه کړي وي چې د ملګرو ملتونو اصول تر پښو لاندې کوي؛ ښايي پنا ورنه کړل شي. دا خبره د هغو کسانو په اړه هم صدق کوي چې د غيرسياسي جرمونو له کبله په زندان محکوم شوي دي او د جرمني يا عامه امنيت لپاره ګواښ وګڼل شي.

د جينوا د کډوالو کنوانسيون له مخې د مهاجرو خونديتوب (Flüchtlingsschutz)

په جرمني کې د کډوالو له ډلې ځينو کسانو ته د مهاجرت قانون درېيمې مادې لومړي بند (§3 Abs. 1 Asylgesetz) پر بنسټ او د استوګنې قانون د ۲۵مادې دوهم بند له مخې د مهاجرت د خونديتوب حق ورکول کيږي. د دې حق ترلاسه کوونکي هم د پنا ترلاسه کوونکو په شان حقونه لري. د مهاجرت د خونديتوب حق هغو کسانو ته ورکول کيږي چې په خپل وطن کې د خپل نژاد، دين، مليت، سياسي نظريې يا کومې ډلې د غړيتوب له کبله تر څار او ګواښ لاندې وي. دا کسان ښايي د دولتي يا غيردولتي ډلو له لوري وګواښل شي او دولت ونه شي کړای د دوی خونديتوب تضمين کړي او له خطره يې وساتي. په ياد مو وي چې که څوک جرمني ته د دريم خوندي هېواد له لارې هم شي، دا خونديتوب ورکول کيږي. دا چې د جرمني په چارچاپېر کې ټول اروپايي هېوادونه (دريم خوندي هېوادونه) دي، هغه کسان هم د دې خونديتوب مستحق ګڼل کيږي چې جرمني ته د الوتکې په وسيله نه وي راغلي او له خوندي هېوادونو تېر شوي وي.

که څوک د کډوالۍ خونديتوب مستحق وګڼل شي، د دريو کالونو لپاره د استوګنې اجازه ورکول کيږي. که په خپل وطن کې يې حالت ښه نه شي، دا اجازه به د دريو نورو کالو لپاره تمديد شي. که څوک  د ژبې د زده‌کړې او کار په شان ځينې ځانګړي شرايط پوره کړي؛ کولای شي درې کاله وروسته د استوګنې د دايمي اجازې (unbefristete Aufenthaltserlaubnis يا Niederlassungserlaubnis) غوښتنه وکړي.

منل شوو کډوالو ته د (کډوالۍ د سفر سند) يا GFK-pass  چې شين پاسپورت هم بلل کيږي، ورکول کيږي.  تاسې کولای شئ دا پاسپورت بهر ته د سفر لپاره وکاروئ. البته په ياد مو وي چې خپل وطن ته د سفر اجازه نه لرئ او که دا کار وکړئ، ښايي د استوګنې د اجازې سند له لاسه ورکړئ.

 

هغه کسان چې د مهاجرو د خونديتوب مستحق ګڼل کيږي، لاندې حقونه لري:

·      دا کسان کولای شي خپل واړه ماشومان يا مېرمن جرمني ته راولي. د واده نه لرونکي کم‌عمره کسان خپل مور او پلار هم جرمني ته راغوښتلای شي.

·      د کار اجازه لري. که دنده ونه لري؛ کولای شي د بېکارۍ ټولنيزه مرسته (Arbeitslosengeld II) ترلاسه کړئ. جاب‌سنټر له دوی سره د کار په موندلو کې مرسته کوي.

·      د ماشومانو پیسې (Kindergeld) او د ميندو او پلرونو پیسې (Elterngeld) ترلاسه کوي.

·      د يوځای‌کېدنې يا انټګراڅيون په کورسونو کې د ګډون حق لري.

·      د ښوونځيو اوسبيلډونګ، دوه‌ګوني اوسبيلډونګ او يا لوړو زده‌کړو ترسره کولو حق لري.

مهم:

که په خپل وطن کې مو  ځينې سيمې وي چې د جرمني چارواکو له لوري خوندي ګڼل کيږي او تاسې کولای شئ هلته په امن کې ژوند وکړئ؛ د پنا غوښتنه به مو ونه منل شي.

هغه کسانو ته چې له جرمني بهر يې جنګي جنايتونه يا داسې غيرسياسي جرمونه کړي وي چې د ملګرو ملتونو اصول تر پښو لاندې کوي؛ ښايي پنا ورنه کړل شي. دا خبره د هغو کسانو په اړه هم صدق کوي چې د غيرسياسي جرمونو له کبله په زندان محکوم شوي دي او د جرمني يا عامه امنيت لپاره ګواښ وګڼل شي.

فرعي خونديتوب Subsidiärer Schutz

هغه کسان چې د پناغوښتونکي يا مهاجر په توګه په رسميت ونه پېژندل شي؛ د پناغوښتنې قانون د ۴مې مادې لومړي بند پر بنسټ او د استوګنې قانون د ۲۵مې مادې دوهم بند له مخې فرعي خونديتوب ورکول کيږي. دا حق ښايي هغو کسانو ته ورکړل شي په خپله تر څار لاندې نه وي خو د بشري حقونو ضد (اعدام، شکنجه، غير انساني کړنې) جدي چلند، جګړې يا نورو ستونزو له ګواښ سره مخ وي.

د فرعي خونديتوب مستحق کسان د يوه کال لپاره د استوګنې اجازه ترلاسه کوي. که په خپل وطن کې لا هم حالات خراب وي؛ دا اجازه د دوو نورو کالو لپاره تمديديږي. دا کسان له پينځه کالو وروسته د ځانګړو شرايطو په پوره کولو سره کولای شي د استوګنې د دايمي اجازې (unbefristete Aufenthaltserlaubnis يا Niederlassungserlaubnis) غوښتنه وکړي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د دايمي استوګنې اجازه) کې هم موندلای شئ.

د فرعي خونديتوب حق ترلاسه کوونکو او د پنا يا مهاجرت د حقونو ترلاسه کوونکو قانوني حالتونه يو له بل سره توپير لري. دا کسان نه شي کولای د کډوالو د مسافرت د سند يا شنه پاسپورت غوښتنه وکړي. که څوک د خپل هېواد پاسپورت نه لري او يا نه شي کولای ترلاسه يې کړي، کولای شي له اړونده اوسلنډربېهورده څخه د بهرنيانو او بې‌وطنه کسانو د سفر سند (Reiseausweis für Ausländer und Staatenlose) يا خړ پاسپورت غوښتنه وکړي. په داسې حالت کې بايد ثابته کړئ چې د خپل هېواد پاسپورت نه شئ ترلاسه کولای.

هغه کسان چې د فرعي خونديتوب مستحق ګڼل کيږي؛ لاندې حقونه لري:

·      د کار اجازه لري. که دنده ونه لري؛ کولای شي د بېکارۍ ټولنيزه مرسته (Arbeitslosengeld II) ترلاسه کړئ. جاب‌سنټر له دوی سره د کار په موندلو کې مرسته کوي.

·      د ماشومانو پیسې (Kindergeld) او د ميندو او پلرونو پیسې (Elterngeld) ترلاسه کوي.

·      د يوځای‌کېدنې يا انټګراڅيون په کورسونو کې د ګډون حق لري.

·    د ښوونځيو اوسبيلډونګ، دوه‌ګوني اوسبيلډونګ او يا لوړو زده‌کړو ترسره کولو حق لري.

د دې کسانو لپاره جرمني ته د کورنۍ د غړو راوستلو شرايط يو څه پېچلي دي. په اړه ډېر مالومات زموږ په دې څپرکي کې ولولئ.

له جرمني نه د ايستلو (ډيپورټ) ملي بنديز Nationales Abschiebungsverbot

که د پنا غوښتنه مو ونه منل شي؛ د مهاجرت او فرعي خونديتوب حقونه هم درنه کړل شي، بيا هم کولای شئ په جرمني کې د استوګنې قانون د ۲۵مې مادې درېيم بند له مخې د پاته کېدو چانس ومومئ. د اصولو له مخې هغه کسان له جرمني څخه نه ايستل کيږي چې د بشري حقونو له نقض سره د مخ کېدو وېره يې وي او يا يې په خپل وطن کې د ژوند، اندامونو غوڅېدلو يا آزادۍ محدودېدلو ګواښ (د استوګنې قانون مه۶۰ ماده، پينځم او اووم پارګراف) وي. همدا شان هغه کسان چې شديده ناروغي لري او په خپل هېواد کې يې درملنه ناشونې وي؛ نه ډيپورټ کيږي. په دې کسان د (په ډيپورټ ملي بنديز) پلی کيږي او په معمول ډول د يوه کال لپاره د اوسېدو اجازه ورکول کيږي. که په وطن کې حالات بيا هم خراب وي؛ ښايي د دې اجازې وخت وغځول شي. دا کسان له پينځه کالو وروسته د ځانګړو شرايطو په پوره کولو سره کولای شي د استوګنې د دايمي اجازې (unbefristete Aufenthaltserlaubnis يا Niederlassungserlaubnis) غوښتنه وکړي. په دې اړه نور مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د دايمي استوګنې اجازه) کې هم موندلای شئ.

دا کسان نه شي کولای د کډوالو د مسافرت د سند يا شنه پاسپورت غوښتنه وکړي. که څوک د خپل هېواد پاسپورت نه لري او يا نه شي کولای ترلاسه يې کړي، کولای شي له اړونده اوسلنډربېهورده څخه د بهرنيانو او بې‌وطنه کسانو د سفر سند (Reiseausweis für Ausländer und Staatenlose) يا خړ پاسپورت غوښتنه وکړي. په داسې حالت کې بايد ثابته کړئ چې د خپل هېواد پاسپورت نه شئ ترلاسه کولای.

هغه کسان چې پر ډيپورټ د ملي بنديز مستحق ګڼل کيږي؛ لاندې حقونه لري:

·      دوی کولای شي د بهرنيانو د تنظيم ادارې (Ausländerbehörde) څخه د کار اجازه وغواړي. په دې اړه نور مالومات د (کار اجازه) په څپرکي کې لوستلای شئ. که دنده ونه لري او يا د کار اجازه ترلاسه نه کړي؛ د دولت له لوري مالي مرسته ورسره کيږي.

·      که د د بهرنيانو د تنظيم ادارې (Ausländerbehörde) اجازه ورکړي؛ کولای شي د دوه‌ګوني اوسبيلډونګ ترسره کړي.

·      د ښوونځيو اوسبيلډونګ او يا لوړو زده‌کړو ترسره کولو اجازه لري.

·      دوی کولای شي د يوځای‌کېدنې يا انټګراڅيون په کورسونو کې د ګډون غوښتنه وکړي. که خالي ځای موجود وي؛ ښايي ومنل شي خو د قانون له مخې د دې کورسونو لوستلو مستحق نه دي.

د دې کسانو لپاره جرمني ته د کورنۍ د غړو راوستلو شرايط يو څه پېچلي دي. په اړه ډېر مالومات زموږ په دې څپرکي کې ولولئ.

څنګه کولای شم د خپلې استوګنې د اجازې وخت تمديد کړم؟

د يوه منل شوي‌ مهاجر يا پنا ورکول شوي کس په توګه ستاسې ستاسې د استوګنې اجازه د دريو کالو لپاره معتبره ده. د فرعي خونديتوب او يا هم د ډيپوټ د ملي بنديز لرونکي کسان د يوه کال لپاره د استوګنې اجازه ترلاسه کوي. که غواړئ چې په جرمني کې د ډېر وخت لپاره پاته شئ؛ بايد د لومړنۍ استوګنې د اجازې وخت مو تمديد کړئ. د تمديد لپاره بايد د بهرنيانو د تنظيم له ادارې (Ausländerbehörde) سره اړيکه ونيسئ.

دې ادارې ته د ورتګ پر مهال بايد لاندې اسناد له ځان سره ولرئ:

·      د استوګنې اجازه او پاسپورت؛

·      د پاسپورت اندازه بايومتريک يو عکس؛

·      د کار قرارداد او د تېرو دريو مياشتو د عايد سند (يا هم د ماليې د مشاور راپور او يا هم د جاب‌سنټر يا سوسيال د مرستې تاييدليک)؛

·      په استوګنې د ځای د ثبت سند.

په ياد مو وي چې د بهرنيانو په اداره کې د اوسېدو د اجازې د مودې له پوره کېدو وړاندې وخت واخلئ. په همدې وخت کې خپل شين يا خړ پاسپورت هم نوی کولای شئ. د استوګنې د اجازې او پاسپورت نوي کول ښايي يو څه لګښت ولري.

مهم: د استوګنې اجازه يوازې هغه وخت تمديدېلای شي چې  د دې مودې په اوږدو کې بمف ستاسې

 

آيا داستوګنې د اجازې د له لاسه ورکولو چانس شته؟
  • -       د مهاجرت او کډوالۍ فدرالي اداره (BAMF) کولای شي د مهاجرت، پنا، فرعي خونديتوب او په ډيپورټ د ملي بنديز حقونه لغوه کړي. دوی د پنا ترلاسه کوونکو او د مهاجر په توګه منل کېدونکو کسانو قضيې له دريو کالو وروسته بيا ارزوي او که د روغتيايي حالت يا ستاسې په وطن کې د حالاتو په شان شرايط ډېر ښه شوي وي؛ ښايي ووايي چې تاسې نور ساتنې او پنا ته اړتيا نه لرئ. که داسې وشي؛ د بهرنيانو د تنظيم اداره (Ausländerbehörde) ښايي ستاسې د استوګنې اجازه لغوه کړي او يا يې د مودې له غځولو انکار وکړي.

    -       همدا شان که تاسې ته پنا يا د مهاجرت حق او يا هم فرعي خونديتوب يا پر ډيپورټ د بنديز حق درکول شوی وي او خپل وطن ته سفر وکړئ؛ ښايي د خونديتوب حق مو باطل شي. هغه کسان چې خپل وطن يا په بهر کې د خپل هېواد سفارتونه ته ورځي؛ د بهرنيانو د تنظيم اداره به وانګيري چې دوی نور تر ګواښ لاندې نه دي او خونديتوب ته اړتيا نه لري. که دا حق باطل شي؛ د استوګنې اجازه هم لغوه کيږي. البته د بهرنيانو د تنظيم (Ausländerbehörde) اداره به بيا هم وګوري چې تاسې ته د استوګنې بل ډول اجازه درکړل شي که نه. که داسې ونه شي نو د اصول له مخې (د استوګنې قانون ۵۲مه ماده) تاسې بايد جرمنی پرېږدئ. استثناء: که تاسې د لنډ وخت لپاره او د يوه قانوني دليل له مخې وطن ته ولاړ شئ (د بېلګې په ډول د خپلې ناروغې مور ليدو ته)؛ ښايي د بهرنيانو د تنظيم اداره پرېکړه وکړي چې د استوګنې درکول شوی حق مو لغوه نه کړي. البته ښه به وي چې په دې اړه مشوره ترلاسه او ځان ډاډه کړئ.

    -       هغه کسان چې د مهاجر يا‌ پناغوښتونکي په توګه پېژندل شوي دي او د استوګنې دايمي اجازه يې ترلاسه کړې ده؛ ښايي خپل هېواد ته د تلو په صورت کې يې د پنا يا مهاجرت د خونديتوب حق لغوه شي. که ستاسې د پنا يا مهاجرت حق نور د باور ونه ګڼل شي؛ د بهرنيانو د تنظيم اداره به دوې ټاکنې ولري: الف: دوی ښايي ستاسې د دايمي استوګنې اجازه لغوه کړي. ب: ښايي د استوګنې دايمي اجازه مو په خپل حال پرېږدي. هغه کسان چې په جرمني کې يې ډېر وخت تېر شوی وي؛ جرمني ژبه يې ښه زده وي؛ دنده ولري‌ او دولتي مرسته ترلاسه نه کړي؛ ښايي په اړه يې دوهمه ټاکنه غوره شي (د استوګن قانون ۵۲مه ماده).

    -       هغه کسان چې د استوګنې اجازه (دايمي او لنډمهالې) ولري او له جرمني بهر ۶ مياشتې تېرې کړي؛ د اصولو له مخې د استوګنې يا دايمي ژوند اجازه له لاسه ورکوي (د استوګنې قانون ۵۱مه ماده).

    -       که چا د خپلې استوګنې يا دايمي ژوند اجازه د ناسمو مالوماتو يا جعلي سندونو پر بنسټ ترلاسه کړې وي؛ د رښتيا مالومېدو په صورت کې به دا اجازه له لاسه ورکړي.

    که څوک عامه نظم او امنيت ته ګواښ وګڼل شي؛ ښايي خپل هېواد ته ولېږل شي. په داسې حالاتو کې به د استوګنې يا دايمي ژوند اجازه هم له لاسه ورکړي. که څوک فکر کوي چې د استوګنې اجازه يې د باطلېدلو له ګواښ سره مخ ده، کولای شي له مشورتي مرکزونو يا کوم وکيل څخه مرسته وغواړي. وکيلان يا مشورتي مرکزونه زموږ د سيمه‌ييزو مالوماتو په پلټونکي ماشين کې موندلای شئ. هلته د خپلې سيمې نوم او (Asyl, Aufenthaltsrecht oder Rechtsberatung) توري ورکړئ او پلټنه وکړئ.

مهم

که تاسې ته د خونديتوب له دريو اصلي ډولونو او په ډيپورټ د ملي بنديز حق يو هم درنه کړل شي؛ بيا هم په جرمني کې د پاته کېدو ځينې لارې چارې شته. په دې اړه ډېر مالومات زموږ په بل مالوماتي څپرکي (د پناغوښتنې ردېدل) کې لوستلای شئ.

Ein Projekt von:

Gefördert durch: