د ماهرو کارکوونکو لپاره مالومات

Beschäftigungsduldung
اوسمهالیز 11.04.2024

په جرمني کې د ماهر کارکوونکي په توګه کار يا زده‌کړه وکړئ

جرمني د ماهرو کارکوونکو په لټه کې دی، خو په اصطلاح ماهر کارګر يا کارکوونکی (Fachkraft) څوک دی؟ په دې ډ‌له کې هغه مسلکي کارکوونکي شامل دي چې حرفوي زده‌کړې  يې کړې وي او یا مسلکي وړتیاوې لري، د لوړو زده‌کړو لرونکي کسان چې د پوهنتون د فراغت سند لري او هغه خلک چې په جرمني کې روزل کيږي. په بله وینا، هغه کسان چې دلته خپلې لوړې یا حرفوي زده‌کړې ترسره کوي.

ماهر کارکوونکي جرمني ته د راتلو او پاتې کیدو لپاره، د استوګنې اجازې ته اړتیا لري؛ لومړی ویزه او بیا د استوګنې اجازه. د استوګنې اجازې بېلابېل ډولونه شته چې ستاسو د استوګنې له هدف سره اړه لري. د ویزو د بیلابیلو ډولونو په اړه زموږ مالومات د هغو ماهرو کارکوونکو لپاره دي چې لا هم بهر دي او يا هم د هغو ماهرو کارګرانو لپاره دي چې مخکې جرمني ته راغلي دي.

دلته به تاسې د خپل سند یا مسلکي وړتیا د رسمي کولو په اړه هم معلومات ومومئ. د دې تر څنګ موږ تاسې ته د کورنۍ د غړو راوستلو د شرايطو او ستاسې د ماشومانو د زدهکړې په اړه هم مالومات درکوو. په جرمني کې د ژوند د لومړنيو ګامونو په اړه لارښود هم ترلاسه کولی شئ.

په جرمني‌کې د ژوند په اړه نور مالومات زموږ پر ویبسایټ له مختلفو کته‌ګوریو لاندې موندلی شئ. (د بیلګې په توګه "ژوند"، "روغتیا"، "زده‌کړه" یا "کورنۍ"). که  نورې پوښتنې لرئ، هیله ده زموږ په ټوګېدر اېن جرمني فورم کې ځان راجستر کړئ. هلته خپلې پوښتنې په ناپېژانده توګه کولی شئ. زموږ د ټولنې مدیران او متخصصین به خوشحاله شي چې ستاسې پوښتنو ته ځوابونه ووایی.

راتلل او استوګنه

د جرمني ملي ويزه (Nationales Visum Typ D)

د درېيمو هېوادونو (Drittstaaten) هغه اوسېدونکي چې غواړي په جرمني کې له درې مياشتو زيات پاته شي او يا دلته کار وکړي، بايد اوږدمهاله ويزه ترلاسه کړي. د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو، لښتن‌شتاين، ناروې، ایسلنډ او سويس له اتباعو پرته د نورو ټولو هېوادونو وګړي، په جرمني کې د زيات وخت پاته کېدو لپاره اړ دي څو دا ډول ويزه ترلاسه کړي. دې اوږدمهاله ويزې ته (Nationales Visum Typ D) وايي.

د اروپايي ټولنې شين کارت

.د اروپايي ټولنې شين يا آسماني کارت د امريکا د متحده‌ ايالتونو زرغون کارت ته ورته دی. د دې کارت ترلاسه کوونکي د کارت د ترلاسه کولو له نېټې څخه په جرمني کې د لږ تر لږه څلورو کالونو ژوند کولو اجازه لري

د ماهرو کارګرو لپاره د جرمني ويزه

جرمني ماهرو کارګرو ته اړتيا لري. که جرمني ته راتګ او کار کولای غواړئ، بايد د استوګنې اړونده اجازه ترلاسه کړئ. دې اجازې ته د مسلکي دندې لپاره د استوګنې اجازه وايي او د استوګنې قانون د ۱۸ ب مادې د لومړي بند له مخې ورکول کيږي. 

د جرمني د زده‌کړو ويزه (Visum zum Studieren)

په جرمني کې ډېر پوهنتونونه او د لوړو زده‌کړو ګڼ بنسټونه شته. دلته له ټولې نړۍ څخه ګڼ محصلان په زده‌کړو بوخت دي. که په خپل هېواد کې ژوند کوئ او غواړئ په جرمني کې زده‌کړه وکړئ، بايد د دې موخې لپاره د جرمني د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ.

د جرمني د حرفوي زده‌کړو ويزه (Visum für eine Ausbildung)

په جرمني کې د حرفوي زده‌کړو يا اوسبيلډونګ په ترسره کولو سره د کار ډېر او غوره چانسونه په لاس درځي. که په خپل هېواد کې ژوند کوئ او غواړئ په جرمني کې حرفوي زده‌کړې ترسر کړئ، بايد د دې موخې لپاره د جرمني د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ. 

د څېړنې لپاره د جرمني ويزه

په جرمني کې  ډېر په زړه پورې څېړنيز بنسټونه شته. که غواړئ په جرمني کې څېړنه وکړئ خو لا هم له جرمني او اروپايي ټولنې د باندې اوسئ، بايد جرمني ته د راتګ لپاره ويزه او بيا د استوګنې قانون د ۱۸ د مادې له مخې د څېړنې لپاره د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ.

د فراغت د بهرنيو سندونو د رسمي کولو لپاره د جرمني ويزه

د دې لپاره چې په بهر کې د حرفوي يا لوړو زده‌کړو بشپړوونکي وکړای شي په جرمني کې  په خپل مسلک کې کار وکړي، بايد په جرمني کې د خپل فراغت سندونه رسمي‌کړي. دا کار د رسمي کولو د ادارو يا (Anerkennungsstellen) له لارې کيږي. 

 

د شخصي کاروبار لپاره د جرمني ويزه

د شخصي کاروبار پيلول او يا يو شرکت درلودل د ډېرو کسانو هيله ده. که غواړئ په جرمني کې دا کار پيل کړئ خو لا هم له جرمني او اروپايي ټولنې بهر ژوند کوئ، بايد د جرمني د کاروبار ويزه او يا هم د شخصي کاروبار لپاره د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ. دلته په دې اړه ټول مالومات درکوو.

د جرمني د اوږدمهاله ويزې لپاره ژمنليک

له اروپايي ټولنې پرته د نورو ډېری هېوادونو وګړي د جرمني د اوږدمهاله ويزې يا ملي ويزې غوښتنه کوي، بايد په جرمني‌ کې د پاته کېدو پر مهال د خپل ژوند د لګښتونو پوره کولو د وړتيا لپاره د کافي پیسو يا شتمنۍ ثبوت وړاندې کړي. که څوک خپله کافي پیسې ونه لري،  په جرمني کې يو بل څوک کولای شي تر ځانګړو شرطونو لاندې د ده لپاره د ژوند د لګښتونو ورکولو ژمنليک وړاندې کړي. 

په جرمني کې د کار لټولو ويزه

په جرمني کې ډېر شرکتونه د ماهرو کارکوونکو په لټه کې دي. که څوک د يوې دندې لپاره اړين سندونه او وړتيا ولري، ښايي په جرمني کې کار ومومي او ژوند وکړي. البته له بهر څخه په جرمني کې د کار لټون اسان نه دی.

په جرمني کې د حرفوي يا لوړو زده‌کړو د لټون ويزه

په جرمني کې د حرفوي زده‌کړو بشپړول ستاسې لپاره د کار غوره چانسونه رامنځته کوي. البته له بهر څخه ډېر وخت په جرمني‌کې د اوسبيلډونګ موندل اسان نه دي. د دې کار لپاره د استوګنې قانون د ۱۷مې مادې له مخې د استوګنې اجازه اخستل اړين دي.

په جرمني کې د دايمي استوګنې اجازه

زه په جرمني کې د څه ډول استوګنې حق لرم؟ کولای شم په جرمني کې د ژوند کولو دايمي اجازه ترلاسه کړم؟ په جرمني کې د دايمي استوګنې د اجازې، د دې د اجازې د مودې د تمديد او په جرمني کې د ژوند کولو په اړه ډېر مالومات په هنډبوک جرمني کې موندلای شئ.

Anerkennung von Abschlüssen und Berufsqualifikationen

په جرمني کې د بهرنيو سندونو رسمي کول

په ځينې مسلکونو کې د کار لپاره د اسنادو رسمي کول ضروري دي څو د هغو پر بنسټ د کار اجازه تر لاسه کړئ. د بېلګې په توګه د ډاکټر په توګه کار کول د اسنادو له رسمي کولو او تاييد پرته منع دي. دلته په دې اړه ټول مالومات ولولئ.

د سندونو تاييد شوې کاپيانې

آيا د سندونو تصديق ته اړتيا لرئ؟ موږ په هنډبوک جرمني کې تاسې ته د تاييد شوو کاپيانو، رسمي ټاپې او د جرمني په ادارو کې د سندونو د تاييد په اړه زيات مالومات درکوو. تاييد شوې کاپي څه ته وايي؛ زه ولې اړتيا ورته لرم او چېرته يې ترلاسه کولای شم؟ دلته په دې اړه بشپړ مالومات او ګټور لېنکونه ترلاسه کولای شئ.

Familie

څنګه کولای شم د کورنۍ غړي جرمني ته راولم؟

په جرمني کې واده شوو خلکو او کورنيو ته ځانګړی ارزښت ورکول کيږي خو له دې سره سره جرمني ته د کورنۍ د غړو راوستل ستونزمن دي. دا چې تاسې د خپلې کورنۍ غړي جرمني ته راوستلای شئ او کنه، ستاسې د استوګنې له اجازې سره اړه لري. د دې تر څنګ بايد ځينې نور شرطونه هم پوره شي.

په جرمني کې وړکتون – کيتا يا کينډرګاټن

په جرمني کې وړکتونونو يا کيتا ته د ماشومانو لېږل جبري نه دي. البته ماشومان کولای شي کيتا يا وړکتون ته له تګ سره هلته ملګري ومومي، لوبې وکړي او زده‌کړه وکړي. همدا شان دوی هلته جرمني ژبه او نور اساسي مهارتونه زده‌ کولای شي. 

په جرمني کې د ښوونځيو سيستم

د جرمني په ټولو فدرالي ايالتونو کې د ښوونځيو سيستم يو له بل سره توپير لري. له دې سره سره د جبري زدکړو سيستم په هر چا پلی کيږي او د درجو سيستم يو شان دی. د هر ايالت د ښوونځي د فراغت سندونه په ټول جرمني کې منل کيږي.

په جرمني کې د ماشومانو پیسې يا کينډرګلېډ

د ماشومانو لپاره تل پمپر، د لوبو وسيلې، د ښوونځي درسي توکي، د سپورت پیسې او وروسته بيا د اوسبيلډونګ يا لوړو زده‌کړو پر مهال لګښتونه د مور او پلار پر غاړه وي. د ماشومانو لويول دې ته ورته ډېر لګښتونه لري.

Erste Schritte in Deutschland

په جرمني کې د کرايي کور موندل

په وړو ښارونو او کليو کې حالت ښه دی خو د جرمني په لويو ښارونو کې د وړ کور پيدا کول يو څه ستونزمن دي او د معاملو د رهنما دفترونو د فيس تر څنګ کرايې لوړې دي. د کورونو د موندلو لپاره معمول لاره په انټرنېټ کې پلټنه ده. 

په جرمني کې ثبتېدل یا Anmeldung

په اصل کې هر هغه څوک چې جرمني ته راځي او غواړي له دريو مياشتو زيات پاته شي؛ بايد په دوو اونيو کې د ننه له اړونده ادارو سره د اوسېدو د ځای پته او خپلې ځانګړنې ثبت کړي. همدا شان هغه کسان چې په جرمني کې له يوه ځايه بل ته کډه کوي، بايد د خپل اوسېدو د ځای پته ثبت کړي.

په جرمني کې بانکي حساب

لکه څنګه چې ډېری مالي چارې په جرمني کې د بانکونو په وسيله سر ته رسېږي، له همدې کبله موږ د خپلو معاشاتو او مالي مرستو د تر لاسه کولو يا هم کرايې، بېلونو او ورته نورو اداينو د ترسره کولو لپاره بانکي حساب ته اړتيا لرو.

په جرمني کې روغتيايي بيمه

کله چې په جرمني کې د استوګنې اجازه ترلاسه کړئ؛ بايد د روغتيايي بيمې په يوه چوکاټ کې هم ځان شامل کړئ. د جرمنيانو په ګډون هر هغه څوک چې په جرمني کې اوسيږي؛ اړ دي چې روغتيايي بيمه ولري.

د جرمني ژبې زده‌کړه

د جرمني ژبې د زده‌کړې يا ځواکمنولو ل‍پاره ګڼ فرصتونه شته. که انټګراڅيون کورس يا د دندې لپاره د جرمني ژبې کورس مو هم نه وي ترسره کړی؛ کولای شئ جرمني ژبه زده يا پياوړې کړئ. دلته د جرمني ژبې د وړيا يا ارزانه کورسونو او فرصتونو په اړه مالومات درکوو.

د دندې لپاره د جرمني ژبې کورسونه

که د انټګراڅيون يا د جرمني ژبې بل کورس مو بشپړ کړی وي او غواړئ نوره جرمني ژبه هم زده کړئ؛ کولای شئ د دندې لپاره د جرمني ژبې په کورس کې ګډون وکړئ. 

جرمني ژبه او د انټګراڅيون کورسونه

که جرمني ته تازه راغلي ياست؛ ښايي په دې به پوهېږئ چې د جرمني ژبې نه زدکړه يوه ستره ستونزه ده. د دې لپاره چې د بېلګې په ډول د بهرنيانو چاردو په اداره يا د ټولنيزو خدمتونو د ادارې له کارکوونکو سره خبرې وکړئ؛ بايد په جرمني ژبه وپوهېږئ. 

Gefördert durch:

Gefördert durch:

Ein Projekt von: